روغتیا

په خالي معده د اوبو څښلو «۱۱» حتمي ګټې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): نږدې ټول طبي پوهان په دې نظر دي چې اوبه څښل د بدن لپاره ګټورې دي، په ځانګړي ډول په تشه معده یې ګټې نه شمېریدونکي دي، دوی په دې باوري دي چې یو عادې انسان باید د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه وڅښي.

نړۍ کې نږدې هر څيز د اوبو په شتون ژوندی دی، د بدن ۶۰سلنه برخه پر اوبو مشتمله ده او ددې کمښت د انسان پر بدن ښکاره اغیز پریباسي، اوبه بدن ته اکسیجن ورکوي، د بدن تودوخه کنترول ساتي، له بدن څخه زهرجن شیان خارجوي او ګڼ شمېر نورې ګټې لري.

په دې اړه دلته ۱۱ داسې مهمې او حتمي ګټې وړاندې کوو چې په خالي معده یا له خوبه سمدستي د راپاڅېدلو پرمهال د اوبو څښلو سره رامنځته کیږي:

اوبه په بدن کې د مهمو دندو ترسره کولو کې مرسته کوي، لکه د کثافاتو لرې کول، د بدن تودوخه ساتل او د نسجونو ساتنه کوي.

وزن کمولو کې مرسته کوي: د بدن هاضمې سیستم د یخو اوبو ګرمولو لپاره یو څه اندازه انرژي مصرفوي کوم چې میټابولیزم ګړندی کوي، او د میټابولیزم ګړندي کېدل په وزن کمولو کې مرسته کوي.

زهرجن مواد ختموي: د شپې لخوا بدن ته رسیدلي زهرجن او نور ضرري مواد سهار په نهاره د اوبو څښلو په واسطه له منځه ځي، دغه ډول په دې سره د عضلاتو او د وینې حجرو تولید نور هم زیاتیږي.

کولمي پاکوي: په نهاره اوبه څښل د هاضمې سیستم په وده کولو کې مرسته کوي، د قبض او هاضمې خرابوالي مخنیوی کوي.

کالوریزې کموي: د اوبو څښل د مړښت احساس ورکوي، کوم چې د کالوریزو په کمولو کې مرسته کوي، له همدې امله سپارښتنه کیږي چې له سباناري ۳۰ دقیقې وړاندې دې اوبه وڅښل شي.

ذهني فعالیت ښه کوي: پوهان وایي چې له خوب وروسته یو ګیلاس اوبه د رواني، ادراکي او ذهني فعالیت ښه او وده کولو کې مرسته کوي.

دفاعي سیستم پیاوړی کوي: له ویښېدو وروسته د اوبو څښل بدن کې د لیمفاوي سیستم په انډول یا برابر ساتي، په دې توګه وګړي د حساسیت، التهاب او د رنځورونو کم ښکار کیږي.

هاضمې سره مرسته کوي: سهار په نهاره د تړمو اوبو څښل په هاضمې غوره کولو کې مرسته کوي، ځکه چې تړمې اوبه د کولمو په فعالولو کې مهم رول لوبوي.

سردردي لرې کوي: په بدن کې ډي هایډریشن یا د اوبو کمښت د سردردۍ لامل کیږي، په خالي معده اوبه څښل مو له سردردۍ ژغورلی شي.

داخلي ارګانونه سالم ساتي: په تشه معده د اوبو څښل د بدن په داخلي ارګانونو یا عضلاتو سالم ساتلو کې مرسته کوي.

پوستکی ښه کوي: په بدن کې د مایعاتو نشتوالی پوستکی د غونجېدو ښکار کوي، نویو څیړنو ښودلې چې په نهاره معده ۵۰۰ ملي لیتره اوبه څښل د وینې جریان ښه کوي چې ورسره د مخ او نور بدن پوستکی نرم او تازه وي.

انرژي زیاتوي: سهار په تشه معده اوبه څښل بدن کې د انرژي کچه لوړوي او ورسره سړی فعال او ویخ احساس کوي.

هغه وختونه چې اوبه څښل په کې ډير مهم دي، سهار په نهاره، له خوړو وړاندې، له ورزش وړاندې او وروسته، د لوږې پرمهال، د ستړیا پرمهال او د ناروغۍ پرمهال، وختونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x