د سولې څارنظــر

تاریخ بیا تکرار سو!

اسدالله رزین

د کائناتو خالق د اسلام د مبارک دین د تل پاته کیدو ، دودیدو، ځلیدو او شته امت د بقا او دوام پریکړه اعلان کړیده، خو د تکراري تحقق لپاره به له هغو پړاوونو تیریږئ له کومو چې مخکیني قومونه د تاریخ په مختلفو مهالونو کې تیر سوي دي. هغه پیمانې به ډکوئ چې یادو قومونو ډکې کړې دي. هغه کچې یا معیارونه به له سترګو نه لري کوئ چې ورته کتل سوئ دي. اوبلنه به له هغو ټولو خنډونو، ځنډونو او طبعي حالاتو سره په پراخه ټنډه او منل سوي زغم مخ کیږي کومه چې د انسان په ژوند کې کله ځواکمنه، کله کم ځواکه . کله به یی ډیری لارې ګوري ، کله به یی کمی له ځانه شړي.کله به یی موافقت په غیږ کې نیسي، کله به یی مخالفت له ځانه پوري وهي. کله به د بري او کله به بیا د ماتې مخ ګوري.

موږ وینو چې ډیر ځله مؤ منې او اسلام مینې ډلې چې د حق آواز ذمزمه کوي او د ښیرازی پیغام لیږدوي. د ناوړه او له نرخه وتلو ظلمونو موخه جوړیږي. په ټوله بیرحمي ځورولې کیږي.په وړ وړ نومونو یادیږي، په هرڅه پریښودو او کوچیدو اړ ایستل کیږي او د ژوند په پراخه سیمه کې د او سیدو له حقه بی برخې کیږي.

یاد ډول خوځښتونه کله کفري ځواکونه د خپل دودیز پرانیستي لاس او کفري مزاج سره په ټکر کې او کله یی بیا خپل فرعوني واک ته د خطر زنګ یا د اشرف غني په ژبه سره کرښه بولي، نو یی د ازالي منډې ترړې په لاره اچوي. او کله بیا دغه جنایتونه طاغوتي ځواکونه د (میږې او لیوه) د منطق په بنسټ پیلوي. او په اسلامي هیوادونو کې د دوی په آخور لوی سوي واکداران یی ددوی په حکم، مټه، اجازه او خوښه پالي.

چاپیړ خواره او ټوک خواره حکومتونه نړی اسلامي حکومتونه بولي. او دوی هم په ټوله بی شرمي او سپین سترګې ځانونه اسلامي حکومتونه ښئ، خو د ولسواکي د تجلیل واک نه لري. دوی مسجدونه جوړوي، د معراج ناستې راغواړي، اخترونه لمانځي، تسبیح په لاس او څادر په اوږه ګرزي، کله، کله له دریشي سره هم تسبیح اړوي. او د میلاد ناستو مشري هم کوي، خو له دئ ټولو سره، سره اسلام ته بلنه او اسلام مننه خپل شتون او واک ته تر ټولو جاهلي خوځښتونو، شرکي خرافاتو او ملحدانه افکارو ډیرلوی خطر پیژني.

تاسي خبر یاست چې د اصحاب کهف قصه د اسلام د را ټوکیدو په هیواد سعودي عربستان کې تکرارسوه.
یو په ښکاره کمزوری او یو منافق او مشرک ځواکمن ځواک سره مخامخ سؤ، خو الله تعلی(ج) په دی نازکو شیبو کې چې ناهیلې او بی وسي ټول ژوند پوښلی ؤ. د مکې با ایمانه ځواک ته د بری د راز په توګه د یوسف(ع) او وروڼو، موسی(ع) او فرعون. او اصحاب کهف قصه نازله کړه په کومه کې چې د یوه ظالم پاچا په وړاندي د آزموینې داستان بیان سوی ؤ.

یادې قرآني قصې کڅه هم په مهالي، چاپیریالي او هم د شخصیتونو د کردار له مخې یو له بله توپیرلري، خود موخې او آرمان په باور سره یو او پایلې یی بیخې سره نیژدي او ورته دي. په ټولو کې دغه سپیڅلی راز، راز او شریک دی چې د الهي ارادې په پایله کې مؤمن په کافر، پرهیزګار په فاجر، مظلوم په ظالم، کمزوری په زورور: او غریب په بډای او امیر دا رنګه بری تر لاسه کوي چې انساني عقلونه یی نه تعبیرولای او نه تشریح کولای سي.

تاریخ ګواه ده هغه انساني ټولنې چې یوازي په اسبابو یی تکیه کړي وه. او هغه یی هرڅه بلل، او په دې یی باور جوړ کړی ؤ چې پایلې د اسبابو تابع دي. اوپه کائناتو کې بل دارنګه ځواک نسته چې د پایلو او اسبابو تر منځ پرده جوړه سي. او یا په هغو کې کوم بدلون را منځ ته کړي.

هغوی دومره د اسبابو تر اغیز لاندي راغلئ ؤ. چې اسباب یی خدای بلل. او له نورو ټولو حقیقتونو یی انکار کاؤ. او ځنو یی پخپله د خدایی دعوه هم کړې وه. او په بل ماوراء الطبعي او دارنګه ځواک چې د طبعي اسبابو، خزانو او شیانو له ځانګړنو لوړ او د هغو واګې یی په لاس کې وي. او لکه څرنګه چې پایلې د اسبابو تابع دي. کټ مټ اسباب هم د هغه توانا ذات د ارادې، حکم او اشارې تابع او دهغه صلاحیت او ارادې له مخې یی له نیستې هست کړي وي نه پیژاند.

دوی د عقل محض لارویان ؤ. دا یی نه سوای درک کولای چې د کائناتو واګې د یوې دیرې وړې شیبې لپاره هم د هغه ذات له واکه نه سوای وتلای. هلته د بغاوت تصور نسته. او هغه حکیم ذات د خپل الهي حکمت له مخې شیان له ځانګړنو، مسببات له اسبابو. او سریزې یا مقدمې له پایلو سره تړلې دي.

دغه ده موږ د خپل ګران هیوادپه (۴۱) نیژدئ تاریخ کې د تاریخ د تکرار ژوندي ګواهان یو.

روسانو په ۲۷/۲/۱۹۷۹م کال د افغانستان په خپلواکه خاوره بیله کوم منطقي دلیله یوازي د یو کم شمیراو بیعقلو خلقیانو او پرچمیانو په توشه او خوله، له هره لورې ناروا او وحشي یرغل پیل کړ. او بی شمیره بی ګناه ، خالي لاس او ناست انسانان یی د مرګ خولې ته ور واچول.

روسانو نه د ګاونډي توب اصل ته وکتل، نه یی نړیوالي پولې له سترګو تیرې کړي. او نه یی هم انسانیت ور په یاد سو. چې دوی یی هم برخه ؤ. یوازي په ګیډه ولاړ کمونیزم یی سترګو ته را نیژدي کړ. او له چټک ، سندانه سره پری را خوشي سؤ. د کمونیزم اصلي څیره یی ور بربنډه، او کمونیزم یی د یوه ؤږي او ترهیدلي خرس په بڼه کې ټول انسانیت ته ور ؤ پیژاند.

د چټک لارویانو د تالۍ څټو مزدورانو په مټه دا بی وسه ، تش لاسی، خوپه خدای تکیه ولس ډیر و داړه ښې یی هدیرې پری دکې کړې، ښې ډیرې اوښکې یی وبهولې، ډیر و څراغوته یی ور پو کړل، ډیرې سلګۍ یی ستړې کړي. او په خپلو خټیننو کورو کې د اوسیدو حق یی تری واخست.

زموږ ولس ته نه د وتو لوری ور معلوم ؤ او نه یی د وتو اسانتیاوي لرلئ. د خدای په توکل یی هرڅه شاته پریښودل. او له خپلو څارؤ یی چې کډې به یی پری وهلئ کار واخست. او د ترږمیو په پناه کې ووتل. له ډیرو ستړیو، لوږو ، تندو، یخ او ګرمي، دردونو، ټپونو او جنازو سره ایله د سیب کیږدۍ وموندلې، خو د افغان پیاوړي ولس د ایماني غرور پیمانې لا هم تشې وې چې به لومړني توکل یی توکل تازه او ژمنه یی وکړه چې: د خدای ددین د اقامې په لاره کې په غاړو کې د ؤر تبخې هم منو ترڅو د بلال(ض)د (خدای یودی) آواز یو ځل بیا د زړونو او غوږونو دروازې و ټکوي.

کفن پوښ ولس مکې تعذیبونه هسې یادول نه ، درناوی یی کاؤ، او ور خپلول یی. د ټولې نړۍ مسلمانان هم په لیکو کې ورسره و دریدل چې: د تاریخ د تکرار شیبې پیل او له (۱۰) کاله بی ساري سرشندنو وروسته یی هیلې زرغونې، وینو یی د آزادي او د تاریخ د تکرار رنګ راوړ. افسانوي سرې لښکرې یی تارو مار، د مخامخ کیدو سیک یی ور وکیښ. اوله مات چټک سره په بد وکر کې، شا ته یی کتل، د امو له سنده وا وښتې. او د تاریخ تکرار تحقق و موند.

تاریخ یاده او بی مخینه پیښه او فتحه د پیړۍ د فتحې تر سرلیک لاندي پخپله سینه کې وساتله.

د برې راز وویشل سو، انسانیت تر لاسه کړ، ټپونه پټۍ سؤ، دردونه هیر سؤ،مړستون ته تګ نور غم نه ؤ او په ویاړ واوښت. انساني احساس را ویښ او له محکومیته د وتو څرک یی بیا موند، خوپه ډیر افسوس سره دا لویه فتحه د څو ځانمنو او پردي پالو قومندانونه تر ککړو هیلو جار. او ویاړلی ولس له آزموینې بلې ته ور ننوت.

دا افغان ولس جذبه سړه نه بلکې لا توده سوه. دغو ټولو بدو حالاتو او تاړاکونو نه ستړې او نه یی ککړه کړای سوای. بلکې د آزمویښت له سوځیدونکو بټیو پخه را ووتله. د تاریخ د تیر تکرار پر له پسې تیروتنې یی په یاد او د احد په آینه کې یی کتلې. چې د مشرتابه نیمګړتیا یی تر سترګو سوه. او د همدغه ارزښت، ارزښت او رغنده رول یی شرعي او اړین ولید. او له خپله منځه یی خوځښت اود خوځښت څرنګوالي ته په کتو سره پخپل مشرتابه پسې لاسونه وتړل. او د الله اکبرپه ویلو سره یی د تاریخ د تکرار بل پړاو پیل او د کلیسا او کنیسې له ګرزونو سره مخامخ سو.

کلیسا او کنیسې د ټول انساني تاریخ د ظالمانو ظلم، وحشت او بر بریت د انسان له یاده ویوست. او دوی هم د کلیسا او کنیسې ناوړه تاریخ. چې تاریخ یی په تاریخ بللو شرمیږي تکرار او د فساد په شرمو شرمیدلی یی د انسان په معصومو وینو بیا نوی کړ. او که د وسائلو او تعذیب ډولونو له دربچې ور وکتل سي، نو بیا څو چنده ظالم، بی رحمه او په دیموکراتیکو زهرو ککړ ؤ.

دوی د ناروا ټول ډولونه، د انسان ځوروني او لوڅوني ټولې حربې، د فطرت وژني او فطرت بدلوني ټولې دسیسې ، دحقوقو دروغجني دعوې، د حلالیدو ټولې چړې ، د سوځولو ټولې لمبې، د داړونکو او وږیو سپو د انسان په وینو ککړې خولې، د شپې او روځې چاپې، د راکټو ړندې حملې، د ډرون،څرخکو، جیټ او بونګنو اندیښنې ، د اختلاف، ګمراه کولو، سره شندلو ، ویشلو او مسیحي کولو توطئ، د انساني ژوند د حیواني کولو او شیطاني کولو بی شمیره رسنیزې ډرامې او برنامې. او د هند د سینما، تیاتر، سندرغاړو او آداکارانو ضمیر وژونکي او انسانیت خوړونکي صحنې او حتی د (ساړۍ) دودولو فتنه یی هم له یاده و نه ایسته، خو لله الحمد یادو ټولو مکاریو، شیطانتونو او ډالري بنډلونو و نه کړای سوای چې د دی بیاوړي او لوی ولس تګ لوری ور بدل او له حق لوري یی را وګرزوي. او یا د مجاهد ولس او مجاهد مشرتابه تر منځ دیوال و وهلای سي.

ژمن ولس د خپل ژمن مشرتابه تر زړوراو هوښیار مشرتابه لاندي (ترکی په ترکي) ځواب ورکړ. او د میړاني او ټیکاو یی دارنګه مبارزه او مظاهره وکړه چې ټوله انساني نړۍ ور ته هک پک پاته ده.

ګرزونه یی ور مات ، ګرز وهونکي یی ور ستړي، نا هیلې او پښیمانه کړل. او لګیا دئ لاس ور غزوي تر څو د تاریخ د بیا تکرار در وازه وټکوي.

دغه په کړاؤنو کې را لوی، د ایمان په مدرسو کې روزل سوی، او له بریا ؤ سره بلد ولس انساني ټولنه د خپلو مستواو زړورو جهادي کړنو د غږیزې او انځوریزې لړۍ د انځوریز تصور د څپو له لارې د یوسف(ع) او ورونو، بی ګناه بندیخانې او نورو ستونزمنو اخلاقي آزموینو به فکر کې وا چوله.

د موسی(ع) او فرعون د مبارزې او موسی (ع) د فتحې ډګرته یی ور وستله.

د کهف د عالي نسبه زلمو هوډ، ټیکاو او د ظالم پاچا په وړاندي د فتحې داستان یی ور ولولاؤ.

د مکې مشرکینو او منافقینو له لورې د حق په دښمني کې د بی بیلګې آزمویښتو او تعذیبو لنداره یی ور وکړه.
د حرا د غره او ثور غارونو ته یی ور وکتل. او د مدینې اسلامي ریاست او د فتحو نړۍ یی ور ولیده. د اسلامي ریاست د فتحو لړۍ لا په هغه تصور کې روانه وه چې بیا لله الحمد د ۱۳۹۸هجري کال د کب د میاشتې تاریخ جوړونکي لسمه نیټه چې د ۲۰۲۰م کال د فبروري د میاشتې له نویشتمي نیټې سره چې د شنبي د روځې د مازدیګر له ۵/۴۶دقیقو سره برابره وه د نړیوالي ټولنې په وړاندې او ګواهي د حال په ژبه اویاد مهال په پرتمینو شیبو کې د سولې د تړون تر سرلیک لاندي، تاریخ ویاړ تړون د قطر د اسلامي هیواد په پلازمینه دوحه کې د قطر د محترم امیر(شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، ټولې ادارې او ورور ولس د مخلصو او نه ستومانه کیدونکو هلو ځلو په پایله کې د افغانستان د اسلامي امارت له لورې د فتحې پنامه ملا عبدالغنی برادر، او له امریکایی لورې افغان توکمه امریکایی زلمي خلیل زاد د ماتې پنامه لاسلیک ، د تاریخ بیا تکرار ثابت ، او د رسنیو د ترقي له برکته نړیوال او هر چاته ورسید.

د تاریخ دا لویه فتحه یا د مکې له فتحې را وروسته فتحه دې ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول مسلمان امت ، بریتور، شلمه ور لوی افغان ولس، ټولې مجاهدې ادارې ، ټولو مجاهدینو، ټپیانو، بندیانو، شهیدانو، د هغوی وارثانو، کونډو او یتیمانو ته مبارکه وې.

په دره ناوي
رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دومره تملق او چاپلوسی نده پکار. کومه لویه فتحه، د ملک نه مو مرض ورک کړ که بیوزلی؟ د کوم طالب ژوند کی فرق راغلی، له جهالته مو هغوی راوستلی. فتح به هغه وخت وی چی د تور پنجابی لاس وهنه بنده کړی ولی ګورو چی تاسی اوس هم د هغوی غلامی ته غاړه یښی. مونږه ولیده چی څنګه ملا برادر قریشی ته غیږ خلاصه وی او یو بل ته مبارکی وایی. ملا برادر د د زندان توری شپی او هغه تور زنڅیرونه ور یاد کړی ####.

احمدشاه

بلكُل درست دي وفرمايل نه جهالت ورک شو او نه غلامي ورکه شوه او د هغه يو غت مسال هم ستا دوهم مفکر او ده هغه پلويان دي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x