افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني او خلیلزاد د بین الافغاني د مذاکراتو په اړه غږېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره په ارګ کې لیدلي او د سولې په بعدي ګامونو یې ورسره خبرې کړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په ټویټر پاڼه په همدې تړاو لیکل شوي «په دې کتنه کې، دواړو لوریو د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او تیاریو او همداراز د طالبانو ډلې سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي ټیم د مذاکراتو پیل په اړه بحث وکړ.»

زلمی خلیلزاد او اشرف غني داسې مهال د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په اړه غږېږي، چې ارګ لا هم نه دی توانېدلی له اجرائیه ریاست او نورو سیاسیونو سره خپلې ستونزې هوارې کړي او د یو ټولمنلي مذاکراتي ټیم تشکیل ته لاره پرانېزي.

په ورته وخت کې طالبان وایي، مذاکراتي ټيم او اجنډا یې تیار دي او که له شوې توافقنامې سره سم عمل وشي، دوی اماده دي د افغانانو خپلمنځي خبرو ته را وړاندې شي.

د طالبانو سیاسي دفتر تېره ورځ په همدې تړاو ویلي وو، که زندانیان خلاص شي، موږ تیار یو د مارچ په لسمه بین الافغاني مذاکرات پیل کړو.

د شنونکو په باور، د حکومت د اجزاوو او سیاسیونو تر منځ ژور اختلافات به د حکومت د دریځ غښتلتیا نوره هم وننګوي او د مذاکراتو په مېز به یې د طالبانو په وړاندې نور هم کم راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x