افغانستانسولې اړوند خبرونه

د روسیې او امریکا ګډه اعلامیه؛ اسلامي امارت بیا را ګرځېدل نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې له لاسلیک یوه ورځ وړاندې په دوحه کې ناسته کړې او هلته يې د ګڼو نورو مواردو تر څنګ په دې ګډه پرېکړه کړې، چې د حکومتي سیسټم په حیث د «امارت» غوره کول نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ نه دي.

دغه اعلامیه چې تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، د طالبانو او امریکا تر منځ له شوي توافق پکې هرکلی شوی او د یوې سرتاسري سولې د لاسته راوړلو په برخه کې اړین ګام یاد شوی.

ددې تر څنګ دواړو لورو د پایدارې سولې د حاصلولو په غرض له افغان حکومت، طالبانو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو سره ګډ کار ته خپله ژمنتیا یاده کړې او یو ځل بیا یې یاده کړې، چې د افغانستان ثبات یوازې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له لارې منځته راتلای شي.

خبرپاڼه کې وړاندې سیاسي بهیر ته د طالبانو له ژمنتیا هرکلی شوی، د نوي افغان اسلامي حکومت سره د مرستو په دوام ټینګار شوی؛ خو زیاته شوې « اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت نه دی پیژندل شوی او نړیوالې ټولنې ته د اسلامي امارت بیا اعاده د منلو وړ نه ده.»

روسيې او امریکا د طالبانو له لوري د جګړې د شدت د کموالي له اوونۍ هرکلی کړی، سمدستي یې د بین الافغاني مذاکراتو په پیل او اور بند ټینګار کړی او ټول لوري یې هڅولې چې باید د بندیانو او اوربند په شمول ټولې هغه کړنې ترسره کړي، چې له افغان سولې سره مرسته کوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ باید په لسو ورځو کې دننه بین الافغاني مذاکرات پیل او هلته د افغانستان د نوي نظام په ګډون د ټولو اړوندو مسایلو په اړه پرېکړه وشي.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې دوی د واک انحصار نه غواړي او هر ډول نظام چې د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې ورباندې پرېکړه وشوه، دوی ته د منلو وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گوھر خان

اھل کفر پہ جھر سرہ خپلہ دښمنی د اسلام پر خلاف علانوی خو ھغہ منافق تش پہ نامہ مسلمان ورتہ چکچکی وھی او د غلامی اقرار ورتہ ھم کوی?

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحي ط
دا څرګنده او تاريخ ورباندي شاهد دی ، چي د نړئ په تارپخ کي کفارو هيڅکله هم د خلافت او امارت سپيڅلي اسلامي نومونو ته د خپل دښمن په سترګه ليدلي .

اجمل

فدا محمد ته: کاش چی امارت کی ښه کارونه شوی وای اوس به خلکو ټولو نارې وهلی چی امارت. د افغانستان تاریخ تر ټولو بده دوره د طالبانو امارت وو. موهږه ولیده چی څه حال وه اسلامیت هغسی وی؟ لوږه، قحطی، مرض وهل ټکول، لعنت د په امارت شه چی بیا به د یو تلیفون کولو لپاره پاکستان منډی وهو. اوس د قطر د سولی تړون مونږه ولیده چی پنجابی قریشی څومره خوشحاله وه او ملا برادر سره څنګه غاړه په غاړه شو او بل ته یی مبارکی وویل، هغه ملا برادر چی### په زنجیرونو یو وخت تړلی وه ولی… نور لوستل »

احمدشاه

اجمل ته،
بلكُل اجمله إسلامي امارت ته تول مسلمانان نارې وهي خو هغه خلګ چه په زړونو يي مهر لګيدلي وي هغوي صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لا يَرْجِعُونَ شوي دي هغه بيچاره ګان هم لکه ستا غودي دمسلمان ملت نارې نه اوري

غلام سخی بکواهی

اجمل صاحب الله پاک دی تا هدایت کی خدای ستا پر سر شاهد دی چی سه لیکی یعنی واقعآ ده دغه دولت مزدور بولی که طالبان دین ناموس خاوری باندی عملا ده یهود او نصارا له خوا تیری سوی دی او دولت وحشت ملی اغزن تار او ده بولدک دروازه او نصف شرقی ولایتونه یه پاکستان ته وبخشله کنر باندی شپه او ورز توپونه وری گوره که ژوندی دخیره سره بیابه ووینی چی دوی سنگه اغزن تار او ده بولدک دروازه به توله وی او چپه به زموژ خاوری ته ونگوری او بیابه ته له شرمه خبری نکوی امارت وخت… نور لوستل »

اجمل

فدا محمد ته: ښه نومونه دی خو کاش چی ورسره ښه حکومتداری هم کیدای شوای. مونږه خو امارت د طالبانو ولید د افغانستان په تاریخ کی تر ټولو بده دوره وه. بیوزلی، قحطی، مرض او جهل تر آخره حده پوری پر ټولو ساحو کی حاکم وه. اوس غواړی چی یو وار بیا امارت راشی او د یوه تلیفون کولو لپاره پاکستان ته ولاړ شو.

Zubair

کفار ځکه اسلامي امارت نه غواړي چي امارت د نړی ټولو کفارو ته درې افشنه ورکوي یا اسلام، یا جزیه،یا جنګ ته تیاری.
نو ځکه کفار امارت نسي زغملی د امارت بنیاد علیه السلام ایښی دی او مرکز یې ورته مدینه شریفه ټاکلې وه.
کفارد اسلامي تاریخ په باره کي زموږ تر ګوډاګیانو ښه معلومات لري.

غلام سخی بکواهی

که امارت نوی ان شاالله اسلامی حکومت خو به وی قانون خوبه اسلامی وی فحشا به نوی او دغه ده یهود او نصاراووو زامن مزدوران به اصلاح سی اودغه بی سواده بیعقله روشن فکران به پوه سی چی ازادی ده هر انسان قانونی شرعی حق دی دین ناموس خاوری باندی تجاوز سوی تو دی ده قانون اساسی ناری وهی او زوی مری ستا خاوره چی مور یادیژی ده امریکایانو تر پشو لاندی ده اوته وماته روشن فکر سوی یی

الحاج استاذ بیانزی

د اسلامی امارت ( الهی نظام ) د مخالفت په اړه نړیوال کفر چه هر چیری وی او هر وخت کی وی متحدانه دریز او سنګر لری . یعنی مسلمانان امت واحد او کافر امت واحد دی . تر پرونه نړی کی متعدد کفری استعماری قدرتونه وو که یو به کوم هیواد اشغال کړو هغه بل به د هغه مستعمره هیواد سره څه ناڅه لاسه اړونه لرله لکه پرون چه روسانو زمونږ هیواد اشغال کړی وو امریکایانو او اروپایانو زمونږ د مجاهدینو سره علنی هر اړخیزی مرستی کولی . د روسانو د ماتی اخره کی متعدد استعماری قدرتونه یعنی تول… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x