شعـــــرونه

خوږه خبره/ غزل

جابر کندهاری

د چا د خوږ کلام خوږه خبره

زړه ته ارام ورکړي يوه خبره

 

جانانه داد  لمرغروب کوي نور

وکړه چي ماته کړم روژه خبره

 

زماله رقيب سره ورځ نه تيريږي

دی دکلوکوي اوږه خبره

 

زماو ستا منځ کي ترګل کله پرخوله

راتله و يو بل ته ترخه خبره

 

ډرون غمازي وکړه له دي نه مخکي

چي موتماس کي پره کيده خبره

 

وروستي نوبت کي تاته څه وويل

مورکۍ ته بيا وکړه هغه خبره

 

د يارتابوت سره يي وزغمله

مستوره حوره کړيده خبره

 

نور دي له ماسره غم ندي پاتي

شکر دي پوه يي په هرڅه خبره

 

هوش کوه ډير درته پيغورچي نشي

جابره تا تر خوله ايسته خبره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x