افغانستانسولې اړوند خبرونه

پمپیو: ټول لوري به د بندیانو د خلاصون په اړه بحث ته وهڅوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وایي، افغانستان کې په وروستیو ورځو کې شوی تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی، افغانانو ته ښایي  دا فرصت له لاسه ورنکړي.

پمپیو نن د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري ناستې ته د خبرو په مهال ویلي «د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو ورځو کې شوی تاوتریخوالی  د منلو وړ نه دی، د سولې پروسې د وړاندې تګ لپاره باید اورکم رامنځته شي او همدا خبره ولسمشر ټرمپ د طالبانو له مرستیال مشر ملا برادر سره یاده کړې وه.»

د پمپيو په قول،  دوی به ټول لوري وهڅوي چې د سولې پروسه غلط لور ته رهبري نکړي، د بندیانو په اړه جدي بحث راواخلي او د راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتووالی ونیسي.

نوموړي ددې تر څنګ په ټولو افغانانو غږ کړی، چې د سولې شته فرصت له لاسه ورنکړي.

پمپیو وروسته له هغه د بندیانو د خلاصون په اړه بحث ته د هڅولو خبره کوي، چې د ګډ حکومت مشر د طالب زندانیانو له خلاصون نټه کړې او دا کار یې د امریکا نه؛ بلکې د خپل حکومت صلاحیت بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Why did he say the Wuhan virus?

It is because the Chinese are very dangerous to the world and the Chinese would be destroying the world. It is Chinese virus, not coronavirus HAHAHAHAH

He said that they were right to bring peace to Afghanistan but what about when you were bringing the war to Afghanistan and bombing babies and pregnant mothers.

Is the world still stuped?

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x