
ايرلينډ افغانستان ته د «۱۷۳» منډو هدف وټاکه
نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ايرلينډ کرکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوريزو سيالۍ کې ايرلينډ لوبډلې افغان لوبډلې ته په ټاکلو شلو اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو «۱۷۳» منډې هدف وټاکه.
لوبه کې پچه ايرلينډ وګټله او لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه، ددوی لخوا پال سټرلينګ او کيون اوبراين په زړه پورې پېل وکړ خو وروسته راشد خان چټکې منډې کنترول کړې او مهمې ويکټې يې واخيستې.
د ايرلينډ لخوا پال سټرلينګ په ۴۱ توپونو ۶۰ منډې جوړې کړې، نوموړي ۸ څلوريزې او ۲ شپږيزې هم ووهلې.
د افغانستان لخوا راشد خان د ۲۲ منډو په بدل کې ۳، شاپور ځدران او مجيب الرحمن په يوه يوه ويکټه اخيستلو بريالي شول.
د ګريټر نويډا لوبغالی عموما د سوکه توپ اچونکو او توپ وهونکو لپاره ښه ثابتيږي، مګر په دې کې د توپ وهنې اوسط له ۱۹۰ پورته دی، چې له مخې به يې افغان لوبډلې لپاره هدف پوره کول ستونزمن نه وي.