افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله د طالب زندانیانو له خلاصون ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله» ټیم د پنځه زره طالب زندانیانو له خلاصون ملاتړ کوي او د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره یې اړین بولي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټیم ویاند «فریدون خوځون» رويټرز خبري اژانس ته ویلي « زموږ په باور د شوي تړون په مسوده کې په راغلو توافقاتو باندې له اوږده ځنډ او احتیاط وروسته دواړو لورو توافق کړی؛ نو ځکه باید د توافقنامې ټول بندونه له ځنډ پرته عملي شي.»

نوموړي زیاته کړې « د سولې د پروسې د وړاندې تګ لپاره باور جوړول او د پنځه زره طالب او زر تنه دولتي بندیانو خلاصون اړین دی.»

د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په یوه برخه کې راغلي، چې تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې باید پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص شي.

د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د شوي تړون له دې بند سره مخالفت ښودلی او د بندیانو خلاصون یې د خپل حکومت صلاحیت بللی.

اشرف غني ټینګار کړی، چې د طالب زندانیانو موضوع باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره پېش شرط نه وي.

په ورته وخت کې امریکایي چارواکي وایي، دوی د طالب زندانیانو د خلاصون په برخه کې تسهیلاتو برابرولو ته ژمن دي.

د شنونکو په باور، امریکا کولای شي، د انس حقاني د خلاصون په څېر «چې حکومت خپله سره کرښه بلله» پنځه زره طالب زندانیان هم خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x