د سولې څارنظــر

د کب لسمه/ ډاکټر فاروق اعظم

ډاکټر فاروق اعظم

کله چې په ۱۸۳۹م کې انګریزانو د امیردوست محمدخان فوج مات کړ او شاه شجاع یې د کابل پر تخت کښیناوه، عام ولس انګریزانو ته پورته سو.

د برتانیا سفیران برنز او مکناتن یې یو په بل پسې ووژل او بلاخره د انګریزانو د فوج مشر جنرال الفنستون مجبور سو کابل خوشې کړي او خپله د فوج سره جلال آباد ته عقب نشیني وکړي.

په لار کې مجاهدینو حمله پر وکړه او د الفنستون شپاړس زره عسکر ټول قتل سول. یوازې یو داکتر (ویلیم برایډن) هغه هم د یو افغان په مرسته ژوندی تر جلال آباده ورسید. دا د انګریزانو په تاریخ کې تر ټولو بده ماته وه. که دغه عقب نشیني د مجاهدینو او غازیانو سره په تفاهم سوی وای، ښایي انګلیسانو ته به دومره تلفات نه وای رسیدلي او نورو جنګونو به ادامه نه وای پیدا کړې.

همداراز، په ۱۸۷۸م کې انګریزانو بیا پر افغانستان حمله وکړه. افغانان ورته پورته سول، هرځای پر انګریزانو حملې وې.

د برتانیا سفیر (کیوناري) غازیانو وواژه او په جولای ۱۸۸۰م کې د میوند خونړی جنګ ونښت چې بالاخره د انګریزانو پر سخته ماته پای ته ورسید. خو د میوند د فاتح غازي محمد ایوب خان سره سوله ونه سوه؛ نو ځکه بیا د کندهار په پیرپایمال کې جنګ ونښت.

په مئ ۱۹۱۹م کې دریم وار بیا د افغانانو او انګریزانو ترمنځ جنګ وسو. خو دا ځل د انګلیسانو او غازي امان الله خان ترمنځ چې د جنګ یوه خوا وه، توافق وسو چې د افغانانو د استقلال د اعادې او په هیواد کې د امن سبب سو.

روسانو په ۱۹۷۹م کې پر افغانستان حمله وکړه. افغانان ورته پورته سول او تر ډیرو درنو تلفاتو وروسته روسان مات او له افغانستانه ووتل (۱۵ فبروری ۱۹۸۹م). خو روسان ترپایه حاضر نه سول د مجاهدینو سره کښیني او یو توافق ته سره ورسیږي. بلکې په عوض کې روسان او په کابل کې د هغوی لاسپوڅي حکومت د پاکستان او امریکا سره په ژینو کې کیناستل او د افغانستان پر سره یی معامله وکړه. نتیجه دا سوه چې مجاهدینو د جینوا تړون رد کړ او جنګ ختم نه سو.

امریکایانو په اکتوبر ۲۰۰۱م کې پر افغانستان حمله وکړه او تر ډیرو تلفاتو وروسته په ۲۹ فبروري ۲۰۲۰م کې یې د طالبانو د اسلامي امارت سره د یو تړون له مخې له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د وتلو اعلان وکړ.

له دغو جنګونو څخه موږ څه زده کړل؟

–   هروخت چې د متجاوز او ملي مقاومت ترمنځ د اشغال او جنګ د ختم توافق سویدی، هلته سوله او امن راغلی، لکه د امیرامان الله خان په وخت کې او هر وخت چې دغسې توافق نه دی سوی، جنګ او تباهي ادامه پیدا کړیده لکه د روسانو وتل او د افغان انګلیس لومړي دوه جنګونه.

اوس چې د کب پر لسمه ۱۳۹۸هـش (۲۹ فبروري ۲۰۲۰م) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافق رسما لاسلیک سو، موږ د تاریخ په حکم هیله لرو چې هیواد ته امن او دایمي استقرار راوګرځي.

–   پر بل چا تکیه نه ده په کار؛ پردی کټ تر نیمو شپو دی.
کله چې پر انګریزانو سخته راغله، شاه شجاع یې کابل کې بې اسرې پریښود او دوی وتښتیدل.

شاه شجاع غازیانو مړ کړ. روسانو، خلقیان او پرچمیان د ولس سره وجنګول، قتل عامونه یې په وکړل، د هیواد دیوالونه او دروازې یې په ماتې کړې او خپل ولس یې په دربدرہ کړ او بیا یې سراسیمه پریښوول.

د نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او داکتر نجیب انجام هغه سو چې ټولو ولید.
اوس دا دی امریکا شل کاله د تروریزم تر جعلي نامه لاندې په یو شمیر افغانانو خپل وروڼه مړه کړل. د کابل مشرانو متأسفانه هر هغه خارجي عسکر ته  د افغانستان د تاریخ د یو نومیالي غازي او مجاهد مډال ورکړ چې ډیر افغانان یې وژلي و.

اوس دا دی امریکایان هم لکه روسان له افغانستانه وځي او دښمني یې هغو افغانانو ته پاته ده چې د پردو لپاره یې خپل خلک مړه او دربدره کړل. موږ باید له خپل تاریخ څخه پند او عبرت واخلو چې د پردو لپاره کار کول څه عواقب لري؟.

له فرصتونو څخه لږ استفاده

موږ سل کاله (۱۸۸۰م – ۱۹۸۰م) آرام ژوند وکړ خو سمه استفاده مو ورڅخه ونه کړه.

سل کاله مو داسې ژوند وکړ چې یو عسکر د یوې لښتې سره ټول کلی له مشره تر کشره حکومت ته راوستلای سو. چا به مړی وکړ، قصاص به پر راووت، خو ګاوندي هیواد ته نه سو تښتیدلای.

دوه کاله عسکري هر ځوان مفته کول؛ هیڅوک نه تښتید. مګر په دغسی یوه آرامه فضاء کې موږ د وطن لپاره هغسې کار ونکړ چې لازم و.

امیر عبدالرحمن خان هیواد یو موټی او آرام کړ. خو داسې یو نظام یې قایم کړ چې ھغه او د ھغه کورنۍ پر قدرت وساتي.

هغه هر ھغه څه کول چې انګریزانو ورته ویل، خو له دې ویرې چې مبادا انګریزان په افغانستان کې د ھغه بدیل پیدا کړي، هیڅوک یې نه پریښوول چې انګریزي او عصري علوم زده کړي. د فکر او ژبې سړی یې نه پریښود.

منجمد ملا یې خوښ و او له جوماتونو یې روح ایستلی و.

د خانانو سره یې یو ډول نالیکلی توافق و چې هغوی به د هیواد سرحدات محفوظ او خپل قومونه حکومت ته تابع ساتي او په عوض کې به خانانو ته د ولس چور ایله وي. خان د ظلم سمبول سو. په ولس کې نه یوازې دا چې د فکر خلک و نه روزل سول بلکې په تیر سل کاله کې په وار وار وځبل سول.

په نتیجه کې ولس پر حکومتونو بې باوره و، نو ځکه یې د هیڅ دولتي ادارې سره د زړه له اخلاصه همکاري نه کوله.

دولت او په کلیو کې خانانو هم کوښښ کاوه چې ملت پټې سترګې وساتي څو آرام حکومت پر وکړي.

حکومت حتی فوج هم پټې سترګې ساته څو په پټو سترګو یې هره قومنده ومني. داسې وخت راغی چې پردو (روسانو) یې سترګې خلاصې کړې او افغان دولت یې پخپل فوج راچپه کړ.

په تیرو نولسو کالو کې امریکا او ملګرو یې سختې ډیرې پيسې افغانستان ته راوړې خو ډیر لږ عام المنفعه کار په وسو. د دولت اراکینو او خپلوانو یې راغلې پیسې چور کړې، خپل جیبونه یې ډک کړل او ملت ته یې څه ونه کړل؛ فرصتونه ضائع سول!!

ارزښتونو ته ضرر

هر پردي چې پر موږ حمله کړی، زموږ ارزښتونه یې متضرر کړیدي.

متجاوز خپل استعماري ارزشونه راوړي، د زر او زور په ذریعه یې پر موږ تپلي او په مقابل کې مقاومت هم د بیګانه مرستې ته اړ اوسیدلی او د هغوی یو شمیر ارزښتونه یې د ځان سره راوړیدي.

دغه حالت زموږ ملي وحدت، وطن دوستي، په دنده کې صداقت او نورو ملي ارزښتونو ته  سخته صدمه رسولېده چې التیام او ترمیم یی اسانه نه دی. هر ملي حکومت باید دغه موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

–   حالات داسې راوستل سول چې دوه افغانان (ملا عبدالغنی برادر او داکتر زلمی خلیلزاد) چې هیڅ دښمني یې یو د بل سره نه درلوده، د دوو دښمنو پر چوکۍ په دوحة کی سره کښینول شول. دغه حالت مثبت او منفی دواړه اړخوونه لري.

–   موږ هر ځل هرڅه له سره پیلوو؛ هر وار خارجی تجاوز زموږ پخواني بنسټونه ونړوي او خپل نوی نظام، نوې څیرې او نوي ارزښتونه را معرفی کړي.

مقاومت چې بریالی سي، هغه د تجاوز د دوران هرڅه له منځه یوسي او له سره نوي بنیادونه کښیږدي.

بل تجاوز او د هغه په مقابل کې مقاومت بیا تیر تاریخ تکراروي. دغه سبب دی چې په موږ کې ټولنیز، سیاسي او حتی اقتصادي بنیادونه اوږدمهاله نه دي پاته سوي.

د روس د اشغال د وخت حکومتونو د تیر حکومتونو هر څه د « آل یحیی منفور خاندان» تر نامه لاندي بدنام کړل. د هیلمند عظیمه عام المنفعه پروژه یې ځکه فلج کړه چې د امریکایانو په تخنیکي مرسته آباده سوې وہ.

اسلامي تاسیساتو او شعائرو ته یې د دښمنۍ په سترګه وکتل، د فوج څخه یې ملي روحیه لیرې او د نړیوال سوسیالزم د دفاع په ایدیالوژي یې سمبال کړ.

وطندوستي یې په روسنوازۍ کې کتله.

هنر یې د خلکو د خدمت په نوم په بیراهه روان کړ.

پیغلې سندرغاړې یې د ځوانو عسکرو سره په سنګر کې ولوبولی.

د کارآګاهانه او داوطلبانه او حزبی سازمانو په نوم یی فحاشۍ وهڅول، … مجاهدین چې راغلل، د خلقیانو هر کار یې بد وګاڼه؛ تردې چی استاد برهان الدین ربانی د نجونو ښوونځي د فحاشۍ مرکزونه وبلل.

طالبان چې راغلل د مجاهدینو کارو ته یې شر او فساد ووایه، تلویزون او رادیوګانی یی په ونو وځړولې، د کمیس پر غاړه او لمن یې ډیر خلک بې آبه کړل او د دفترونو میزونه او چوکۍ یې ماتې کړې چې سلف صالحین پر میز او چوکۍ کار نه وو کړی.

له ۲۰۰۱م راهیسې چې دموکراتان حاکمان دي، د ازاد بازار د اقتصاد په نوم یې د هیواد اقتصاد فلج او نورو هیوادو ته محتاج کړ.

ملی وحدت یی سخت متضرر کړ، فساد په هره سطحه بالکل عام سو، وطندوستی عیب او د پردو خدمت یو ډول فخر سو. اوس چې بل نظام راسي، دا هرڅه به بدلیږي.

په سړو مغزو غور او سم تفکیک ته ضرورت دی.

د دوحې کنفرانس

–   دې کنفرانس د بون د ۲۰۰۱م پر کنفرانس د باطل کرښه کش کړه. که هلته طالبانو ته برخه ورکول سوې وای، اوس به د دوحې د کنفرانس ضرورت نه وو او نه به ۱۹ کاله لویه تباهي افغانانو، امریکایانو او ناټو لیدله.

بل تناقض دا دی که هلته طالبانو ته په حکومت کې موقع نه وه، نو اوس امریکایان په کوم منطق د بین الافغاني تفاهم تر نوم لاندې د کابل حکومت لپاره په راتلونکي نظام کې برخه غواړي؟!!

–   بین الافغانی تفاهم تر ټولو سخته مرحله ده. امریکایان وځي او بالاخره کابل کې حکومت د تاریخ په حکم یوازې پریږدي.

نجیب درې کاله ځان ټینګ کړ او ډیر کوښښ یې وکړ چې پاکستان ته هر امتیاز ورکړي او مجاهدین په چل ول مات کړي، خو بالاخره پس له ډیرې تباهۍ سقوط سو او ډیر خراب ولوید.

دغه ۱۴ میاشتې چې د دوحې د تړون له مخې امریکا د کابل حکومت سره ده باید غنیمت وګڼل سي.

حکومت باید د بیځایه پافشارۍ، چل او غیر واقعي موقفونو څخه جدا ځان وساتي.

ددولتي نظام د منسوبینو بقاء او د ملت ګټه په دغه کې ده چې حکومت اوس واقعیتونه تسلیم کړي او د سولی په ارتباط یوه واضح او رغنده پالیسي خپله کړي.

همداراز، طالبان باید پخپلو فتوحاتو مغرور نه سي، زما د روس د وخت تجربه داده چې کله موږ د کمونست حکومت او متجاوز روس په خلاف جهاد پیل کړ، هیچا مرسته نه راسره کوله.

ټول له روس څخه ویریدل، خو کله چې جهاد د مجاهد ملت په عظیمو قربانیو وځلید، بیا نو هرچا د مرستې لاس راوغځاوه او چې موږ نه ورته ویل هغه هم د مرستې پیشکش کاوه.

جهاد له هرې خوا تقویه او بالاخره بریالی سو.
خو کله چې روس مات سو، بیا هرهغه چا چې زموږ سره لږ مرسته هم کړیوه، کوښښ کاوه زموږ د جهاد ګټه پخپله نفع وڅرخوي.

دلته زموږ او د ډیرو ملګرو لارې بیلې سوې. موږ یوازې پاته سو او هرچا به ادعا‌ء کوه چې جهاد د دوی ملاتړ بریالی کړ او کوښښ یې کاوه د مجاهدینو ونډه د جهاد په بریالیتوب کې پیکه وښيي او یو خرابه ټاپه هم پر ووهي.

همداسی وسوه، طالبانو ته هم دغه مرحله ګوري.

اوس طالبانو ته په کار ده چې هوښیار اوسي؛ د پرون دوستان ښایي سبا نه وي، واقعیت بین اوسي، د خپل ملت زهیر حالت ته وګوري او په ساړو مغزو دي د تیر ۴۲ کاله له تجربو پند واخلي، د هیواد د آرام او روښانه مستقبل لپاره دې بیله کوم بیځایه بغض او حب صرف د الله عزوجل او ددغه مظلوم او کړیدلي ملت په خاطر کار وکړي.

د بین الافغاني تفاهم مرحله تر ټولو سخته مرحله ده.

دا د ټولو امن او خیر غوښتونکو افغانانو دنده ده چې ددغه مرحلې د بریالیتوب لپاره کار وکړي. په بین الافغاني تفاهم کې څوک او په کوم معیار برخه واخلي؟

هلته د راتلونکي افغانستان لپاره کومه نقشه وړاندې سي؟ سوله څنګه تلپآته کیدای سي؟ هغه کوم ګواښونه دي چې راتلونکی حکومت به ورسره مخ وي او حل یې څه دی؟ هغه کوم فرصتونه دي چی راتلونکی نظام ورڅخه برخمن کیدای سي؟ د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ سره د یوشمیر دغسې پوښتنو او گرویږ‎نو ځوابونه سته چې د غوښتنې په صورت کې وړاندي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Zubair

محترم فاروق اعظم صاحب ته سلامونه.
محترم تاسي د افغانستان د تاریخ څخه ډیر معلومات لری هیله کوو چي یو داسي کتاب تصنیف کړی چي زموږ راتلونکي ته ډیر مفید ثابت سي ځکه تاسي زه اکثره وخت تعقیبوم ښه پر ځای وړاندیز مو کړی وي او د تاریخ سره بلد یاست.
او کوم داسي کتاب مو وي ما نوي لیدلی راته په ګوته یې کړی چي استفاده جني وکړو.

الحاج استاذ بیانزی

فاروق یو ملی شخصیت دی، مګر زه وړاندیز ورته دا دی که ناوخته نه وی کشکی خبلی هلی ځلی او مندی ترړی یی د طالب مجاهدینو سره ( نړیوال کفر یا دجال ) ته یی شرمیدلی ماتی ورکړه ) شریکی کړی وی څومره به ښه وو دا هغه وړاندیز وو چه مونږ اوه اته کاله دمخه د ده به کور کی ورته اورولی وی مګر اعظم صاحب ونه منله تر د ی چه مونږ یی د اعظم صاحب په اړه شکمن کړو چه د نړیوال استخباراتو سره به د اړیکو لرلو کومه اړیکه لری مګر وروسته معلوم شو چه پاک… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام ګوری، وائي لڅ له اوبو نه بېرېږی، البته لڅ به له اوبو یا یخنی څخه حتماً بېرېږی خو دلته منظور له نه ویری څخه د سدرۍ او نېکټائی او چپنی او لنګوټې او شپو خولۍ او جوراپو او بوټانو د نه لندېدو له بېری څخه دی. مکرراً عرض کوم چی: چی په قرآن کی نه څلوېښت ځله د ” تعقل ” او د تعقل د مشتقاتو کلمه ذکر سوېده. عقل دا نه دی چی مثلاً په لابراتوارونو کی د ویروسونو په مهندسی او تخلیق او یا د همدې ویروسونو د ضد درمل په جوړولو بریالی سو او یا دومره… نور لوستل »

مجاهد

غ ( حضرت غنی ) صاحب وړۍ اوس شړۍ شوی چه غلام حضرت د غلام غنی مستعار نوم دی ، دا شک مو هله په یقین بدل شو چه د کابل د غلامی، ناوړی، ملحدی، فاسدی اداری د غلامۍ د لوړی مراسمو ته مو خلکو ته بلنه ورکړی په داسی حال کی چه خپل منلی بل غلام ته په څو متری که هم بلنه نه شی ورکولای؟ . غلام حضرت صاحب دغلام غنی د متفکر ثابتولو د پاره ( لکه خره ته چه ډاکتر ووایاست ) په قران کی د ۴۹ ځآیو کی د تعقل او تفکر یادونه کړی یعنی… نور لوستل »

غ.حضرت

مجاهد، بیانزی او احمد او نور هر څه بلا چی ئې
هغه وختونه نور پر ختمېدو دی چی د پېښور پښتانه ! تر کابل او ننګرهار او کندهار ، لندن او لاهور ته ډېر وفادار وه.
تا غوندی پنجاپی پښتون ته به نور د کابل په انټر کانتننټل کی ځای نه وی البته په هغه صورت کی به ځای وی چی د امریکائی ادارې په خدمت کی نوم ثبت کړی.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x