ورزش

سبا د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ شل اوریزې سیالۍ پېل کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به سبا د جمعې په ورځ پېل شي.

ایرلینډ او افغانستان لوبډلې تر دې دمه سیال لوبډلې ګڼل کېدې خو په نړیواله کچه د افغان لوبډلې بریاوې او ایرلینډ ته یو شمېر ماتې ورکولو سره یې پرمختګ کړی دی.

تر دې دمه د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو پنځه لوبلړۍ ترسره شوي چې ټولې یې افغانستان ګټلي، البته په ۱۵ لوبو کې افغانستان ۱۲ بریاوې، مګر ایرلینډ یوازې ۳ بریاوې خپلې کړي دي.

د افغانستان لوبډلې مشر وایي چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې په هند کې تمرینات ترسره کوي، په دې لړ کې یې د توپ وهنې برخې ته ډير پام کړی دی.

نوموړی زیاتوي چې له تیرو څو میاشتو تمریناتو او د ایرلینډ پر وړاندې د راتلونکو ترسره کولو څخه مو هدف د راتلونکي اسیا جام او د شل اوریزو سیالیو نړیوال جام لپاره بشپړ چمتو والی دی.

دغه لوبې به له ملي سپورت تلویزون څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

ایرلینډ لوبډله د هند ګریټر نویډا لوبغالي ته رسیدلې او هلته په تمریناتو ترسره کولو بوخته ده.

د یادونې ده چې د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ سبا د جمعې په ورځ په ۶مه نېټه د غرمې په یوه بجه پېل کیږي، دویمه سیالۍ به د مارچ په ۸مه او دریمه به په ۹مه نېټه ترسره شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close