د نن سرلیکنه

د کابل د وروستۍ فاجعې اصلي مسؤل څوک دی؟!

نن ټکی اسیا سرلیکنه

تیره ورځ یوځل بیا د کابل په جنوب لویدیځ ، دشتي برچي سیمه کې تر سل تنه زیات مظلوم کابل ښاریان په ډیره بیرحمې سره د ځان په وینو ولمبول شول.

د رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس د دې فاجعې ټول قربانیان هغه ولسي وګړي دي کوم چې د حزب وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د پنځه ویشتم تلین په مراسمو کې د ګډون لپاره را غونډ شوي وو.

که څه هم چې ظاهرا داعش تروریستي ډلې د یادې خونړۍ پیښې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی خو اصلي مسؤل یې هغه څوک دی چې په ارګ کې یې د حکومت په حیث د واک چوکۍ اشغال کړې.

ځکه حکومت د هیواد په هره سیمه کې د ټولو اتباعو د تحفظ او خوندیتوب مسؤلیت لري.

دا چې ارګ مشر په کابل ښارکې د خلګو د سر ساتنه نه شي کولای او تروریستان توانیدای شي په یوې پیښې کې تر سل تنه زیات مظلوم کابلیان په دغسي وحشت و وژني ، له شکه پرته چې د هغوی انحصاري حکومت له قانوني او ولسي مشروعیت څخه بي برخې دی.

د دغه ډول بیواکه او بي سیکه حکومت دوام به په افغانستان کې د فاجعو له تکراره ، د جنازو له ډیر والي او د هدیرو له پراخوالي بل هیڅ نه وي.

شوني ده چې بهرنیان د یوې دسیسې په ډول په افغانستان کې د خپل منځي جګړې د رامنځته کولو په خاطر د همدغه ډول بیواکه او بي سیکه حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي، خو هغه څوک چې د افغانانو په نوم په دغه ډول تخریبي توطیې کې کاریږي باید خپل ضمیر ته په حساب ورکولو سره نور د ځوریدلي ولس په حال رحم وکړي او اجازه ور نه کړي چې وحشي ترورستان یې مظلوم هیواد وال په داسې بي دردي سره ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

هو، دا هم د منلو وړ ده ، چه د کابل غلامه اداره ( جعلی او غلام حکومت ) ستر مسو لیت د ټول هیواد او په تیره بیا پل زمینه کی او به ځانګړی ډول داسی مراسمو کی چه غلام حکومت ته یی د امنیت ساتنی د پاره خبر ورکړی شوی او جعلی حکومت یی د ساتنی او سالمتیا ډاډ ورکړی وو او تر سلو زیات خلک په وینو کی لمبیږی دا په ډاګه کوی حکومت څه چه شخصی سکویوریتی هم شتون نه لری. په دی اړه زما مهمه ارزونه : هغه دری ورځو عمومی اوربند کی چه په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x