افغانستان

شمالي ولایتونو کې طالبانو او ولس په ګډه لسګونه زره نیالګي کېنولي/انځورونه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): د پسرلي له رارسېدو سره سم د هیواد د ښېرازۍ په هیله طالبانو له ولس سره په ګډه ګڼ شمېر نیالګي کېنولې.

دغه نیالګي  چې شمېر یې لسګونه زرو ته رسېږي په بغلان، تخار، کندز، بلخ او یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې د ولس او طالبانو په ګډې همکارۍ کېنول شوي.

په ټولنیزو رسنیو باندې خپاره شوي انځورونه ښيي، چې طالب جنګیالي او ولسي وګړي له یو بل سره د نیالګیو په کېنولو کې همکاري کوي.

یاده دې وي، طالبان د «کرهڼې او مالدارۍ» په نوم ځانګړی کمېسیون لري، چې وخت ناوخته له ولس سره په کرنیزو چارو کې همکاري کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x