د نن سرلیکنه

د بنديانو خلاصون د جګړې ختمولو يو مؤثر عامل

نن ټکی اسيا سرلیکنه

د کب په لسمه د طالبانو او امريکايانو ترمنځ په شوي هوکړې لومړنی تنفيذي اقدام د دواړو لوريو لخوا د بنديانو خلاصون دی.

دا چې بنديان خپله د جګړې له متضررينو څخه دي او د حسن نيتي له مخې د هغوی خلاصون به خامخا د جګړې په ختمولو مثبت اغيز لري،نو بايد چې طرفين د بنديانو د خلاصون په پروسه کې له هر ډول شرطونو او تعلل څخه خود داري وکړي.

ځکه د بنديانو د خلاصون د جګړې د پايته رسولو په پروسه کې هغه مؤثر عامل دی چې په عملي کيدو پوري يې د ټولې پروسې حرکت مربوط دی.

همدا راز د بنديانو خلاصون په سوله ييزې پروسې باندې هم د افغان ولس او هم د نړيوالو د باور زياتيدو لامل دی.

د بنديانو په خلاصون کې يوه مهمه نقطه دا ده چې دا کار خپله افغانانو ته سپارل شوی او په بهرنيانو پوري کوم ربط نه لري.

دا اوس په افغانانو پوري تړلې چې هغوی څرنګه له دې فرصت نه په استفادې سره د خپل هيواد د غميزې په پايته رسيدو کې خپل مسؤليت پوره کوي؟.

که خدای مکړه د سولې په پروسه کې دغه لومړنی ګام د شخصي او ګوندي ملحوظاتو له مخې له خنډ سره مخ کيږي دا به د جګړه ځپلې ولس له هغو هيلو سره ستره جفا وي چې په دې سوله ييزې پروسې پوري يې تړلي.

بايد ښکيل اړخونه د بنديانو په خلاصون کې له هرډول تعلل پرته د جګړې د خاتمې په لاره کې خپل مسؤليت اداء کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

که تر لسمه د مارچ پوری امريکايان پوره ۵۰۰۰ طالب بنديان آزاد نکړی طالبانو ته نښايی چی بين الافغانی مذاکراتو کی برخه واخلی او دا دی د توافقنامی سره غدر اعلان کړی او پر ټولو جهتونو که هغه اشغالګر وی او که يی غلامان وی ښه کلک بريدونه وکړی او ورويی ښيی چی بيا چم او مکر ورسره ونکړی ، وبه وينو چی ټرمپ به سمدستی سړه تبه ونيسی او ډير ژر به د طالبانو غوښتنی عملی کړی او د اشرف غنی سره به په خليلزاد هم سوټيان ومنډی . ټرمپ ته يوازی او يوازی د انتخاباتو ګټل مهم دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x