له کوټي څخه کراچی ته پرلار وناټو ځواکونو ته تیل وړونکي ټانکران وسوځل شول

NATO_TANKERS_SET_ON_FIRE(نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۲) کوټه: له کوټي څځه وکراچي ته پرلاره دمستونګ په سیمه کي نامالومو وسلوالو په افغانستان کي دناټو وځواکونو ته تیل وړونکي دوه ټانکران اول تر برید لاندي راوستل، وروسته یی دواړو ټانکرانوته اور ورته کړ.

عیني شاهدان وایی کله چي نامالومه وسلوالو پرټانکرانوباندي ډزي پیل کړي، ټانکر چلونکو سمدستي له ټانکرانو څخه ټوپ وهل اوپه مونډه دپیښي له ځایه څخه ولاړل، وسلوالو کسانو وروسته په ډیره ارامه سره ټانکرانو ته اور واچاوو اودواړه ټانکران وسوځیدل

دغه دواړه هغه ټانکران وو چي افغانستان ته یی تیل وړي اوبیرته کراچي ته پرلاره وو.

له کوټي څخه دکراچي پرلویه لاره په دي وروستیو کي وناټو ته تیل لیږدونکي ټانکران دنامالومو وسلوالو تربرید لاندي راځي خو تراوسه پوري نه حکومت دپیښو په تړاو څوک نیولي او نه هم چا ددغو پیښو پړه په غاړه اخیستي.

نن ټکی اسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د