
طالبانو بین الافغاني مذاکراتو ته چمتووالی وښود
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، دوی بین الافغاني مذاکراتو ته بشپړ چمتووالی لري او که بندیان ازاد شي، تیار دي له افغاني جهتونو سره خبرې پیل کړي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی.»
شاهین زیاتوي، چې ددوی مذاکراتي ټیم او اجنډا تیاره ده او له شوي توافق سره سم مخ په وړاندې ځي.
د نوموړي په خبره ،که مذاکرات له پورتنۍ نېټې وځنډېږي پړه به یې د نورو په غاړه وي.
که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی. زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) March 6, 2020
یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید د افغانانو خپلمنځي خبرې د روانې مارچ میاشتې په لسمه نېټه پیل شي؛ خو ګډ حکومت لا هم نه دی توانېدلی له اجرائیه ریاست او نورو سیاسیونو سره خپل اختلافات حل او د مذاکراتو لپاره یو ټولمنلی ټیم وټاکي.
ددې تر څنګ د شوي توافقنامې په اساس، د افغانانو خپلمنځي خبرې به هغه وخت پیل کېږي، چې د طالبانو پنځه زره بندیان او د حکومت زر تنه بندیان خلاص شي.
د ګډ حکومت مشر ددې شرط له عملي کولو نټه کړې او د بندیانو خلاصون یې د خپل حکومت صلاحیت یاد کړی.
د شنونکو په باور، په داسې حال کې چې طالبان مذاکراتو ته تیار دي، د ګډ حکومت د اجزاوو خپلمنځي اختلافات به د حکومت دریځ نور هم د طالبانو په وړاندې ټيټ کړي.
بنديان غواړى هههههههههههههههههههههه