نړۍ

اسرائيلي ډيپلوماټ: د مصر ولسمشر د اسلامي حرکتونو، فلسطين او ترکيې پر ضد زموږ همکار دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): د اسرائيلو يوه لوړپوړي ډيپلوماټ حاييم کورين ويلي، مصر او اسرائيل د اسلامي حرکتونو، فلسطين قضيې او ترکيې پر ضد ګډه همکاري لري.

حاييم کورين د اسرائيلو هارټس ورځپاڼې ته په خپله مقاله کې ويلي، مصر او اسرائيل د خپلمنځي دوه اړخیزو اړيکو سربېره د اسلامي حرکتونو، فلسطيني قضيې ، ترکيې او ایران پر ضد سره ملګري دي.

نوموړي زياته کړې، چې د فلسطين او سيمې په اړه د مصر او اسرائيلو دريځ یو دی.

اسرائيلي ډيپلوماټ ټينګار کړی، له هغه وخته، چې عبدالفتاح السيسي د مصر ولسمشر شوی، له اسرائيلو سره يې اړيکې ډېرې غښتلې شوي او دواړه په ګډه «د اسلامي ترهګرۍ» د ګواښونو پر ضد له يوه بل سره همکاري کوي.

د فلسطين قضيې په اړه حاييم کورين زياته کړې، چې د عبدالفتاح السيسي حکومت هڅه کوي، د فلسطينيانو ترمنځ د جوړجاړي داسې رول ولوبوي، تر څو يې له اسرائيلو سره روغې جوړې ته تيار کړي او په ورته وخت کې هڅه کوي، چې د حماس جهادي ډلې او اسرائيلو ترمنځ هم اړيکې سمې کړي.

کورين په عين حال کې اندېښنه ښودلې، چې د اسرائيلو او فلسطين څلوېښت کلنې اړيکې بايد په ډېرو لوړو مراسمو ونمانځل شي او دواړه لوري بايد په دې اړه پراخې نمانځغونډې جوړې کړي.

حاييم کورين زياتوي، چې د مصر او اسرائيلو ترمنځ د سټراټيژيکي سياسي ملګرتيا سربېره د انرجي په برخه کې هم قوي اړيکې شته او قاهره به له تل ابيب سره مرسته کوي، تر څو په قبرص، او يونان کې طبعي ګاز راوباسي او دا همکاري کېدای شي په راتلونکو کلونو کې په لبنان کې هم وکړي.

د مقالې ليکوال وايي، د څو لسيزو حکومتي اړيکو سربېره هم دا ملګرتيا يوازې تر حکومتي کچه محدوده ده او مصری ولس لا هم له اسرائيلو د اړيکو جوړولو حتی فکر هم نه شي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

امریکا ناټو،اسرائیلو،هند،مصری ملحد حکومت ،سعودی وهابی حکومت عربی وهابی اماراتوحکومتونه غواړی داسلام قوت دمنځه یوسی ،
فعلاً یی پرافغانستان ،پلستین ،کشمیر اوسوریه ظلمونه روان دی دمصرداخوان لمسلمین حکومت یی دامریکاپه کومک په السیسی ملحد په کودتاله منځه یووړۍ دترکیی کودتایی ناکامه سوه ،مسلمانان ۵۷ ملکه دی ،وحدت یو والۍ اواسلامی ورورګلوی دشوکت اوقدرت منبع دۍ دا یی وخت دۍ مسلمانان باید متحد سی اواصلحی ته لاس کی چه نن پرټولوجها داواتحادفرض عین دۍچه نن متحدنسی نوکله اتحادکوی.په احترام عبدلواحد اڅګزۍ

غ.حضرت

د مصر وولسمشر دی ستاسی یهودو په ګډون د نمرود او فرعون او هټلر او سټالین په ډله کی محشور سی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x