روغتیانړۍ

کرونا ویروس: د لومړي ځل لپاره بیت الله شریف له عبادت کونکو خالي و – ویدیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): په یوه نه اټکل کېدونکې او تاریخي پېښه کې د سعودي چارواکو د پریکړې سره سم په لومړي وار نن د پنجشنبې په ورځ د بیت الله شریف(مسجد حرام) صحن له عبادت کونکو خالي وو.

د سعودي حکومت تیره اونۍ د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي له کبله پر بهرنیو زیارت کونکو د عمرې ادا کولو بندیز لګولی و، خو وړمه ورځ یې پر داخلي زیارت کونکو هم بندیز ولګوه.

د یادې پریکړې له مخې نن د پنجشنبې په ورځ د مارچ میاشتې په ۵مه نېټه بیت الله شریف د عمره کونکو، لمونځ کونکو او عبادت کونکو پرمخ تړل شوی و. دا په تاریخ کې لومړی وار و چې حرم شریف د مونځ کونکو پرمخ تړل کیږي.

ددې سربېره سعودي چارواکو د مسجد حرام ترڅنګ دوه نور مسجدونه د اعتکاف لپاره تړلي، او د زمزمو اوبو ځایونه به هم وتړل شي.

دوی زیاتوي چې د صفا او مره صحن به هم تر هغې تړل شوی وي تر څو زیارت کونکو ته د عمرې اجازت ورکړل شي، سعودي چارواکي وایي چې دوی اوسمهال د مسجد حرام پر پاکولو او په دې کې د پاکې هوا پر موندلو زرګونه کسان بوخت کړي.

د سعودي روغتیا چارواکو تیره اونۍ په دغه هېواد کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه چې یو سعودی تابعیت لرونکی له ایران څخه د بحرین په لاره رسیدلی و، ثابته شوې وه، تر دې دمه د پنځو پېښو راپور ورکړل شوی دی.

د کرونا ویروس چې له چین څخه خپور شوی اوسمهال د نړۍ ۸۱ هېوادونو ته رسیدلی،پر دې له ۹۰زرو زیات کسان اخته شوي او له ۳زرو زیات مړه شوي دي، خو د اخته کسانو له شمېرې یې له ۵۰زرو زیات بیرته روغ شوي او کورونو ته لیږدول شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط ښيرا ښه نه ده ، ولي کفارو او هغوی چي دالله سبحان ته د خالکو د عبادت مانع ګرځي روا او جاپز . پس الله سبحان وتعالی دي محمد بن سلمان او دده ملاتړي د کورونا په ناروغي داسي اخته او مبتلا کړي .چي بيا يي د جوړيدو امکان نه وي ، ځکه دې ګمراه او د يهودو پيرو ړ بيت الله په تاريخ کي د عمره کونکو په وړاندي تړلې ده . که چيري دا ګمراه اولعين په رښتيا هم د عمره کونکو په غم کي دی ، اول دي د خپلو بندي خانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x