نظــر

منظور پښتین باید روڼ وضاحت ورکړي!

عمر ځدراڼ

منظور چې غوڅ اکثریت پښتنو د ځان مشر ګڼلی او نوموړي پورې یې د لوی افغانستان هیلې تړلي، اوس ځینې داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې د منظور تر سیوري لاندې تحریک خدای مکړه د پښتنو د بې اتفاقۍ سبب ونه ګرځي.

منظور د لر افغان سره، سره د بر افغان په حالاتو هم باخبره شخص دی چې تر ننه پورې یې له خولې هیڅ د بې اتفاقۍ خبره نه ده اورېدل شوې او تل یې بر افغان ته د سولې دعا کړې، منظور د اتفاق په جال کې ځان دومره غرق کړی چې په خپل صف کې د بې اتفاقۍ له امله چا ته د دوی منفي کړنې هم نشي په ګوته کولی.!

تر ډېره چې زه د منظور تحریک ګورم تر پخوا یې زیات مینوال له لاسه ورکړي. که د منظور له تحریک څخه په شا شوي کس زړه در وسپړې هغه وایي منظور ښه دی خو پرې را ټول شوي کسانو یې دې ته مجبوره کړی یم چې د دې تحریک څخه لاره بېله کړم. دغه خلک د لر افغان په مسئلو کې ورسره مشکل نلري د بر افغان په مسئله کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښو غړو بې پامه بیانونو او یو طرفه قضاوتونو تر ستوني راوستلي.

بر افغان لسیزې کیږي چې د اور پر ټغر ناست دی، د نړۍ زبرځواک یې پر خاوره د توپ، ټانګ، الوتکې سره راختلي او ددوی کور، کلی او خاوره یې تر خپل یرغل لاندې راوستلي، د دې زبرځواک په مقابل کې را ولاړ ځوانان یا د بر افغان ازادي غوښتونکو ځوانانو ته د دې تحریک یو شمېر غړي د پنجاب یا د پردو د څوکیدارانو په نظر ګوري، خو په همدې خاوره یا هېواد کې د یرغلګرو ملاتړي بیا د هېواد اتلان یا دفاع کوونکو په توګه پېژني.

منظور د بر افغان په مسئله پوه دی چې څوک څوکېداران او څوک خپلواک دي، خو منظور ته په کار ده چې په دې مسئله د خپل څنګ ملګري هم په څرګند ډول پوه کړي.

کله هم چې د پښتنو د تحریک له ممبره چا د بې اتفاقۍ خبره کړي منظور یا خپله خاموشي پرې ښکاره کړې او یا یې ایشارتاً دوی ته د اصلاح پیغام ورکړی.

مثلاً: عارف وزیر چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ورور دی پرون کابل ته د ژوندون تلویزیون د رئیس اسماعیل یون صیب له خوا دعوت شوی و، هغه د یون صیب لخوا د یو شمیر ځوانانو مخ ته د پي ټي ایم (پښتون ژغورنې) د ترجمان په حیث پر ممبر ودرول شو.

عارف چې تر کومه زه پیژنم هغه عصبي ناروغ دی، په خپله سیمه جنوبي وزیرستان (واڼه) کې په لېوني مشهور دی په واضحو ټکو به درته ووایم چې زموږ تاسو د زرمت د سیمې جار قلم دی.

عارف کابل کې د پښتنو له ممبره پښتانه وښکنځل! عارف وزیر قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې له تړون سره د منظور پښتون د ملاتړ سره، سره د پي ټي ایم مخالفت څرګند کړ، عارف وویل چې دا توافقنامه موږ ته د منلو نه ده خو وړمه ورځ په خپله منظور پښتون پر خپل فیسبوک پاڼه د دې توافقنامې څخه ملاتړ وکړ او دا یې افغانستان ته د سولې د راوستلو یوه ښه لاره وبلله.

د عارف په غبرګون کې منظور په خپله فیسبوک پاڼه ولیکل: « دا تحریر تر پاپه پورې لوستل ضروری دی.

عنوان…کومو خبرو، تګ راتګ یا کارونو تا مونږ دا پی ټی ایم کار ، تګ راتګ یا خبره ویلې شو.

پی ټی ایم خپل مطالبات \اعراض و مقاصد لاری
او خپل اعراض ومقاصد\مطالبات ئې ټوله نړې تا وړاندې کړی دی او دا حل کولو دا پاره ئې دا تحریک ملگری هلې ځلې کوی.

دا خپل مطالبات دا حل دا پاره تحریک چه کومه بیانیه یا تګلاره\لائحه عمل لاری هغه دا ملګرو په مشوره وخت په وخت زه دا خپل فیسبک وال یا دا بیان دا لارې دا تحریک ملګرو تا رساوم یا زما په غیرموجودګی کې دا تحریک ټول مرکزی کسان په مشوره سره په یو ځائ دا پیغام لا لارې دا تحریک ملګرو تا دا تحریګ تګلاره رساوی، او بیا دا تحریک ټول غړی دا خپل وطن په خاطر په هغه بندې په منظمه توګه دا عمل کولو هسې کاوو.
دا تحریک په مشترکه بیانیې بندې چه څومره هم دا تحریک ملګری په سولائیزه توګه عمل کوی هغه دا ستاینې وړ دی.

خو
خو دا دې مشترکه بیانیې نا علاوه ‌‌‌‌‌‌چه څوک هم دا ځان له اړخه څه بد یا خه کار ، تګ راتګ یا خبره کوی نو هغه دا هغه کس ذاتی کار ، تګ راتګ یا خبره دا، هغه کار ، تګ راتګ یا خبره دا تحریک نه دا او دا هغې دا خو یا بدو کری‌‌‌‌‌‌‌ډیټ تحریک نه اخلي.

او نه دې څوک دا نړې په یو ځائ کې هم دا پی ټی ایم په نام دا چا ذاتی قول فعل تا څه زمینه تابیه کوی.
فقط اجتماعی فیصلې او په هغه بندې عمل قام وطن تا ګټې فایدې راوړی ، په اجتماعیت اتحاد کې دا ننه ځان ځانی فیصلې او عمل دا قامی اتفاقونو په زیان تمامیږي.

باید مونږ ټول دا خپل وطن په خاطر دا اجتماعی فیصلو او عمل سره ځان وتاړو او دا هغې نا جُدا تګ نه ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکو.

دا اصول فقط دا تحریک او وطن دا ګټې او فایدې دا پاره دی.»

منظور پښتون په خپل لیکل شوي متن کې د عارف وزیر پرونۍ خبرو ته اشاره کړې، خو منظور پښتون ته په کار ده چې له اشارې تیر شي باید ښکاره دغو د بې اتفاقۍ لمن وهونکو ته ووایي چې تاسو د پي ټي ایم ترجمانان نشی جوړیدلی او د پښتانو سیاسیونو ته هم په واضحو الفاظو ووایي چې د پي ټي ایم په نمایندګۍ چې څوک هم دعوت کوي لومړی دې باید د پي ټي ایم د مشرتابه سره په تماس کې کیږي او بیا به د دوی غونډو ته د پي ټي ایم د مشرانو په مشوره نماینده لیږل کیږي، خدای مه کړه هسې نه د دوی د تحریک د یووالي هڅې د پښتنو د بې اتفاقۍ سبب ونه کرځي.

درناوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ډیره مننه د منظور پشتین له مخ نه بلکه له څټه مو ورله څه ناڅه نقاب لیری کړو او تاسی لمړی کس وی چه په اړه مو ښکلی لیکنه ولیکله او عملی بڼه کی مو د ځینو ملګرو یادونه مو ورله کړی ستاسی لیکنه په حقایقو متکی مګر اوس هم ډیر څه پاتی دی څه به یی درته په ګوټه کړم : هغه پشتین چه زه پیژنم : د ممظور پشتین د پشتون ژغورنی غورځنګ اصلا د نشنل عوامی انګریزی ګوند یو بل نوی نوم دی. کله چه انګریزانو او امریکایانو د نورو اروپایانو په ملاتړ د پشتنو… نور لوستل »

RAZMOHAMMED KAMAWALL

دپنجاب مزدوران پدی سترګی پټوی هغه ظلمونه چه په پشتنو د پاکستانی استبلیشمنت له اړخه کیږی۰ منظور پشتون او دپی تی ایم تحریک د پشتنو دحقوقو د اعادی لپاره مبارزه شروع کړه۰منظور پشتین د هغه کورنیو د زړه درد را څرګند کړ کوم چه د کورنی غړی یی د پاکستانی فوج پواسطه وړل شوی او نادرکه دی۰داد غور خبره نه ده چه پشتانه ځوانان د رزق پیداکولو لپاره
منځنی ختیځ عربو ملکونو ته په مسافری کی عمرونه تیروی۰پنجابی چارواکی د پشتنو لپاره هیڅ کار نه کوی بلکه سکاره قیمتی دبری او بجلی اوبه یی پنجاب ټه ځی۰ ترڅو۰
مننه

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x