افغانستان

د عبدالعلي مزاري د «تلین» په مناسبت رابلل شوې غونډه باندې برید شوی/ویډيو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د پخواني جهادي قوماندان «عبدالعلي مزاري» د پنځه ویشتم تلین په مناسبت رابلل شوې غونډه باندې وسله وال برید شوی او لا هم روان دی.

دغه غونډه چې د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله»، پخواني ولسمشر «حامد کرزي»، د سولې عالي شورا مشر «کریم خلیلي» او د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال «محمد محقق» په ګډون ګڼ شمېر سیاستوال او چارواکي ورته رابلل شوي وو د کریم خلیلي د وینا په مهال پکې ډزې وشوې او له ګډوډي سره مخ شوه.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» وایي، په پېښه کې مرګ ژوبله شته؛ خو کره شمېر یې لا څرګند نه دی.

د نوموړي په خبره، سیمې ته ځانګړي امنیتي ځواکونه رسېدلي او د پېښې ځای یې کلابند کړی.

په کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې طلوع نیوز ته ویلي، عبدالله عبدالله، محمد محقق، حامد کرزی او کریم خلیلي د پېښې له ځایه روغ وتلي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، بریدګرو د غونډې ځای ته مخامخ په یوه کور کې سنګر نیولی او  له هماغه ځایه ډزې کوي.

بل لور ته د عامې روغتیا وزارت ویاند «وحیدالله مایار» وايي،  تر دې دمه د پېښې له ځایه پنځلس ټپیان وروړل شوي.

ویل کېږي، د ډایکنډي ولایت پخوانۍ والۍ «معصومه مرادي» هم د ټپیانو په ډله کې ده، چې د سرچینو په خبره، صحي حالت یې د ډاډ وړ دی.

د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» پېښه غندلې او پر مراسمو شوی برید یې پر محلي وحدت برید یاد کړي.

د غني په خبره، له عبدالله عبدالله او کریم خلیلي سره یې د تلیفون له لارې خبرې کړې او د هغوی احوال یې اخستی.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي، ددې ډلې ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي، چې په کابل کې ننني شوي برید کې دوی لاس نه لري.

دغه برید داسې مهال کېږي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ ټاکنیز جنجالونه لا هم روان دي او دواړه د ولسمشرانو په حیث د لوړې د مراسمو ترسره کولو ته تیاری نیسي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

آري شنيده باشى متلى را (خدا كه بشرماند مرده را گ.يش ميرود سر تخته)

غمی.پښتین

جوړ تازه،
لکه څنګه چه افغان سیاسیون .نا اهله ،بی عقله ،ناپوهان،او جاهلان دی همداسی یی مینه وال هم دی،
متل دی وایی چه ،څنګه یی تړه همداسی یی کربوړی
مزاری،ربانی،ګلبدین،سیاف.##د څه د رنځ دوا دی چه محفلونه ورته جوړ وو،
خپله سیاسیون خلک د میږی وزو په شان سره یو ځای کړی،او بیا لیوان پری راخوشی کړی،ټول سره بکر کړی،
زموږ او ستاسو سیاسیون همدی څخه خوندونه اخلی،او پیسی په ګټی

غمی.پښتین

ښی چاری،
کاش په دا برید کی عبدالله عبدالله .محقق،کریم خلیلی ځانونه قربان کړی وای،
هیچ چا یی دمرګ مسولیت په غاړه نه اخیست،
نو د دوی جنا زه کی به افغان ولس دا سندره وییله چه.
،،،،،،، چا ویشتلی یینه وبی غوره یاره،،،،،،،،،چا ویشتلی یینه وبی غوره یاره،،،،،،
،،،،،،،،،،،،خوب خوب د وړینه،،،،،،،،،خوب خوب د وړینه،،،،،،،،،،،،،،،،،

محمد

آري شنيده باشى متلى را (خدا كه بشرماند مرده را گ.يش ميرود سر تخته)

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close