نړۍ

سعودي کې د کودتا هڅه؛ د پاچا سلمان ورور او پخوانی وليعهد د خيانت په تور نيول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): د سعودي امنيتي ځواکونو د شاهي کورنۍ درې لوړ پوړي غړي د پاچا سلمان بن عبدالعزيز کشر ورور احمد بن عبدالعزيز، د پاچا وراره او پخوانی وليعهد محمد بن نايف او د هغه کشر ورور نواف بن نايف نيولي دي.

عربي رسنۍ وايي، له تېرې چهارشنبې راهيسې په شاهي ماڼۍ کې وضعيت نومال نه و، د پاچا د مړينې ګنګوسې روانې وې او ورپسې د احمد بن عبدالعزيز او محمد بن نايف په شمول د شاهي کورنۍ يو شمېر مهم غړي او پوځي افسران نيول شوي دي.

وال سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې ليکلي، شهزاده احمد بن عبدالعزيز، شهزاده محمد بن نايف او د هغه ورور نواف بن نايف د کودتا د هڅو له امله د خيانت په تور نيول شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي، چې درې واړه شهزادګان د شاهي ماڼۍ د ځانګړي پټ مخي ځواک له لوري د وليعهد محمد بن سلمان په امر وروسته تر هغه نيول شوي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز د مړينې ګنګوسې خپرې شوي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم ليکلي، له هغه وخته، چې شهزاده محمد بن نايف د وليعهد له دندې ګوښه شوی په خپل کور کې نظربند ساتل کيده او اوس له دوو نورو شهزادګانو سره ونيول شو.

د ټويټر يوه فعال، چې د سعودي حساس مسائل خپروي، ليکلي، چې د درې واړو شهزادګانو سربېره د پوځ يو شمېر مهم افسران او استخباراتي چارواکي هم نيول شوي، چې د شهزاده محمد بن نايف او احمد بن عبدالعزيز پلويان بلل کېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x