نړۍ

د مسجد الحرام مطاف بېرته د عبادت کوونکو پر مخ پرانيستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): سعودي حکومت وړمه شپه د مسجد الحرام مطاف او مسجد نبوي د کرونا ويروس له وېرې د پاکولو په موخه له عبادت کوونکو تش کړی و او يوازې په پورتني منزل کې خلکو ته د طواف اجازه وه، خو له صفايۍ وروسته يې بيرته عبادت کوونکو ته اجازه ورکړې، چې په يادو ځايونو کې خپلو عبادتونو ته دوام ورکړي.

له تېرو څو ورځو راهيسې سعودي پر بهرنيو عمره کوونکو د مکې مکرمې او مدينې منورې داخله بنده کړې وه، خو د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې يې د سعودي په اوسېدونکو هم ورته بنديزونه ولګول.

د کرونا ويروس د خپرېدو له وېرې سعودي حکومت د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او عامو سيلانیانو پر مخ دواړه حرمين بند کړي و، د خليجي هېوادونو اتباعو ته يې هم ويلي و، که په لنډ وخت کې يې د کوم بهرني هېواد سفر کړی وي، نو سعودي ته د داخلېدو لپاره دې څوارلس ورځې انتظار وکړي.

سعودي کې د کرونا ويروس پنځه پېښې رامنځته شوي او تر اوسه دا نه ده روښانه، چې عمره کوونکو ته به حرمينو ته د ورتګ اجازه کله ورکړل شي.

د رپوټونو له مخې په ټولې نړۍ کې د کرونا ويروس له امله د اغېزمن شوو کسانو شمېر تر سل زرو اوښتی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x