افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان حکومتي کارکوونکو ته: افغانستان اتحاد ته اړتیا لري، له ولس سره د مقاومت په ځای له موږ سره د هیواد په ننګه ودرېږئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او  جذب کمېسیون په ټولو دولتي کارکوونکو غږ کړی، چې د طالبانو د مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» له عمومي عفوې دې ګټه واخلي او له ولس سره د مقاومت په ځا ی دې له دوی سره د هیواد په ننګه ودرېږي.

د طالبانو  د دعوت ،ارشاد ،جلب او جذب کمیسون له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې ولس ته د بهرنیانو د وتلو د تړون د لاسلیک مبارکي ویل شوې او تر څنګ یې یاده شوې «هر هغه افغان چې تراوسه د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ وُ؛ دا یې ایماني، شرعي، ملي، فطري او بشري مکلفیت جوړیږي چې نور نو د اشغال د خاتمې له دې تاریخي تړون نه وروسته، باید د ولس په وړاندي له مقاومته لاس واخلي، او پرځای یې د خپل هیواد په ننګه ودریږو.»

اعلامیه کې وړاندې طالبانو د هیواد د ازادۍ په موخه د جګړې تر څنګ د تفاهم لارې ته خپله ژمنتیا یاده کړې، افغانستان یې د ټولو افغانانو وحدت او اتفاق ته اړ بللی او ټینګار یې کړی، که افغانان لاسونه سره ورنکړي، افغانستان او افغانان به په یو وخت ددې اور خوراک شي.

د اعلامیې په پای کې طالبانو په ټولو دولتي کارکوونکو غږ کړی، چې ددوی د مشر «شیخ هبة الله اخند» د عمومي عفوې له اعلان څخه ګټه واخلي، له «بې ګټې» مخالفته لاس په سر شي او د سولې او خپلواکۍ پیغام ته لبیک ووایي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک وروسته د طالبانو امیر «شیخ هبة الله اخندزاده» ټولو ته عمومي عفوه اعلان کړه او ټولو لورو ته یې ډاډ ورکړ، چې هیڅوک باید وېره او تشویش ونلري.

بشپړه اعلامیه دلته ولولئ

د دعوت ارشادکمیسیون نوی اعلامیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا بیوزلو به تاسو نه څه ترلاسه کړی، بهتره به دا وی چی تاسی هم له حکومت سره یو ځای شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x