نن ټکی اسیا

سعودي: په شاهي کورنۍ کې پراخ اختلافات، د لسګونو شهزادګانو او چارواکو بندي کېدل او رسمي دريځ لا هم ګونګ دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۸ل): لويديځو رسنيو د سعودي په شاهي کورنۍ کې تازه اختلافاتو او لانجو په اړه بحثونه کړي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې لسګونه شهزادګان نيول شوي، خو د حکومت رسمي دريځ لا هم ګونګ دی.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د سعودي شاهي ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي، په شاهي واکمنې کورنۍ کې اختلافات په بې ساري توګه زيات شوي، چې له امله يې د پاچا سلمان ورور احمد بن عبدالعزيز، د هغه وراره او پخوانی وليعهد محمد بن نايف او بل ورور يې نواف بن نايف په شمول لسګونه چارواکي نيول شوي دي.

ورځپاڼه زياتوي، د لسګونو شهزادګانو د نيول کېدو سربېره د کورنيو چارو وزير عبدالعزيز بن سعود بن نايف، د هغه پلار او د شرقي سيمو امير سعود بن نايف شاهي ماڼۍ ته د څېړنو لپاره ورغوښتل شوي دي.

د پاچا سلمان کشری ورور احمد بن عبدالعزيز او وراره يې محمد بن نايف

سعودي چارواکو تر اوسه د دې اړي ګړي په اړه څه نه دي ويلي، خو باخبره سرچينې وايي،  نيول شوو شهزادګانو او په امنيتي او پوځي ادارو کې د هغوی پلويانو چارواکو غوښتل، اوسنی حکومت نسکور کړي او د بهرنيو هېوادونو په مرسته واک ترلاسه کړي.

وال سټريټ ژورنال د شاهي ماڼۍ د سرچينو په حواله وايي، لسګونه پوځي او استخباراتي مسؤولين د کودتا د هڅو په تور نيول شوي، خو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ورځپاڼه زياتوي، د وليعهد محمد بن سلمان له لوري په ټول هېواد کې د امنيت او ثبات په موخه روانو عملياتو په ټول هېواد کې وېره او ترهه خپره کړې ده.

غربي رسنۍ وايي، له تېرو درې کلونو راهيسې، چې محمد بن سلمان د سعودي وليعهد ټاکل شوی، پر واک يې د منګولو ټينګولو لپاره قوي هلې ځلې پيل کړي او هڅه کوي، چې د خپل پلار له مرګ وروسته واک ته د رسېدو پر وړاندې ټولې ستونزې او خنډونه سر له اوسه له منځه يوسي.

د کودتا پلان او له بهرنيو کړيو سره اړيکې

رویټرز خبري اژانس د سعودي  حکومت او شاهي کورنۍ د پنځو سرچينو په حواله ليکلي، چې د شاهي کورنۍ درې لوړپوړو شهزادګانو نيولو لامل د کودتا هڅه وه.

سرچينه وايي، محمد بن سلمان خپل تره احمد بن عبدالعزيز او د تره دوه زامن محمد بن نايف او د هغه بل ورور نواف بن نايف له دې امله بنديان کړي، چې د امريکايانو سربېره د يو شمېر بهرنيو کړيو په مرسته يې د کودتا هڅه کوله.

غربي رسنۍ وايي، شهزاده محمد بن سلمان د دې امنيتي ګامونو له امله پر سلطنت د خپل واک ټينګولو هڅه کوي.

رويټرز د يوې بلې سرچينې په حواله ويلي، چې درې واړه شهزادګان له دې امله نيول شوي، چې د سعودي قبائلي مشرانو په مرسته يې د کودتا رامنځته کولو لپاره په سلامشورو بوخت وو، خو خپلې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شول.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی، خو ويل کيږي، چې امنيتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې، له نيول شوو کسانو سره په درنښت چلند وکړي؛ ځکه دا کسان د شاهي کورنۍ په غړو کې احترام لري او پرې خوابدي کيږي.

د سعودي ۳۴ کلن وليعهد محمد بن سلمان يو شمېر داسې کارونه او پرېکړې کړي، چې د شاهي کورنۍ سربېره په سعودي کې دننه او بهر د خلکو د نيوکو لامل شوي دي.

رویټرز د شاهي کورنۍ د سرچينو په حواله ويلي، چې د واکمنې کورنۍ ډېری غړي د بن سلمان په وړتيا بې باوره دي او فکر کوي، چې دی د سعودي سلطنت وړتيا نه لري او پر ځای يې بايد د پاچا سلمان کشر ورور احمد بن عبدالعزيز د سعودي راتلونکی واکمن شي.

د سعودي حکومت او شاهي کورنۍ لپاره راتلونکې څو ورځې ډېرې مهمې دي او کېدای شي د دغه هېواد په سياست کې ټاکونکې وبلل شي.