افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: طالب زندانیان باید د یوې شفافې پروسې له لارې خلاص شي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» چې څه موده وړاندې یې د طالب زندانیانو له خلاصون نټه کړې وه، اوس په خپل دریځ کې نرم ښکاري او وایي، طالب زندانیان باید د یوې شفافې پروسې او میکانیزم په بنسټ خلاص کړل شي.

غني دغه څرګندونې نن د کابل حکومت د ملي شورا ۱۷ مې دورې د دویم کال پرانېسته کې وکړې، نوموړي وویل « د افغانستان د خلګو غوښتنه داده، چې پنځه زره طالب زندانیان د یوې شفافې پروسې او میکانیزم له لارې خلاص کړل شي او اجرائیوي ضمانت باید موجود واوسي، چې خلاص شوي بندیان به بیا ځلې د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.»

د غني په قول، دی د یوه ولسمشر په حیث هیڅ خوښ نه دی، طالب زندانیان په بند کې ولري.

نوموړي ددې تر څنګ ټینګار وکړ، چې مذاکراتي ټیم به یې یې د حوت تر شلمې نېټې پورې بشپړ وي او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر عنوان لاندې به له طالبانو سره مذاکراتو ته ځي.

د غني په خبره، مذاکراتي ټیم به یې له اساسي قانون، جمهوریت او د افغانستان د خلګو له بنسټيزو حقوقو دفاع کوي.

اشرف غني د پارلمان وکیلانو ته ډاډ ورکړ، چې له طالبانو سره د مذاکراتو جریان به ورسره شریکوي، وروستۍ شوې مسوده به د تصویب لپاره ورته رالېږي او پنځه تنه غړي به یې د مصالحې په عالي شورا کې ځایوي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید تر بین الافغاني مذاکراتو وړاندې پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي زندانیان خلاص شي.

د ګډ حکومت مشر په لومړیو کې د بندیانو له خلاصون نټه کړې وه او هغه یې د خپل حکومت صلاحیت بللی وو؛ خو تېر ته په کتو شنونکو باور درلود، چې د انس حقاني د خلاصون په څېر «چې حکومت خپله سره کرښه بلله» امریکا کولای شي، پنځه زره زندانیان هم د حکومت له خوښې پرته خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدشاه

اَي ### وس لاين ته راغلي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x