نړۍ

سوريه: پوټين او اردوګان ادلب کې په اوربند هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): روسيې او ترکيې د سوريې په ادلب ښار کې د روانې نښتې په بندولو هوکړه کړې ده.

د روسيې ولسمشر ويلاديمير پوټين له خپل ترکي سيال رجب طيب اردوګان سره ګډې خبرغونډې ته وويل، مسکو او انقرې په ادلب کې په اوربند هوکړه کړې او همدارنګه به د سيمې ملکي خلکو ته هم خوندي ځايونه او لارې ورکول کيږي.

د روسيې ولسمشر ټينګار وکړ، چې د اوربند موده بايد وغځول شي او د سوريې په شمال کې د روان وضعيت کنټرول لپاره شريکې اغېزناکې هڅې وشي.

د ترکيې ولسمشر هم وويل، اوربند بايد په ټينګه عملي شي او دواړه لوري به هڅه وکړي، چې دې اوربند ته دوام ورکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي، دواړو ولسمشرانو د جګړه‌ييزو عملياتو په بندولو او ملکيانو ته د خوندي ځايونو په ورکولو هوکړه کړې او د دواړو هېوادونو پوځيان به په سيمه کې ګډې ګزمې کوي.

روسيې او ترکيې په ادلب کې دا اوربند وروسته تر هغه کړی، چې په تېرو څو ورځو کې ادلب او شاوخوا سيمو کې د ترکي او سوريايي عسکرو ترمنځ د درنو وسلو په بریدونو کې د دواړو لوريو لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

امريکا او ناټو ويلي و، دوی د خپل متحد هېواد ترکيې تر څنګ ولاړ دي او پر ترکي پوځيانو يې د سوريايي عسکرو برید غندلی و.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې د ترکي او سوريايي عسکرو ترمنځ په شوو نښتو اندېښنه ښودلې او له دواړو غاړو يې غوښتي، چې د تاوتريخوالي د زياتولو پر ځای شته ستونزې د خبرو له لارې حل او فصل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x