شعـــــرونه

غزل، صابر جان محصل

صابر جان محصل

د زړګي حال شريکوم زه چي غزل جوړوم
د تن په وينو به مي دا ځلي کابل جـوړوم

ستونځي لرو داحقيقت دي خو مايوسه نه يم
شم به پکار مټو کي زور فکر کي حل جوړوم

په ابادى د ګران هيواد به سره وکړو بــــيعت
يو به سرک ته به بريښنا زه به مورچل جوړوم

د اخوت تخمونه شيندم دقومونو تر منــــــځ
هر يو وګړۍ د وطن  به لکه ګل جـــــــوړوم

چي په ښايست کي يى غلامه کړم دا ټوله نړۍ
د بدن غوښي سوځوم يار ته کجــل جوړوم

مدام به نه وي توري شپي او مونږم مخ ورسره
شرعي نظام به تورو شپو لره مشعل جوړوم

چي بـــــــدرګه په ازانګـــــو شى د وطن د درو
صابر به وايم تراني ځان نه بلبــــــــل جوړوم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x