شعـــــرونه

غزل/ مجيب دينارخېل

مجيب دينارخېل

چــې زړګی مې غلی شوی پۀ وعده دی
نـــور دې حسن د زوال پـــــۀ کناره دی

ستا څهره مې ترې پۀ اوښکو ورانه کړې
کـۀ تصویر مې دې نیولی سر چپه دی؟!

ما مې زړۀ ته ستا د غېږ طمعه ورکړې
دا ماشوم مې غلی کـــړی پۀ مېوه دی

اوس مې ځـکه د ازغیو ناسته پرېښې
طبیعت مــې لـــــۀ ګلونونه خـــفه دی

پـــۀ کــې، خپلو ارمـــانونو تـــه ژړېږم
ورګډ شوی مې ژوندون پۀ هدیره دی

هسې نـۀ چې دینارخېله درتاوان شي
پـــام کــوه ګــوره سړی پــۀ بهانه دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x