د سولې څار

د ستونزو پای ته رسولو او سولې ته د رسېدو حل لاره څه ده؟

حشمت الله همت
څو ورځې وړاندې د طالب استازو او زلمي خلیلزاد ترمنځ قطر کې د سولې تړون لاسلیک شو، چې په یو شمېر مواردو یې یو بل سره موافقه پکې کړې ده. چې د طالب لوري د پینځه زره او د افغان حکومت د زرو بندیانو خوشې کول یې هو یوه ماده وه او داوړه لوري پدې توافق رسېدلي ول، چې له لاسلیک وروسته او د بین الافغاني مذاکراتو له پیل وړاندې به مذکوره شمېره بندیان له بنده آزاد شي؛ خو دسولې د تړون له لاسلیک وروسته افغان حکومت د طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالفت وښود او په ځواب کې یې طالبانو دوه ورځې وروسته د جګړې اعلان وکړ.

همهاله بیا سکاټ مېلر کابل کې ویلي که د طالبانو له لوري د تړون په خلاف عمل ترسره شي؛ نو لرې نده چې مونږ به هم ورته اقدام وکړو.

بل خوا بیا ولسمشر ټرمپ له ملا عبدالغني برادر سره تېلفوني اړیکه نېولې او د تاوتریخوالي په کمښت یې یو بل سره خبرې کړي او دواړه لوریو سولې ته حسن نیت ښکاره کړی.

خو طالبانو بیا په هلمند، کندز، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر افغان پوځ بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې امریکایي ځواکونو د افغان پوځ په ننګه پر طالبانو هوایي برید ترسره کړ.

آیا ددغه حالاتو دوام سولې ته د رسېدو لاره ده او که د سولې د سبوتاژ کولو لاره؟ اصلي ستونزه څه ده؟
او له دغه حالته د وتلو حل لاره کوم یوه ده؟

د طالب بندیانو د خوشې کولو پرسر د افغان حکومت کلک دریځ، د طالبانو له لوري د جګړې اعلان او د بین الافغاني ټيم د ټاکلو پر سر ستونزې بیا هغه څه دي، چې د سولې پروسه یې له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې، د عامه افغانانو اندېښنې یې راپارولي او د سولې هغه خوب چې دوی لیدلی وه په درواغو بدله کړې.

خو سولې ته د رسېدو او د عامه افغانانو غوښتنه بیا داده چې داوړه لوري دې له نرم دریځه کار واخلي، ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو لپاره زمینه برابره شي او دې کشالې ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځکه سوله د ټولو افغانانو جدي غوښتنه ده او د ملت ددې غوښتنې د پوره کولو لپاره باید دواړه لوري هر ډول قرباني په ځان ومني؛ تر څو توافق ته سره ورسېږي او یوه همه شموله حکومت چې د ټولو افغانو ژوند پکې خوندي وي رامنځته شي؛ ځکه ملت ډېر کړېدلی او له دې حالته د خلاصون لارې لټول پکار دي، نه سخت دریځي او د جګړې دوام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x