افغانستانسولې اړوند خبرونه

ټرمپ: د بهرنیانو له وتلو وروسته ښایي طالبان واک ته ورسېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وایي، داسې شونتیا شته، چې ښايي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ددې هیواد واکمني د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ټرمپ دغه څرګندونې، نن په سپينه ماڼۍ کې خبریالانو ته کړې، نوموړي ویلي « هیوادونو ته ښايي، چې خپله ساتنه پخپله وکړي، یو څوک کولای شې د یوې مشخصې مودې لپاره د بل چا ملا وتړي، موږ دوه لسیزې هلته وو او نور نشو کولای یو ځل بیا هلته و اوسو،  دوی باید نور  خپله ساتنه پخپله وکړي.»

نوموړي زیاته کړه  »لا هم څرګنده نه ده، چې افغان حکومت له خپل ځان د دفاع توان لري یا نه، دې پوښتنې ته زه جواب نشم ویلای.»

ټرمپ ددې پوښتنې په جواب کې چې ایا طالبان به په افغانستان کې واک ته ورسېږي یا نه ؟ وویل « داسې نه ده انګېرل شوې؛ خوښایي دا کار وشي.»

ټرمپ ددې تر څنګ له فاکس نیوز سره په یوه بله مرکه کې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په ایستلو ټینګار کړی او په خبره یې، نور نه ښایي عسکر یې په افغانستان د پولیسو دنده ترسره کړي.

ټرمپ داسې مهال د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو د احتمالي واک نیونې خبر ورکوي، چې یوازې شپږ ورځې وړاندې د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په شتون کې د سولې توافقنامه لاسلیک شوه.

د شوي تړون له مخې به ټول بهرني عسکر په څوارلس میاشتو کې دننه افغانستان پرېږدي او د افغانستان راتلونکې به د افغانانو په لاس ټاکل کېږي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د واک د انحصار په لټه کې نه دي او  هر ډول نظام چې په بین الافغاني مذاکراتو کې ورباندې پرېکړه وشي، هماغه دوی ته د منلو وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

د طالیبانو واک ته رسیدل یو خوب دی۰تاسی ثابتولای شی چه سهیل شاهین افغان وی۰هیڅ نه۰ سهیل شاهین مطلق پاکستانی دی۰ولی یو پاکستانی په مهم پوست کار کوی۰

پتمن

کامه وال صاحب اسلام علیکم! یاره کامه وال صاحب سوال دی راته پیداک کړی چی ایا رشتیا هم ښاغلی سهیل شاهین پاکستانی دی که افغانی؟ که دی رشتیا هم پاکستانی وی نو کولای سی چی یوڅه نورمعلوت یی ښکاره کړی مثلا دده دزوکړی ځآی. دهغه پاکستانی شناختی کارډ، او یا دهغه د دکورنی فعلی او اصلی سکونت چی د پاکستان یا افغانستان په کومه سیمه کښی وؤ، یا دی. ترڅو موږ ته نورهم تازه او برجسته معلومات په لاس راسی. دابه دی دخپلی خبری ثبوت هم وی. اوکه مو داکارونه کړای سوای نو بیا به دی الله ج د تهمت… نور لوستل »

ډاکتر میر محمد عثمان

دا ټاپی لګول ډیر آسانه کار دی . سهیل شاهین اکثره افغانان پیژنی جه افغان دی ته یی جه نه پیژنی پخپله پاکستانی را ته ښکاری

اجمل

دا پروژه به د طالبانو واک، حیثیت، نوم او نشان په نطفی کی ختم کړی. طالبان به ممکن یو لنډ وخت لپاره قدرت ته ورسوی، خو دا ځلی به یی داسی وټکوی چی یو هم نور د پنجاب په لور ژوند ولاړ نشی. دا ځکه چی طالبان د پنجابیان عسکر دی او کله هم نغواړی چی افغان ولس هوسا ژوند ولری او یا د ترقی په طرف ولاړ شی.

مجاهد

کاموال صاحب ! نن دی که صبا دی دا مال د زرغون شاه دی
دا مال د دی هیواد د اصلی بچیانو او مجاهد اولس دی له بهره له بادارانو سره راغلی کرزی او غنی که پښی خپلی ژر سپکی نه کړی د نجیب د برخه لیک سره به انشاالله مخ کیږی زه فکر کوم چه تاسی کاموال به د یاسنی کاموال څه کیږی د ظلم او وحشت توره دوره مو نوره تیره شوه د صبا وړانګی د افغانستان په غرونو لګیږی د روسی کمونستانو او امریکایی سکولریستانو دوره نوره تیره شوه د خان خبری د خانه سره ولاړی .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x