
د لوګر د ولایتي شورا غړی ووژل شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولایت د ولایتي شورا غړي «ناصرت غیرت» له خپلو دریو ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې ژوند له لاسه ورکړی.
د ناصر غیرت د سوارلۍ موټر نن د کابل ښار په کارته نو سیمه کې د نا معلومه وسله والو د برید هدف ګرځېدلی او نوموړی پکې له دریو ساتونکو سره یو ځای وژل شوی.
تر دې دمه د پېښې مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.