لیکنېنظــر

ښاغلي غني ته سپارښتنه

محمد فایز

په 2001 کال کې مرحوم صمد حامد غالبا د بي بي سي سره په مرکه کې د امریکا د مه يرغل د مخنيوي لپاره وويل چې طالبان بايد د دې مخنيوي لپاره اسامه زر تر زره وباسي او که نه پوهيږي بايد وپوهول شي.

دا چې طالب ته چا فرصت ور نه کړ او يا يي په هغه وخت کې سر نه خلاصيدو بيل بحث دی، خو نتيجه يې دا شوه چې شل کاله جګړې ته مجبور شي.

نن شل کاله بعد يو ځل بيا لوي فرصت لاس ته راغلی چې که له لاسه ووتلو ټول به يي په اور کې سوځي.

د افغانستان سوله خوښ با نفوذه کسان بايد کوښښ وکړي چې دا لاسته راغلی چانس له لاسه ورنه کړي.

ښاغلی غني چې نن تر ټولو لوی مسؤليت لري بايد پوه شي او که نه پوهيږي بايد وپوهول شي چې د سولې مخه ونه نيسي او په مخ کې يي پراته خنډونه يو پر بل پسې له منځه يوسي.

او په دې بايد پوه شي چې د نظام ساتنه په ارګ کې ستا د شتون په معني نه ده ، بلکې ستا په قربانۍ ورکولو کې ده.

او که ښاغلی غني په دې ډاډه وي چې زه کولی شم چې د طالب مشروعيت وننګوم او له دې لارې دوی دومره ضعيف کړم چې اخر زما غوښتنې ومني ، دا به دې ښاغلي ډېره لويه سوء فهمي وي.

ښاغلي غني بايد پوه شي چې طالب نه د تا په فتوی اوسنۍ مبارزه پيل کړي او نه يي د تا په غوښتنه ختموي ، خو ته يي په ختمولو کې مرسته کولی شي.

لکه څومره چې طالب ته د نرمښت ښودلو توصیه کوو ، همدومره تاته د حسن نيت او د حقيقي ګامونو اخيستلو سپارښتنه کوو.

خو په دې بايد پوه وي چې طالب اوس يو قوي سياسي خوځښت دی ، نړۍ غوښتنې منلې دي ، بهتره به وي چې تاسو يي هم په نيشه کې تيشه ونه وهئ ، چې تر څو د ولس دا غوړيدلې هيلې له خاورو سره خاورې نه شي.

ښاغلی غني بايد په دې پوه شي چې تا په خپله پنځه کلنه دوره کې خپله کابينه تکميل نشوی کړی، او حتی د خپل اساسي قانون په نزد هم مشروعيت نه لري ، دا خلي ستونزې دي تر هر چا ډېري دي ، او حتی خپل بهرني ملګري دي هم ورځ په ورځ در څخه لري کيږي ، او نه په هغه موقف کې دي چې ستا ملاتړ ته را ودانګلی شي، او له څوارلسو مياشتو وروسته به دې د طالب ترحم ته پريږدي.

د جګړو په دوام کې به تر ټولو ډېر تاوان اوسنی نظام وکړي امکان لري چې وسله وال ځواکونو کې هرج او مرج راشي ، نو د خپل فوځ د ساتنې لپاره هم قرباني ورکول اړينه ده.

شايد سياسي ډلې د خپل ځان د بقاء لپاره ستا په سر معامله وکړي.

د وسله والو اسلامي ډلو په معاصر تاريخ کې د طالبانو اسلامي غورځنګ يوازينی غورځنګ دی چې په انحصار باور نه لري بلکې د يوه افغان شموله اسلامي دولت په لټه کې دی.

ښاغلی غني بايد په دې پوه شي چې د طالب په تفکيک کې د هيچا کټه نشته ، دا واحده ډله که څو ټوټې کيږي تر ټولو لوی تاوان به افغانستان او اوسنی نظام کوي.

خو په مقابل کې طالب هم د اوسنۍ ادارې د پاشلو لپاره ډېر اپشنونه لري ، کولی شي چې د شمالي ټلوالې سره پرته له ستا يوه جوړجاړي ته ورسي ، او يا امريکا ته د لږ امتياز په ورکولو سره امريکا ډېر څه ورکړي.

او حتی که يوازې د ښاغلي حکمتيار صاحب سره يوه تفاهم ته ورسيږي بيا د هم لاس تړلي دي.

د حکمتيار صاحب دا خبره رښتيا ده چې ويلي يي دي:

ته د طالب زور نه لري که حزب او طالب لاس درته يو کړل بيا خو په ارګ کې هم ځای نه لري.

ښاغلیه: په سوله کې د ټولو خير دی ، خو د سولې په ځای د ارګ ساتل شايد هم سوله له بينه يوسي او هم ارګ له لاسه ووزي.

څوک چې له ارګه په خپله خوښه وتلي پاتي شوي او چا چې د ارګ د ساتلو لپاره جګړه کړي هغه هم ارګ بايللی او هم سر بايللی.

او په آخر کې دغه ايت په غور ولوله او ځان ئي په معنی پوه کړه ، هيله ده چې د بلقيس په قدم قدم کيږدي او د خپلو مشاورينو مشورې ونه مني لکه څرنګه چې بلقيس ونه منله
((قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً ۖ وَكَذَٰلِكَ يَفْعَلُونَ)) (34)

وما علينا الا البلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فايز افغان

هو همداسې ده خو که غني خان هوښيار شي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x