افغانستاند سولې څارسولې اړوند خبرونه

ویسا ورځپاڼه: سوله بايد د شک له دايرو را ووځي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): له کابله خپرېدونکې «ویسا» ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسليکېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير څرګندونو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د سولې پروسه بايد له مشکوکو خبرو وويستل شي.

ورځپاڼې د سولې له هوکړې وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هغو څرګندونو ته اشاره کړې، چې وايي، له طالبانو سره په لاسليک شوي تړون کې دوه داسې محرم اسناد شته، چې يوازې د کانګريس غړو ته به ښودل کيږي.

سرمقاله زياتوي، چې دا ډول څرګندونې د سولې روانې خبرې له ستونزو مخ کولی شي او هغو کړيو ته د وراني او ګډوډۍ جوړولو زمينه برابروي، چې نه غواړي په هېواد کې سوله راشي.

ورځپاڼې ويلي، که له داسې څرګندونو ډډه ونه شي، ښايي، د سولې په برخه کې دا لږ شوی پرمختګ له ستونزو سره مخ شي او افغانان يو ځل بيا د نهيلۍ په څپېړه ووهل شي.

د ويسا په وينا که د سولې روان پرمختګ د هر چا له لوري له خنډونو سره مخ کېږي، مسؤوليت به يې هم د هغه پر غاړه وي، خو اغېز به يې پر عامو افغانانو وي او هېواد به يو ځل بيا له يوې بلې اوږدې غميزې سره مخ شي.

ويسا ورځپاڼې دا سرمقاله په داسې حال کې خپره کړې، چې وړمه ورځ ځينو رسنيو د مايک پومپيو په حواله ويلي و، د امريکا او طالبانو په تړون کې دوه محرم اسناد شته، خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، له امريکا سره په شوي تړون کې هېڅ پټ اسناد نه شته او په دې اړه خپاره شوي راپورونه يې د مغرضو کړيو کار بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

امریکادسولی تړون په رضاندۍ امضا‌ء کړۍ دمجبورۍ یی امضاء کړۍ دی دیوی خوا دخپل ملک ترتنقید لاندی وودبلی خواددنیادملکوترتنقیدلاندی وودبلی خوامصارفو په مخه اخستی وواسلام داسی ښه هدایت اوعقل دی وګورۍ خلفاء راشدینوولی ۴۰مملکتونه په دونه لږوخت کی ونیول پرقرآنکریم چه دالله هدایت دۍ یی عمل کاوۍ هرملک چه به یی نیوۍ داسی عدل به یی کاوۍ چه ځانونه به یی ترمحکوموملکولوړنه بلل کفار قدرت وغلو،بی انصافوظالمانوته په لاس ورکوی چه ملک فوراً ځنی په بغاروسی اودټول خارجی اوداخلی کفارودایستلواوجهادکولوته اړسی که دغی امریکاقدرت دافغانانوپه خوښه وصحیح اومسلمانوته په لاس ورکړۍ وای پرموږددوی اوهندوانو څه فرق ووموږولی هندوان نه شړوالله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x