افغانستانسولې اړوند خبرونه

سهیل شاهین: د توافقنامې د عملي کېدو بهیر ښه روان دی، موږ یې د ماتولو اراده نه لرو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکي طالبان له امریکا سره د شوي توافق د ماتولو اراده لري.

سهیل شاهین په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «له اېن بي سي تلویزیون سره دامریکا داستخباراتي چارواکو دا ادعا حقیقت نلري چې اسلامي امارت دشوې توافقنامې د ماتولو اراده لري، مونږ دا تور په کلکه ردوو.»

د شاهین په خبره، تر دې دمه د توافقنامې د عملي کېدو بهیر په ښه ډول روان دی او د مسئولو امریکایي چارواکو دا ډول څرګندونې دتو جیه وړ نه دي.

د طالبانو سیاسي دفتر وروسته له  هغه د امریکایي چارواکو څرګندونې ردوي، چې د «این بي سي» په نوم یوه امریکایي تلویزون د دریو امریکایي چارواکو د معلوماتو په بنسټ ولیکل، چې ګواکي طالبان د شوي توافق د ماتولو اراده لري او په دولتي عسکرو له دې امله بریدونه زیاتوي، څو حکومت د بندیانو خلاصولو ته اړ کړي.

په خپاره شوي راپور کې ددې تر څنګ د یوه طالب چارواکي له قوله لیکل شوي وو، چې هغوی به د کابل حکومت ته ووايي، څو هیواد په سوله ییز ډول دوی ته وسپاري.

د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه د تېرې میلادي میاشتې په ۲۹ مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لسګونو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه.

تر دې دمه دواړه لوري له توافقنامې خوښ ښکاري او یو چینل په دې موخه ایجاد شوی، څو په هیواد کې کېدونکې پېښې تر نظر لاندې ونیسي او له توافقنامې څخه د تېرې پر مهال معلومات له یو بل سره شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x