شعـــــرونه

منظم زيری/ عرفان الله عرفاني

عرفان الله عرفاني

خوند کړي د ښکلاوو چم په چم زېري
وشیندئ د مینې پر حرم زېري

دا څومره نادره ستر بدلون راغی
کېږي د خوښیو دم په دم زېري

بیا د ازادۍ د أذان غږ راځي
بیا بلال کوي په صبحدم زېري

ورا د پسرلي دښتو ته راغلله
اوري په غوټیو د شبنم زېري

بس دی نور راځئ د سکون ژوند وکړو
مۀ راوړئ دې کلي ته د غم زېري

درومي ترږمۍ سپینې سپېدې راځي
وکړئ پر عرب او پر عجم زېري

نور مو شک بدل کړئ په یقین باندې
دا ځل په ریښتیا دي ګوره سم زېري

ځمه (عرفاني) د جانان کلي ته
وړمه په دسمال کې منظم زېري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x