نظــر

دوه سوه کاله بعد، تاریخي مسخره تکراریږي

قاري سعید زرمتی

عجب دور ته پاته یو، که یوه اړخ ته طالبانو له امریکا څخه داشغال د خاتمې د سند په اخیستو سل کاله پخوا د استقلال ګټلو ویاړ را ژوندی او خلکو ته ور په زړه کړ، بل اړخ ته اشرف غني او عبدالله پتېیلې  چې د تاریخسازۍ په مسابقه کې له طالبانو وړاندې شي او  دوه سوه کاله پخوانۍ تاریخي کارنامه(!) راژوندۍ کړي.

خو فرق دا دی چې د طالبانو کارنامه د استقلال ګټلو، شرف، عزت او سرلوړۍ کارنامه ده، آما د غني او عبدالله کارنامه بیا د شرمندګۍ، بلواکۍ او سرټیټۍ یوه خندوونکې ډرامه ده چې بیلګه یې افغانانو په خپل تاریخ کې فقط یو ځل، هغه هم دوه سوه کاله پخوا لیدلې وه.

له اوس نه دوه پيړۍ وړاندې په ۱۸۱۸ میلادي کال د وزیر فتح خان له قتل وروسته د محمدزو او سدوزو شهزادګانو ترمنځ نزاع پیښه شوه، چې بالاخره محمدزي وروڼه وتوانیدل سدوزو حاکمانو لکه  شاه محمود او کامران ته شکست ورکړي او د کابل په شمول ډیرې سیمې تر خپل واک لاندې راولي.

محمدزي وروڼه چې تر خپل منځ یې د قدرت په سر اتفاق نه درلود، هره یوه کوښښ کاوه واک ترلاسه کړي. په دوی کې مخور کسان سردار عظیم خان او امیر دوست محمدخان وو. دوی د مشروعیت له یوه بل بحران سره هم مخامخ وو. هغه دا چې د افغانستان د خلکو په ذهنیت کې د پاچاهۍ اصلي حقداران د احمد شاه بابا لمسیان ( سدوزي شهزادګان) وو او محمدزو ته د قدرت د غاصبانو په نظر کتل کیدل. په همدې اساس عظیم خان او دوست محمد خان مجبور و چې باید د  احمد شاه بابا له کورنۍ څخه کوم کس د ظاهري پاچا په شکل له ځان سره وساتي تر څو خلکو ته وښيي چې اوس هم واکمني له سدوزیو سره ده.

په دې ډول عظیم خان د تیمور شاه زوی ایوب شاه دې ته راضي کړ چې له ده سره د تش په نامه پاچا په حیث ملګری شي. امیر دوست محمد خان بیا د شاه زمان زوی سلطان شاه له ځان سره ملګری کړ او تش په نامه پاچا یې وټاکه. عظیم خان او دوست محمد خان چې د کابل واک یې په لاس کې و، هره یو ځان لوی وزیر باله او هر یوه خپل تش په نوم پاچا د هغه وخت په شاهي ماڼۍ ( بالاحصار) کې کینولی و.  ایوب شاه او سلطان شاه چې سره تره او وراره کیدل. د محمدزو سردارانو عظیم خان او دوست محمد خان تر منځ د نانځکو په شان لوبیدل. دوی په ظاهره پاچاهان بلل کیدل، خو عملا یې هیڅ واک او اختیار نه درلود.

تر ټولو مسخره لا دا وه چې دغه دواړه پاچاهان په بالاحصار کې په یوه ماڼۍ کې اوسیدل. کټ مټ لکه غني او عبدالله چې سبا به د تحلیف مراسم ترسره کوي او بیا به هر یو ځان منتخب ولسمشر بولي او د ارګ په کلا کې به یو ځای اوسي.

ایوب شاه او سلطان شاه هره یوه ته ځان واقعي پاچا ښکارېده او کله خو به یې د بالاحصار د کلا په انګړ کې تر خپل منځ د پاچاهۍ پر سر جنجال هم سره کاوه. خو هغه څوک چې واقعا یې واک او ځواک درلود عظیم خان او دوست محمد خان و چې د خپل قدرت د پراختیا لپاره یې له شاهي ماڼۍ بهر مقابله جاري ساتله.

د افغانستان ستر مؤرخ احمد علي کهزاد په خپلو کتابونو کې د ایوب شاه او سلطان شاه په اړه تفصیلي معلومات ورکړي دي. مرحوم کهزاد لیکي چې سردار عظیم خان بالاخره دسیسه په کار واچوله تر څو د خپل وروست دوست محمد خان پاچا له صحنې وباسي. سردار عظیم خان خپل پاچا ایوب شاه ته تمه ورکړه چې که مقابل پاچا سلطان علي شاه ووژني، نو دی به مقابل وزیر دوست محمد خان هم ووژني او په دې ډول به ټوله پاچاهي د دوی شي چې ایوب شاه به یې پاچا او عظیم خان به یې لوی وزیر وي.

د همدې دسیسې د اجراء په لړ کې یوه شپه د ایوب شاه زوی اسمعیل په پټه د سلطان شاه کوټې ته ورغی او هغه یې د خوب په حالت کې وواژه. په دې سره ایوب شاه خوشاله و چې ټوله پاچاهي یې وګټله، نو یې خپل وزیر عظیم خان ته وویل چې اوس دې هغه هم خپل ورور دوست محمدخان ووژني. خو عظیم خان د دوست محمد خان له وژلو انکار وکړ.

تاریخ لیکي چې په پای کې د همدې تش په نامه پاچا ایوب شاه له محمدزو شاهانو سره هم اختلاف راغی، چې بالاخره له شاهي ماڼۍ وایستل شو، شاهي کالي ترې وایستل شول او په ډیر حقارت سره د کابل په کوڅو کې وګرځول شو. ایوب شاه وروسته د شاشجاع په شان هند ته وتښتید او د سیکانو تر بغل لاندې یې پناه واخیسته.

غني او عبدالله چې د تېر ځل واکمنۍ پیل یې له امریکا سره د امنیتي قرارداد په امضاء کولو کړی و او خلکو ته یې د ګندمک شرمناک تړون وریاد کړی و. دا ځل یې اراده ده چې د ایوب شاه او سلطان شاه تاریخ راژوندی کړي او په یوه کلا کې په یوه وخت د ولسمشرۍ د تحلیف غبرګ مراسم ترسره کړي.

د نن زمانې ایوب شاه او سلطان شاه به خپلو تش په نامه پاچاهیو ته خوشال وي، اما خلک پوهیږي چې اصلي واک له هغه چا سره دی چې له ارګ بهار د سفارت له ودانۍ څخه دغه شرمناکه ننداره کنټرولوي او تش په نامه ولسمشران د خپلو تفرقه اچوونکي ګټو لپاره کاروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x