افغانستان

پاکستان کابل ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو  د تګ مخه نیولې/ويډيو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه مشران کابل ته له تګ راګرځولي، چې د اشرف غني  د لوړې په مراسمو کې یې د ګډون نیت درلود.

علي وزیر او محسن داوړ د پي ټي ایم هغه دوه تنه مشران دي، چې پاکستاني حکومت یې د پېښور په هوایي ډګر کابل ته د تګ مخه نیولې.

علي وزیر او محسن داوړ په یوه ویډيويي پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی ویلي، چې ددوی ټکټونه شوي وو؛ خو پاکستاني حکومت له دې امله له پاکستانه د وتلو اجازه نه  ده ورکړې، چې نومونه یې په «اي سي اېل» لست کې وو.

یاده دې وي، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د علي وزیر، محسن داوړ او عبدالله ننګیال په ګډون د پي ټي ایم یو شمېر مشران د خپلې لوړې مراسمو ته رابللي وو.

لا هم څرګنده نه ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو مشرانو کابل ته د تګ اجازه تر لاسه کړې یا نه.

پي ټي ایم په پاکستان  کې د پښتنو د حقوقو تر نامه لاندې مبارز غورځنګ دی، چې وخت ناوخت یې مشران د پاکستاني حکومت له لوري زنداني شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x