
دویم تعقیب: د کابل د ننني برید د قربانیانو شمېر تر پنځوس واوښت
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه پورې اړوند «دشت برچي» سیمه کې د پخواني جهادي قوماندان «عبدالعلي مزاري» د پنځه ویشتم تلین د لمانځلو په مهال د شوي برید د قربانیانو شمېر تر پنځوس واوښت.
د عامې روغتیا وزارت وایي، د نننۍ پېښې له ځایه ۵۶ تنه قربانیان روغتونونه ته لېږل شوي، چې له ډلې یې ۲۷ مړه او ۲۹ نور ټپیان دي.
د سرچینو په خبره، برید کوونکو د غونډې ځای ته مخامخ په یوه کور کې ځای نیولی او تر دې دمه لا له امنیتي ځواکونو سره مقاومت کوي او د دواړو لورو تر منځ ډزې تبادله کېږي.
دغې ناستې ته د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله»، پخواني ولسمشر «حامد کرزي»، د سولې عالي شورا مشر «کریم خلیلي» او د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال «محمد محقق» په ګډون ګڼ شمېر سیاستوال او چارواکي رابلل شوي وو، چې د کریم خلیلي د وینا په مهال پکې ډزې وشوې او غونډه له ګډوډۍ سره مخ شوه.
ویل کېږي، ټول لوړ پوړي چارواکي او سیاسیون د پېښې له ځایه روغ وتلي.
اشرف غني د یوه پيغام په خپرولو سره شوی برید بشر ضد جنایت بللی او د تلیفون له لارې يې د کریم خلیلي او عبدالله عبدالله احوال پوښتلی.
به مسوولان وزارت صحت عامه براي كمك به زخمي ها هدايت داده شده است.
نيروهاي امنيتي با قاطعيت تمام با عوامل اين رويداد برخورد خواهند كرد.— Ashraf Ghani (@ashrafghani) March 6, 2020
طالبانو په برید کې لاس لرل رد کړي، ددې ډلې ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي «د کابل په ښار کې په کومه غونډه باندې د نن ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.»
#وضاحت:
د کابل په ښار کې په کومه غونډه باندې د نن ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري. #توضیحات:
حمله امروز بر یک نشست درشهر کابل ربطی به مجاهدین امارت اسلامی ندارد.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) March 6, 2020
عبدالله عبدالله او ورسره سیاسیون داسې مهال د برید ښکار ګرځي، چې د نوموړي او اشرف غني تر منځ لا هم ټاکنیز جنجالونه روان دي او دواړه لوري په نږدې راتلونکې کې د ولسمشرانو په حیث د لوړې مراسم نیسي.
اگر چہ شیعہ یوہ مرتدہ فرقہ دہ چہ زمونگ پہ ملک کی ھیس زای نلری کوم ملک کی چہ حنفی مذھب نافذ دی لیکن پدی حساسہ موقعہ کی دا مناسب کار نہ وو مغرضین ترینہ غلطہ فایدہ اخلی معلومدارہ خبرہ دہ چہ داعمل د شیطانانو عمل دی
أمكان لري جه دغه بريد خفله
اشرف غني كري وي جه خفل رقيبان مات كري
يا امريكايانو كري وي
سي د عراق فشان دلته هم مذهبي جنك شروع كري
ددې پېښې تر شا حتما د غني او امرالله ناصالح لاس دی
دا خو ډېر ګوزک بريد دی. د هيواد او خلکو اصلي کورني دښمنان يې يو هم نه دی وژلی او هغه ساده ګان ساده ګان او عادي خلک يې وژلي او ژوبل کړي دي چي د يو نس مړۍ لپاره او له مجبوريته ددغو غلو اربکي توب کوي.
دغسي بريد له جايت پرته بل څه نه سي بلل کېدای. خدای مي دي عاړه نه بندوي ښايي داکار د حکومتي تروريستانو وي.