د سولې څارنظــر

سوله 

محمدالله تبسم

لکه څرنګه چې پوهېږو چې ددې وطن او خاورې تقریبا نهه نوي فیصده وګړي مسلمانان او په اسلامي عقیده او روحیه سمبال ولس دی. دا ولس د ژوند په هر اړخ کې تر ټولو اول اسلامي اقدار په نظر کې نیسي. زمونږ د خلکو په خپل خدای او مذهب د عقیدې لوی ثبوت دا هم کیدلای شي چې دا اوس مهال د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د کرونا مرض د اشویش له امله په لکهاوو انسانان په رواني ناروغیو اخته دي. خو تاسې به حتمن ددې مرض په غبرګون کې دذې ولس له وګړو دا اوریدلي وي چې څه چې خدای پېښه کړي وي. هماغه به پېښېږي. یعنی په دومره کلکه عقیده لا د نړۍ د هیڅ هېواد او ولس وګړي نه لري. او د همدې عقیدې په برکت له بلها تشویشونو نه په امان ولس دی.

خو دې ولس که تشویش کړی نو هغه یې د مرمۍ، د بمبار، د بم، د چاودنې،په مرګ د مړ کیدلو تشویش کړی.

د ښار خلک یې د انفجار وېره لري او د کلي خلک یې د بمبار.

دلته ډېر څه داسې وشول چې باید نه وی شوي. خو د نړۍ سرکښان او بد معاشه انسانان تل د خپل ځان سره سره د نورو انسانانو په ضرر هم تمام شوي. همداسې په دې نړېوال کلي کې دا ولس د هماغو بد معاشه انسانانو نه دا څلوېښت کاله متضرر شو. حملې پرې وشوې. شهیدان شول. تقسیم شول. مجبوره شول. نهر شول. بې کوره شول. مهاجر شول. ورک شول.

لنډه دا چې دا حالات سازي نه ددې ولس خوښه وه او نه ددوی کار وو.

اوس چې د امریکا غوندې سرکشه خلکو په دې هېواد حمله وکړه خو دا ولس همدې عقیدې او هېواد مینې مجبوره کړل چې په خلاف یې مقاومت وکړي. مبارزه وکړي. مجاهده وکړي. او هغوئ له خپل هېواده وشړي. دا کار یواځې یوې ډلې نه بلکې ټول ولس وکړ. او هره ډله او منطق دا مني چې د ولس له همکارۍ پرته هیڅ هم نه کیږي. که زمونږ په سنګرونو کې طالبانو امریکایان د خپلو حملو هدف وګرځول. نو په قرار ګاوو کې د اردو عسکرو هدف وګرځول. که طالبانو پر بمونو والوځول خو افسرانو په جلسو کې په ډلییزه توګه وویشتل.

زما د مشاهدې، اورېدنې او لیدنې تر حده تر اوسه ما یو افغان ونه لیده چې د امریکا په یرغل دې خوشاله وي. یو افغان مې ونه موند چې امریکا دې ښه وګڼي. البته په سیاسي فضا کې دا خبره نه ده مراعت. خو زه د ولس او د ولس تر حده خبره کوم. اوسنی سیاست  د مصلحت مخې دا ایجابوي چې حتی دښمن ته هم د خپلو اهدافو لپاره دوست ووایې.

که لس کاله مخکې د تیواد یو ډله سیاسونو انریکایان دوستان بلل. خو اوس د مصلحت له مخې طالبانو هم ویلي چې له امریکا سره دوستانه او ښې اړیکي غواړي. خو دغه خبرې د ټولنې نه بعر خبرې دي. له کومې بلا چې نه خلاصېږې غاړه غړۍ ورځه.

خو په داخل کې ټول ولس او د ولس هر وګړی چې اوس په هره ډله کې ولاړ دی امریکایان ښه نه ګڼي او د خپل توان تر وسه یې مزاحمت کړی دی.

زه په دې اتلس کلن خپل منځي اختلاف خبرې نه کوم ځکه یادونه یې هم ښه نه بولم. کاش داسې نه وای شوي. کاش مونږ د سیاست په میدان کې هم د امریکا مزاحمت کړی وای. کاش سیاسونو مو د هغوئ سره هیڅ قسم قرارداد او تعاهد نه وای امضا کړی. کاش ددې ولس ټول قشرونه په یوه ډله او صف کې ولاړ وای. خو داسې ونه شول. او دا زمونږ سیاسي اشتباه بولم. او یا هم د ځینو خلکو مادیت پرستي.

خو چې داسې ونه شول اوس ددې موقع ده چې همداسې وکړو. اوس امریکا تړون وکړ چې له دې هېواده به وځي. ددې ولس کامیابي به اوس په همدې کې وي چې ټول ولسپه یوه خوله د امریکا د وتلو پلان تطبیق کړي. او ټول په یو قوت ددوی د وتلو زمینه برابره کړي.

که طالبان د افغان حکومت او افغان حکومت د ېاطالبانو په خلاف جنګ اوږدوي دا به ددې معنی لري چې مونږ په لوی د امریکا د پاتې کېدو لپاره لار هواره وو. که طالبان دا مني چې امریکا دوی وتلو ته مجبوره کړه. نو ددې یوه معنی داده چې امریکا دلته پاتې کېدل غواړي خو که څوک یې پریږدي. که افغان حکومت دا ادعا کوي چې دوی د امریکا سره لاسلیک کړی نو که ولس ته مراجعه وشي هغه د ولس رصا نه بلکې د سیاسونو اشتباه وه.

نو ښه او پر ځای خبره همدا ده چې اوس امریکا دا تړون کړی چې دوی وځي. نو دوی ته دې بهانه په لاس نه ورکول کیږي. دواړه خواوې د خپلمنځي اختلافاتو د له منځه وړلو له لارې د امریکایانو د وتلو په زمینه کار وکړي.

پاتې شوه د خپل منځي اختلاف خبره. زه په پوره یقین سره دا وایم چې دا ولس مسلمان او متدین ولس دی. د دوی د خوښې نظام شرعي نظام دی. او همدا ولس به په خپله شرعي نظام ته بې له کومه جبره ښه راغلاست وایي. به ه ه ډله کې یې داسې وکړی نه شو پیدا کولی جې د شریعت مخالفت وکړئ. د اصلاحاتو مخالفت وکړي.به بې حیایۍ دې خفه نه شي.

نو په اوس حالت کې لویه اړتیا دا ده ولس په دواړو خواوو د خپل منخی اختلاف لرې کولو د سیاسي اشتباه د تکرار د مخې نیولو لپاره لاس په کار شي. او دا کار د ولس له غېږې ځوانان په ښه ټوګه کولی شي.

نه دې دولت دا فکر کوي چې طالب د پاکستان ګوډاګی دی. طالبان د همدې ولس بچیان دي. نه دې طالب دا فکر کوي چې د عسکر په وژلو به دوی تر خپل مقدس هدفه ورسیږي. د عسکر وژنه هم ددې ولس د بچي وژنه ده او د طالب وژنه هم. دږاړه خواوې سلهاوو مشترکات لري. خو د ګوتو په شمېر اختلافات. او اختلافات هم داسې چې له منځه وړل یې بیخي اسانه دي.

نور له هرې خوا ته مو د اتفاق طمعه او عذر دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x