افغانستانسولې اړوند خبرونه

داعش ډلې د کابل د ننني برید مسئولیت په غاړه واخست

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ کب، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د پخواني جګړه مار «عبدالعلي مزاري» د تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې باندې د وسله وال برید مسئولیت داعش ډلې ومانه.

د داعش ډلې د رسمي ادرس «اعماق» له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په شپږمه امنیتي حوزه کې د «شیعه ګانو» له لوري په جوړه شوې ناسته باندې په دوی پورې اړوند دوو تنو  بریدګرو «احمد تاجکي» او «عبدالرحمن مهاجر» برید کړی او د سپکو او درنو وسلو په کارولو سره یې ساعتونه د حکومتي امنیتي ځواکونو په وړاندې مقاومت کړی.

د داعشیانو له قوله، په ترسره کړي برید کې یې ۱۵۰«مشرکین» او د حکومت امنیتي ځواکونه یې وژلي.

یاده دې وي، چې نن ورځ غرمه مهال په دشت برچي نومي سیمه کې د نامتو جګړه مار «عبدالعلي مزاري» د پنځه ویشتم تلین په مناسبت رابلل شوې ناسته د برید هدف وګرځېده.

دغه غونډه چې د اجرائيه رییس «عبدالله عبدالله»، پخواني ولسمشر «حامد کرزي»، د سولې عالي شورا مشر «کریم خلیلي» او د اجرائيه ریاست د دویم مرستیال «محمد محقق» په ګډون ګڼ شمېر سیاستوال او چارواکي ورته رابلل شوي د برید له امله نیمګړې پاتې شوه او د وروستیو رسمي شمېرو له مخې ۳۲ کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور  ټپیان شول.

طالبانو د پېښې په لومړیو کې په برید کې لاس لرل رد کړل.

د ګډ حکومت مشر «اشرف  غني» هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره شوی برید «محکوم» کړ او دا ډول حملې یې بشر ضد جنایت وباله.

داعش ډله، چې تر دې وړاندې یې هم په کابل کې په عامه ځایونو کې خونړي بریدونه کړي، په افغانستان کې ورته د بهرنیانو او ګډ حکومت د یوې پروژې په سترګه کتل کېږي، هغه مهال چې طالبانو د داعش ډلې په وړاندې د افغانستان په ختیځ ولایت «ننګرهار» کې پراخ عملیات پیل کړل، حکومتي او بهرنیو ځواکونو د طالبانو لیکې پرلپسې بمبار کړې او لسګونه داعش جنګیالي یې د هغوی له محاصرې ژوندي وایستل.

په داسې حالت کې چې طالبانو او امریکا د سولې توافقنامه لاسلیک کړې او طالبانو ته په افغانستان کې د بهرنیو ترورستي ډلو د مخنیوي مسئولیت ورله غاړې شوی، شنونکي باور لري، چې ننني برید ته ورته حملې سیاسي انګېزه لري او ځیني لوري یې ښايي ددې لپاره وکړي، چې په افغانستان کې له طالبانو پرته د نورو ډلو شتون ثابت کړي او له طالبانو سره شوی توافق کمرنګه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا بريد به هغو داعشيانو کړی وي چې موده وړاندې مزدور حکومت ته تسليم شول.

په بل عبارت ياد بريد د مزدور حکومت اړوند ناملي امنيت له لوري ترتيب شوی تر څو د سولې او طالبانو مخه ډب کړي.

جميل

داسی نوی کاغذ پيچه داعش می نه وه ليدلی .
کالی نوی ، توپکان او راکټان نوی ، د مخپټی داعيشی چانټه خالی او نوی ، کوټه په تور مر مر او بيا په نوی سره غالی فرش ، بيرغ نوی ، په ديوال کی د بريښنا او د ټلويزون د انټن سوری ، خلص دا ناوکيانی ډير لکس داعشيان دی .
دا احمقان ځان تيرباسی .

اجمل

هزاره ګان چی د فاطمیون په نوم سوریه، عراق او یمن کی خلک وژنی، پریږده چی دوی هم لږ وټکول شی. که داعشیانو دا کار کړی وی یا هر چا، بد کار خو یی ندی کړی. مزاری جکړه مار د ملا عمر جګړه مارانو لخوا په ډیره بی رحمانه شکل ووژل شو.

مولوی احمد

ای زما ورونو دا داعش ھغہ گروہ دہ چہ داحتیاط لپارہ پنجاب زانتہ جوڑہ کری یعنی کہ چیری زما سادہ زڑہ طالبان واک تہ ورسیدہ او لکہ پخوانی مجاھدینو زان یی مستقل وگنلہ او نور د پنجاب خبری ونہ منلہ نو لوبہ بیا تازہ کیگی او ھمدغہ داعش دطالب پہ مقابل اسعمالیگی لکہ سنگہ چہ طالب د مجاھد پہ مقابل کی استعمال شو ددی وجہی نہ وو چہ پخوانی مجاھدین لکہ سیاف گلبدین ربانی حضرت، گیلانی دامریکی پہ مقابل وندریدل چہ دوی پہ شد او مد پوہ شوی وو چہ مونگ دروس دوھلو دپارہ استعمال شوی وو، پدی حقیقت باندی… نور لوستل »

سنګین

زما په اند داعش هر کال د فاطمیونو د اعمالو چی په سوریی کی تر سره کړي، بدله په افغانستان کی د دوی له قوم څخه اخلی. خو هیڅوک هم په میدیا کی د فاطمیونو نوم نه اخلی، چی وجهه به یی څه وی؟

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x