افغانستان

اشرف غني او عبدالله دواړو د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی پيل کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ کب، ۱۳۹۸ل): د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند اشرف غني او د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله دواړو په جلا جلا ډول د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو لپاره چمتوالی پيل کړی دی او دواړه به سبا نه بل سبا د دوشنبې په ورځ د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

د اشرف غني د لوړې مراسم به په ارګ کې ترسره شي او د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازو ته بلن ليکونه هم لېږل شوي دي.

بل پلو د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر هم ويلي، چې عبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ کې د لوړې مراسم ترسره کوي او په دې غونډه کې د ګډون لپاره د بهرنيو هېوادونو چارواکو او همدارنګه په کابل کې د ګڼو بهرنيو هېوادونو سفارتونو او نړيوالو ټولنو استازو ته بلن ليکونه استول شوي دي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند حکمت الله حکمت رسنيو ته ويلي، لا هم د ګډ حکومت جوړولو لپاره هلې ځلې روانې دي، خو که تر دوشنبې پورې دا هڅې پایلې ور نه کړي، عبدالله عبدالله به د ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د ولسمشر د لوړې مراسم د تېرې پنجشنبې په ورځ د کب په نهمه ترسره شي، خو د امريکا په غوښتنه يې د دوو اونيو لپاره وځنډول، تر څو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اغېزمن نه کړي.

د لوړې د مراسمو پر مهال به يوازې پلازمېنې کابل کې عمومي رخصت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

لغنت ستاسو په وجدان شه تاسو خو اصلآ حیثیت نلری خو زموږ ٥٠٠٠ زره کلن تاریخ او او د افغانانو حیثیت مو هم د سوال لاندی راوست الله مو په عذب اخته که دبی عقل زامنو الله مو دطالبانو په لاس ورکه هغوی ستاسی په چاره ښه پوهیګی

مولوی احمد

خہ خبرہ دی وکہ !! شرم او حیا پہ دویکی نشتہ

الجاج استاذ بیانزی

د ع او غ [ ګل او بلبل ] د نجیب، ترکی او امین لعنی په شان د سقوط ورځی دی. دوی بیا د ملی وحدت ( ملی وحشت ) د حکومت جوړولو خوپونه ګوری چه پمپیو به د جان کیری په شان د دواړو پښی بیا جګی کړی یو به د ګلخانی او بل به د سپیدار ماڼی په تختو کینوی یوه سره به ترمپ او بل سره به پمپیو واده وکړی او تر تله ملاتړ به یی کوی . داعشیانو په تعقیبولو ( هغه چرګی مړی شوی چه د سروزرو هګی به یی اچولی، دا نه چه ترمپ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x