افغانستان

غني او عبدالله دواړو يوه بل ته د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې، چې سبا دوشنبه د کب په ۱۹مه د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم مشر اشرف غني د ولسمشرۍ د لوړې مراسم ترسره کړي، خو په ورته وخت کې د هغه مخکښ سيال عبدالله عبدالله هم په سپيدار ماڼۍ کې د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ته تياری نيولی دی.

د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو دواړو مدعيانو د نورو کورنيو او بهرنيو مېلمنو سربېره يوه بل ته هم د لوړې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د ارګ مطبوعاتي دفتر وايي، د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو او کورنيو ميلمنو لپاره تياری نيولی دی.

د ارګ د وياند مرستيالې درانۍ وزيري ويلي، په دغو مراسمو کې د نورو کورنيو او بهرنيو ميلمنو سربېره د ولسمشريزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د ارګ ماڼۍ وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو او د پاکستان د پارلمان غړو علي وزير او محسن دوړ ته هم په دې مراسمو کې د ګډون بلنه لېږل شوې، خو وروستي راپورونه وايي، پاکستان د پي ټي ايم د دواړو مشرانو د سفر مخه نيولې او ورته ويل شوي، چې دوی ممنوع الخروج دي.

د اشرف غني سربېره عبدالله عبدالله هم سبا دوشنبه د ولسمشرۍ لوړه کوي او د نورو مېلمنو سربېره يې اشرف غني ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند خوزون ويلي، دوی د عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو لپاره بشپړ چمتووالی نيولی او سبا به په سپېدار ماڼۍ کې دا غونډه دايره شي.

د خوزون په وينا په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره د بهرنيو ميلمنو سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي، سياسي او جهادي مشرانو او همدارنګه اشرف غني ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې وه، چې د ولسمشر د لوړې مراسم د کب په نهمه ترسره شي، خو د امريکا په غوښتنه يې د دوو اونيو لپاره وځنډول، تر څو د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون اغېزمن نه کړي.

د لوړې د مراسمو پر مهال به يوازې پلازمېنې کابل کې عمومي رخصت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x