
ډيرن سیمي د پيښور زلمي له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه خو سمدلاسه مشر روزونکی وټاکل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان تجارتي سیالیو د مخکښ پیښور زلمي لوبډلې تکړه لوبغاړي ډیرن سیمي له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه خو سمدلاسه د یادې لوبډلې د مشر روزونکي په حیث وټاکل شو.
ډیرن سیمي نن د پنجشنبې په ورځ د کوټې لوبډلې پر وړاندې د لوبډلې سره د مشر روزونکي په حیث د دندې لومړۍ ورځ پېل کړه. د نوموړي لوبډلې په یاده لوبه کې بریا خپله کړه.
📣📣@darensammy88 Announced as Peshawar Zalmi's Head Coach for the next 2️⃣ years!
Muhammad Akram will continue his role with Zalmi as Director Cricket as well as Bowling Coach 🔥#Zalmi #YellowStorm #HBLPSLV #TayyarHain pic.twitter.com/EiwnLQj48x
— PeshawarZalmi (@PeshawarZalmi) March 5, 2020
له دې وړاندې پاکستاني رسنیو، بېلا بېل مبصرینو او د خواله رسنیو فعالانو ویلي وو چې په لوبډله کې د ډيرن سیمي نه شاملولو هغه غوصه کړی، چې په دې اړه یې یو ټویټ هم کړی و.
ډيرن سیمي په دغه ټویټ کې ویلي وو، ما زده کړل چې ته تر هغې مهم یې تر څو چې خپل رول بشپړ کړې».
I’ve learnt that you are important until you’ve completed your role. #dealingwithhumans
— Daren Sammy (@darensammy88) March 2, 2020
خو د رسنیو بېلا بېلو راپورونو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو تورونو او د پيښور زلمي لوبډلې مالک سره د اختلاف په اړه ډیرن سیمي د خپل ټویټ وضاحت ته اړ کړ، نوموړي زیات کړه چې رسنۍ هر څه ته منفي کوښښ ورکوي، «زه د جاوید افرید سره هیڅ ستونزه نه لرم، د خپل ورور په څېر مینه ورسره لرم او پيښور زلمي زما ځان دی».
I can’t believe that the media would think that my bro @JAfridi10 and I would ever have an issue. I’m actually laughing at this. Listen guys I love this man as my own brother. Are u guys serious @PeshawarZalmi is my baby and nothing comes between us. Absolutely nothing. pic.twitter.com/oRc5J5EiCN
— Daren Sammy (@darensammy88) March 3, 2020
ډيرن سیمي به د راتلونکو دوه کالونو لپاره د پيښور زلمي لوبډلې لوبډلمشر وي، له ده وړاندې محمد اکرم د یادې لوبډلې مشر روزونکی و. اوس به محمد اکرم د رییس او توپ اچونې روزونکي په توګه کار کوي.
پيښور زلمي لوبډله د پاکستان سوپر لیګ سیالیو یو له غوره لوبډلو څخه ده چې دوه وارې نیمه پایلوبې ته وتلې او یو وار یې د یاد جام اتلولي خپله کړې ده.