افغانستان

د غني او عبدالله عبدالله مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): په هیواد کې د ټاکنیز بحران د حل په موخه د ځینو منځګړو په مشوره د ګډ حکومت د اوسني مشر «اشرف غني» او اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله»مذاکراتي ټیمونه خبرو ته کېناستل؛ خو غونډه یې بې پایلې پای ته ورسېده.

د عبدالله عبدالله په مشري «د ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټیم لومړي مرستیال «عنایت الله بابر فرهمند» په همدې تړاو په ټویټر لیکلي، چې د دواړو ډلو تر منځ مخامخ خبرې د زلمي خلیلزاد او حامد کرزي په غوښتنه تېره ورځ ماسپښين مهال د بهرنیو چارو وزارت په سالون کې ترسره شوې.

د فرهمند په خبره، غونډه کې د روان بحران د حل لپاره د دواړو لورو طرحې واورېدل شوې؛ خو مذاکرات له کومې مشخصې پایلې پرته پای ته ورسېدل.

یاده دې وي، چې څه موده وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګډ حکومت اوسنی مشر «اشرف غني» د ۵۰.۶۴ سلنه رایو په وړلو سره مخکښ کاندید اعلان کړ او عبدالله عبدالله یې د ۳۹ سلنه رایو په اخستلو سره دوهم مخکښ کاندید یاد کړ.

دغه پایلې د ټولو ټاکنیزو ډلو له لوري رد شوې او اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» یې په وړاندې د موازي حکومت جوړولو غږ وکړ.

د پایلو له اعلان کابو میاشت تېرېږي؛ خو حکومت لا هم نه دی توانېدلی، ټاکنیز بحران ته د حل لاره پیدا کړي.

د شنونکو په باور، په داسې حال کې، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق له مخې باید د مارچ په لسمه نېټه د افغانانو خپلمنځي خبرې پيل شي، روان ټاکنیز بحران به دې پروسې ته نور خنډونه هم پیدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x