
قاري حبیب
وروسته له اوږده انتظار او اتلس میاشتو مذاکراتو بالاخره د قطر پروسه کامیابه شوه او د فبرورۍ میاشتې په وروستۍ نیټه په دوحه کې د ملابرادر آخند او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ هغه توافق امضاء شو چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د طرز العمل تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو او بالاخره د افغانستان د روان بحران د قطعي حل لپاره یوه واضحه لارنقشه هم په ګوته کوي. په دې توافق نامه کې په دې اړه پوره وضاحت موجود دی چې د بحران د حل لپاره باید کوم لوري کوم اقدامات ترسره کړي؟ د بیلګې په توګه په توافقنامه کې راغلي دي چې د مارچ له لومړۍ نیټې بیا تر لسمې نیټې باید ښکېل اړخونه بندیان تبادله کړي، تر څو په دې ډول د باور فضاء رامنځته او د مارچ په لسمه بین الافغاني مذاکرات عملا پيل شي.
د توافقنامې د دې مادې په اساس افغان ولس د سولې د خوب رښتیا کیدل ډير نږدې بلل او فکر یې کاوه چې که توافقنامه سمه عملي شي، د مارچ په لسمه به بین الافغاني مذاکرات پیل او د اشغال د خاتمې په څير به د سولې خوب هم رښتیا شوی وي.
اما هغه څوک چې له هر چا وړاندې یې د توافقنامې څخه سرغړونه وکړه او د سولې د لار نقشې تخریب ته یې ملا وتړله د ارګ چارواکي وو. د توافق د امضاء په ورځ په داسې حال کې چې افغان ولس دغه ورځ د اشغال د خاتمې او سولې د راتلو په حیث په نیک فال نیولې وه او هره خوا د خوښۍ او پخلاینې خبرې کیدلې، د اشرف غني مرستیال امر الله صالح له ملي ټیلویزیون سره په مرکه کې پرلپسې د جګړې د دوام لپاره دنظامي او استخباراتي آمادګیو خبره تکراروله.
اشرف غني چې دا څو میاشتې یې خبري کانفرانس نه و دائر کړی، له توافق یوه ورځ وروسته د مارچ په لومړۍ ورځ یې په خپل عادت پښه کیښوده، خبري کانفرانس یې راغوښت او داسې یې ښودله لکه یوه مهمه خبره چې اعلانوي. نوموړي په دې خبري کانفرانس کې د قطر له توافق سره مخالفت وښود او ویې ویل چې د سولې د لارنقشې له لومړني اقدام ( د بندیانو تبادلې) سره مخالفت لري. اشرف غني چې پخوا یې د امریکا د ګټو لپاره د واشنګټن ټول اوامر په پټو سترګو منلي وو، دا ځل چې د سولې او د افغانستان د ګټو خبره مطرح وه، نوموړي یې مخالفت وکړ او ویې ویل چې بندیان نه ازادوي. د اشرف غني دې خبرو د سولې او جوړجاړي هغه فضا بې خونده کړه چې له څو ورځو راهیسې د افغان ولس ترمنځ خپره وه.
اشرف غني او ډلې ټپلې یې په راتلونکو ورځو کې هم مسلسل د سولې د امیدونو ځپلو ته کار ووایه. د مارچ په دریمه د ارګ ویاندانو په ټویټر پاروونکي نشرات وکړل او د طالبانو پر خلاف یې خورا سپکه ژبه او کوڅه ډب ادبیات وکارول. په همدې ورځ اشرف غني ننګرهار ته لاړ او هغه هم یو ځل بیا نه یوازې د سولې د لار نقشې صریح مخالفت وکړ، بلکې د خپلو شرابي ویاندانو په شان یې ځینې لویدلې خبرې هم وکړې.
خو د اشرف غني د ډلې ټپلې د دې صریح مخالفت او بې ځایه اظهاراتو سره سره طالبانو خپل درنښت وساته. د توافق عملي کیدو ته یې عملا التزام وښود او دسولې په مخالفت کې یې حتی اشارتا هم کومه خبره ونه کړله.
د اشرف غني د سولې ضد دریځ له امله دا دی د مارچ لس ورځې پوره کیدونکې دي خو لا هم د بندیانو د تبادلې لپاره کوم اقدام نه ترسترګو کیږي. طالبانو په دې لړ کې یو ځل بیا اعلان کړی چې شوي توافق ته متعهد دي او د بندیانو د تبادلې او بین الافغاني مذاکراتو د تأخیر مسؤل یې مقابل اړخ بللی دی.
افغان ولس باید په دې حساسو اوټاکونکو ورځو کې د ښکیلو اړخونو چلند ته په دقت سره متوجه واوسي تر څو ورمعلوم شي چې څوک د سولې په لار کې خنډ دي او څوک په خپله بې ځایه سرزورۍ سره د سولې په لار کې خنډونه ایجادوي؟؟