دیني، سیرت او تاریخ

د کرونا په وړاندي لازم درمليز تدابير

عبدالمالک همت

همدغه کرونا يا کووید-۱۹ (COVID-19)غوندي وبايي ناروغۍ د رسول الله صلی الله عليه وسلم، صحابه وو او علمای کرامو په ويناوو او ليکنو کي طاعون، وباء، وجع او سقم بلل سوي دي. په بخاري، مسلم او د احاديثو په ډېرو نورو کتابونو کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم ډېر صحيح احاديث دي چي څرګندوي دغه ناروغۍ د لوی څښتن سبحانه عذابونه دي چي دمخه يې ځيني ولسونه په اخته کړي وه، بيا له دې وباوو څخه څه پاته سوي چي کله کله را ځي او بيا هم بيرته ځي.

نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : که تاسي واورئ چي دغسي ناروغي په کومه سيمه کي ګډه سوې ده، هغه ځای ته مه ورځئ او که څوک په داسي ځای کي اوسي چي دغه وبا پکښي رامنځ ته سوې ده، نو له هغې مځکي څخه په تېښته دي نه وزئ. په دې کي حکمت دادی چي دغسي ځای ته انسان په نه ورتلو سره له دغسي ساري ناروغۍ څخه ساتل کيږي او له هغه څخه په نه راوتلو سره ناروغي نورو ځايونو ته نه لېږدول کيږي.

دغسي وبايي ناروغۍ که نورو ته د لوی څښتن سبحانه عذاب دی، خو د اسلامي شريعت له مخي مخلصو مسلمانانو ته الله جل جلاله رحمت ګرځولی دی. د دغسي عذاب له امله يې الله ګناهونه ور بخښي او متوجه کوي يې چي توبې وکاږي. مسلمان چي د وبا په ځای کي په صبر سره واوسي او پوهيږي چي الله يې څه په تندي کي ليکلي وي هغه ورسره کيږي او بيا ددغسي ناروغۍ له امله وفات سي د شهيد اجر يې په برخه کيږي.

د پيغمبر صلی الله عليه وسلم دې صحيح حديث ته پام وکړئ:

عَنْ عَائِشَةَ، زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّهَا أَخْبَرَتْنَا: أَنَّهَا سَأَلَتْ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الطَّاعُونِ، فَأَخْبَرَهَا نَبِيُّ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَنَّهُ كَانَ عَذَابًا يَبْعَثُهُ اللَّهُ عَلَى مَنْ يَشَاءُ، فَجَعَلَهُ اللَّهُ رَحْمَةً لِلْمُؤْمِنِينَ، فَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ يَقَعُ الطَّاعُونُ، فَيَمْكُثُ فِي بَلَدِهِ صَابِرًا، يَعْلَمُ أَنَّهُ لَنْ يُصِيبَهُ إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَهُ، إِلَّا كَانَ لَهُ مِثْلُ أَجْرِ الشَّهِيدِ» (بخاري، کتاب الطب، باب أجر الصابر في الطاعون، 5734 شمېره حديث).

ژباړه: عايشې بي بي رضي الله عنها له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د طاعون (هغي وبا چي له امله يې زيات انسانان ومري) په هکله پوښتنه وکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړ چي دا د لوی څښتن عذاب دی، پر هغو يې ورولي چي خوښه يې سي او الله يې مومنانو ته لورېينه (رحمت) وګرځوي. داسي بنده نسته چي په وطن کي يې طاعون پيدا سي او هغه په خپل ځای کي په صبر سره واوسي او پوهيږي چي له هغو پرته چي الله ورته مقدر کړي دي بل هيڅ شی نه ور رسيږي مګر داچي د شهيد د ثواب غوندي اجر ورکړه سي.

بله خبره داده چي په دغسي حالاتو کي د اسلام سپېڅلی پیغمبر موږ ته فرمايي :
«مَا أَنْزَلَ اللَّهُ دَاءً إِلَّا أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً» (بخاري، كتاب الطب، باب ما أنزل الله داء إلا أنزل له شفاء، 5678 شمېره حديث).

ژباړه: لوی څښتن داسي ناروغي نه ده نازله کړې چي هغې ته دې شفا او درمل نه وي را استولي.

همداراز پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي: «تَدَاوَوْا، فَإِنَّ اللَّهَ لَمْ يُنْزِلْ دَاءً إِلَّا وَقَدْ أَنْزَلَ لَهُ شِفَاءً، إِلَّا السَّامَ وَالْهَرَمَ» صحيح ابن حبان، مکتبه شامله. دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني او شعيب الأرنؤوط صحيح بللی دی.

ژباړه: د ناروغيو درملنه وکړئ، ځکه لوی څښتن داسي ناروغي نه ده را لېږلې چي هغې ته دې درمل نه وي را استولي (څوک چي په پوه سو، په پوه سو او څوک چي نه په پوهيږي، نو نه په پوهيږي)، خو د مړيني او زړښت د راګرځېدو لپاره يې درملنه نه ده رالېږلې.

همداراز پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي :
«إِنَّ لِكُلِّ دَاءٍ دَوَاءً فَإِذَا أُصِيبَ دَوَاءُ الدَّاءِ بَرَأَ بِإِذْنِ اللَّهِ» صحيح ابن حبان، مکتبه شامله. دغه حديث هم د احاديثو نامتو کره کوونکي شيخ الباني او شعيب الأرنؤوط صحيح بللی دی.

ژباړه: په تحقيق سره د هري ناروغۍ لپاره درمل سته، نو کله چي درمل پر ناروغي ولګيږي د لوی څښتن په اذن ښه سي.

ښه، اوس به نو پورتنيو ټکو ته په پام لرنه هغه درمل او توکي درته وليکم چي د کرونا ناروغۍ په وړاندي زموږ د بدن مقاومت زياتوي او د دې ناروغۍ څخه د ژغورني لپاره ګټور بلل کيږي. دا او نوري چاري به د دې ناروغۍ په وړاندي تر سره کوو او بيا به وايو چي : ﴿ وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ (80)﴾ (کله چي ناروغ سم، نو يوازي هغه الله دی چي ما له ناروغۍ څخه روغوي (، زه له هغه پرته بل رغوونکی نه لرم، او دارو او درملګر يوه وسيله ده).

عسل او وانجه (کلونجې، سياه دانه):

د عسلو په اړه لوی څښتن فرمايي:
﴿وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (68) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (69)﴾ [النحل:۶۸ او ۶۹]

ژباړه: ۶۸. او (ای پيغمبره!) ستا پالونکي د شاتو د مچۍ په زړه کي داخبره واچول (او لارښوونه يې ورته وکړه) چي :”ځان ته په ځينو غرونو کي، په ځينو ونو کي او د خلکو له خوا په ځينو جوړو سوو ځايونو او چتونو(مناوو[څپرو]، ځانګړو صندوخونو او داسي نورو) کي کورونه(چرکيني، جالې، ګبيني) جوړ کړه“.

۶۹. بيا له هر ډول ميوو (او د ګلانو له شيرو او دوښاوو) څخه چي ستا هوا ورته کيږي خپل خوراک ترلاسه کړه، بيا (د شاتو د توليدولو لپاره)ستا د پالونکي پر هغو لارو (چي تاته يې درښوولي دي) په اېلتيا (انقياد او فروتنۍ) سره ولاړه سه.(په دې توګه وروسته بیا) د دغو مچيو له نسونو څخه رنګ په رنګ شات (لکه سپین، ژيړ او نور) راوزي، چي په هغو کي خلکو ته روغتيا (شفااو درملنه) ده (او خپلي ناروغۍ په درملوي). په يقين سره په دې کي (مچيو ته د دغو خبرو په الهام او په هغو عسلو کي چي د هغو له نسونو څخه راوزي)هغو کسانو ته چي ( د شاتو د مچيو په کار کي) فکر کوي (د لوی څښتن پر ځواکمني او د هغه د مخلوقاتو د چارو په هکله پر تدبير باندي) دليل دی (او دوی هغه کسان دي چي عبرت اخلي).

د وانجې (کلونجې، سياه دانې) په اړه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«فِي الحَبَّةِ السَّوْدَاءِ شِفَاءٌ مِنْ كُلِّ دَاءٍ، إِلَّا السَّامَ» (بخاري، کتاب الطب، باب الحبة السوداء، 5688 شمېره حديث او مسلم، کتاب (السلام) الطب، باب التداوي بالحبة السوداء، ۵۶۵۹ / ۲۲۱۵ شمېره حديث).

ژباړه: وانجه (سياه دانه) له هري ناروغۍ څخه شفاورکوونکې او رغوونکې ده، پرته له مړيني.

ځکه نو پوهانو سپارښتنه کړې ده چي يو مقدار وانجه ميده کړئ او په يوه اندازه عسلو کي يې ګډه کړئ او سهار او ماښام يې لږ لږ خورئ، ان شاء الله د دې ناروغۍ څخه به مو وژغوري.

قُسط يا کست هندي:

له ام قيس بنت محصن رضي الله عنها څخه روايت دی چي ويې ويل: ما له نبي صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چي فرمايل يې : «عَلَيْكُمْ بِهَذَا العُودِ الهِنْدِيِّ، فَإِنَّ فِيهِ سَبْعَةَ أَشْفِيَةٍ: يُسْتَعَطُ بِهِ مِنَ العُذْرَةِ، وَيُلَدُّ بِهِ مِنْ ذَاتِ الجَنْبِ» (صحيح بخاري، کتاب الطب، باب السعوط بالقسط الهندي والبحري، 5692 شمېره حديث).

ژباړه: تاسي دغه هندي عود (کست) استعمال کړئ، ځکه چي په دې کي د اوو ناروغيو علاج دی. د ستوني او هډيو د پاړسوب او درد لپاره په پزه کي اچول کيږي. او د ذات الجنب، يعني د بدن د اړخ او د سږو د پوښونکو پردو د پاړسوب (التهاب) او درد لپاره په خوله کي اچول کيږي.

همداراز يو بل راوي د همدغي ام قيس بنت محصن رضي الله عنها له خولې وايي چي: هغه د خپل يوه زوی سره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کي حاضره سوه او هغې د دغه کوچني چي د هډيو د لوېدو له امله يې ستونی خوږېدی هډي پورته کړي وه. رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل چي له الله څخه ووېرېږئ چي د خپلو اولادونو په دغه ډول ستونی ورکښېکاږئ او تکليف ور رسوئ. هندي عود (قسط يا کست) استعمال کړئ، په دې کي د اوو ناروغيو علاج دی، چي له هغو څخه يوه هم د ذات الجنب ناروغي ده. (وګورئ صحيح بخاري، کتاب الطب، باب ذات الجنب، ۵۷۱۸ شمېره حديث).

د رسول الله صلی الله عليه وسلم يو بل حديث دی: ډېر ښه شی چي په هغه درملنه کوئ حجامت او سمندري قسط دی. (سمندري يا بحري قسط خواږه قسط ته وايي). (وګورئ صحيح بخاري، کتاب الطب، باب الحجامة من الداء، ۵۶۹۶ شمېره حديث).

هندي عود څه شي دي ؟

د رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه بل صحيح حديث کي چي نامتو محدث حاکم په المستدرك على الصحيحين کي تخريج کړی دی په پورتني حديث کي د کوچني د همدغي ناروغۍ په «قسط هندي» د درملني سپارښتنه کړې ده او حاکم د حديث په پای کي ويلي دي چي بخاري هم دغسي حديث له ام قيس بنت محصن څخه روايت کړی دی. نو له دې څخه معلومه سوه چي عود هندي او قسط هندي يو شی دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم يوه پلا عود هندي او بله پلا قسط هندي بللي دي. (وګورئ د المستدرك على الصحيحين ۷۴۵۶ شمېره حديث).

امام بخاري هم په بخاري شريف کي د 5692 ګڼي حديث دمخه د هغه په «باب» يا سرليک کي هندي عود قسط هندي او بحري بللي دي او داسي ليکي: ” بَابُ السَّعُوطِ بِالقُسْطِ الهِنْدِيِّ وَالبَحْرِيِّ “(په پزه کي د قسط هندي او بحري اچولو باب). بيا تر دغه سرليک لاندي ليکي: ”وَهُوَ الكُسْتُ “. (او هغه کست دی).

مولانا محمد داود راز د بخاري په اردو ژباړه او تشريح کي د دغه حديث په شرح کي ليکي: ”په ټټر(سينه) کي چي د غليظو او فاسدو بادونو د راټولېدو له امله کوم تکليف رامنځه کيږي عود هندي ورته ګټور دي. د خواص الادويه ليکوال ليکي چي (بحري قسط [سمندري قسط] خواږه، ګرم او وچ دي….)“.

البته ترخه قسط هندي قسط بلل کيږي.

مولانا راز بيا ليکي:” د دغه حديث په «باب» کي دواړه هندي او سمندري قسط يو ځای ښه ميدول او په پزه کي اچول مراد دي او دا د يوې وني جرړ(بېخ) دی“.

زما معلومات دادي چي که څه هم په کابل کي ډېر يوناني طبيبان او يوناني درمل پلورونکي عطاران دغه بوټی نه پېژني، خو د کابل په ځينو يوناني درمل پلورنځيو کي يې هم خواږه سته او هم ترخه او قسط يا کست هندي ورته وايي، دغه توکي ته په عامه توګه په فارسي کوشنه او په انګرېزي يې Costus وايي.

خوږ قسط ته په انګرېزي Sweet costus وايي. د هغي وني جرړ (بيخ) يا تر ځمکه لاندي ساقه ده چي د Zingiberaceae له کورني څخه ګڼل کيږي او علمي نوم يې ‌Alpinia galanga (L .) Villd . دی. وطن يې هند دی، تر فليپين پوري خپور سوی دی او د سويل ختيزي آسيا په سيمو کي هم کرل کيږي، دغه ريښه په بازار کي د ۴ تر ۵ سانتيو ټوټو په بڼه خرڅيږي، رنک يې سپین بخون ژيړ دی.

تريخ قسط ته په انګرېزي Bitter costus وايي. دا هم د هغي وني جرړ (بيخ) يا تر ځمکه لاندي ساقه ده چي د Zingiberaceae له کورني څخه ګڼل کيږي او علمي نوم يې Alpinia officinerum Hance دی. وطن يې د چين جنوب دی او په کشمير کي زيات کرل کيږي او روزل کيږي او نورو ځايونو ته يې صادروي. په بازار کي د ۴ تر ۵ سانتيو ټوټو په بڼه خرڅيږي، رنک يې لږ توروالي ته مايل ژيړ دی.

ذاتِ الجَنْب کومه ناروغي ده ؟
له پخوانيو کتابونو څخه د بخاري په شرح فتح الباري او الطب النبوي کي وايي: ذات الجنب يو ډول تود پاړسوب دی چي د پښتيو په دنننيو پردو کي رامنځ ته کيږي او هغي ناروغۍ ته هم ويل کيږي چي د بدن د اړخ په سيمه کي رامنځ ته کيږي او دا عبارت دي له غليظو او مؤذي بادونو څخه کوم چي د پښتيو د پردو او هغي پښتۍ چي د ټټر(سينې) او پښتيو په منځ کي ده بنديږي او درد رامنځ ته کوي. خو لومړي ته يې «حقيقي ذات الجنب» وايي او له امله يې دغه پنځه نخښي رامنځ ته کيږي: تبه، ټوخی، درد، سالنډي او سريع او پرله پسې نبض غورځېده (النبض المنشاري). (وګورئ : د امام ابن حجر عسقلاني فتح الباري شرح صحيح البخاري، ۱۰ ټوک، ۲۱۲ مخ او د امام ابن قيم الجوزي الطب النبوي، ۶۶ مخ).

اوسمهالي طبيبان دغه ذات الجنب ناروغي داسي را ښيي:

قال الدكتور القلعجي معلقاً : تنطبق هذه العلامات على التهاب الغشاء المبطن للرئة Pleurisy الذي يترافق بألم حاد شديد يتفاقم مع التنفس العميق أو السعال بالإضافة إلى سعال جاف وارتفاع حرارة وإنهاك القوى العامة وقد يتجمع في الغشاء سوائل في بعض الحالات. (وګورئ : په مکتبه شامله کي د دكتور الطبيب محمد نزار الدقر الحجامة والقسط البحري کتاب(.

ژباړه: ډاکټرعبدالمعطي القلعجي ويلي دي: د ذات الجنب دغه علايم د سږو د پوښونکو پردو پر پاړسوب (التهاب) Pleurisy سره تطبيقيږي، چي د شديد درد، اوږدو سا کښلو يا ټوخي او وچ ټوخي، د بدن د حرارت د لوړوالي او عامو قواوو د ضعف سره ملګری وي او په ځينو حالاتو کي يې په پوښونکو پردو کي مايع مواد جمع کيږي.

بل اوسمهالی ډاکټر يې داسي راپېژني:

ذاتِ الجَنْب د سکاروي (نمونيا، سينه بغل [ Pneumonia]) په شان يو ډول ناروغي ده، چي له امله يې د سينې د قفسې په يوه طرف (اړخ او تر پښتيو لاندي برخه)کي درد، په اوږو او شاکي درد ، پاړسوب يا بريښ، سالنډي، د سر درد، د مفاصلو درد د بدن د عضلو درد رامنځ ته کيږي. ذات الجنب کېدای سي په بدن کي د اوبو (مايعو) د تجمع سره هم ملګری وي چي پر سږو باندي د فشار د رامنځ ته کېدو لامل کيږي او د سږو معمول کار د ستونزي سره مخ کيږي. (وګورئ په https://www.payamesalamat.com کي د « ذات الجنب ؛ علائم، علل، روش های تشخیص و روش های درمان» تر سرليک لاندي مقاله).

د ذات الجنب او کرونا يا کووید-۱۹ تر منځ ورته والی يا يو شان والی :

تقريباً دغه د ذات الجنب نخښي چي مو پورته يادي کړې د کرونا د ناروغۍ نخښي هم دي.

وګورئ په دې ورځو کي د نړۍ او زموږ د هيواد د روغتيايي مراکزو په خبرتياوو کي د دغي ناروغي علايم داسي بيانيږي: له پزي اوبه را تلل، زکام، عامه تبه، وچ ټوخی، سالنډي، د سردرد، د عضلو درد، د ستوني درد او د ستړيا احساس.

ځکه نو د سعودي عربستان يوه لوی عالم دکتور، خالد بن عبدالرحمن الشايع د سعودي له روغتيا وزارت او تخصصي څېړنو له مرګز څخه غوښتنه کړې ده چي په هندي عودو کي د قسط د موجودي مادې په اړه او د کرونا پر وايرس باندي د دغي مادې د اغېزو په باب څېړني وکړي.

زه خو نه طبيب يم نه د طب ډاکټر، خو زما د ځاني څېړنو پر بنسټ دغومره پوهېدلی يم چي که دغه زموږ مورد بحث لرګی، يعني قسط د ذات الجنب د ناروغۍ لپاره ښه وي، نو د کرونا د ناروغۍ لپاره به هم ګټور وي.

اوس به راسو د خواږه قسط د مصرف اندازې ته :
د فتح الباري د لسم ټوک په ۱۸۴مخ کي د بخاري د ۵۶۹۲ شمېرې حديث کوم چي مخکي تېر سو له شرحي څخه څرګنديږي چي قسط ميده کيږي، په عسلو، اوبو يا بل څه کي اچول کيږي او مصرفيږي.

طبيبانوهم ويلي دي چي خواږه قسط ښه ميده کړئ، د خوړو د يوې کاچوغي طبيعي عسلو سره يې ګډ کړئ او ويې خورئ.

ځينو نورو طبيبانو داهم ويلي دي چي خواږه قسط د دمنوش (د درمليزو بوټو د چايو) په توګه استعمال کړئ او طريقه يې داسي ده : دوې کاچوغي ميده سوي خواږه قسط په ۲۰۰ ملي لېټرو ايشولو اوبو کي واچوئ، ۱۵ دقيقې صبر ورته وکړئ، بيا دغه ترکيب تر صافي وباسئ.

بيا تاسي کولای سئ چي د ورځي درې واره يو کوچنی ګيلاس وڅښئ. خو ګورئ چي تر دغه پورته اندازه زيات مصرف نه کړئ، زيات مصرف يې ښايي د معدې درد او قی وهل رامنځ ته کړي. په دې اړه په لاندي سايټ کي د قسط شيرين سرليک وګورئ،:

https://www.afiatbazar.com/HerbalMedicineDetail/drg-
ماخپله دغه چای په دغه طريقه جوړي کړې، په ګيلاس کي مي څه نوري ايشولي اوبه هم ورواچولې، د چايو په توګه مي د يوې دانې شوګر پري چاکلېټ سره وخوړلې او ډېر خوند مي پر واخيست.

پاته سو تريخ قسط:

د تريخ قسط په اړه طبيبان وايي : د بدن ګرموونکي دي، د باد (نفخ) سره د هاضمې د خرابۍ د ليري کولو، د زړه د درد او اسهال د بندولو او د درملني لپاره تجويزيږي. د نوبتي تبي ضد دي، مقوي او محرک دي او که په خوله کي وژوول سي د غاښو د درد او د سر درد لپاره ګټور دي. پر دې سربېره يې طبيبانو نوري ګټي هم ويلي دي.

خو ځيني نور بيا وايي : څنګه چي د دې قسط طبيعت ډېر ګرم او وچ دی، په ډېرو مواردو کي تڼاکي او پاړسوب رامنځ ته کوي، له دې امله دی چي له هغه څخه په خارجي استعمال کي ګټه اخلي، د دغه قسط غوړي بېخي ډېر باسي او د ايران د يوناني درملو په عطاريو او د طبيبانو په درمل ځايونو کي موجود دي. ښايي په پاکستان کي هم وي خو په کابل کي ما پيدا نه کړل. په ايراني سايټونو کي وايي چي دغه غوړي هم خوړل کيږي او هم په خارجي استعمال کي ګټه ځني اخيستل کيږي.
البته د خوړلو کچه يې تر ۲۸ ګرامو ده.

په يوه ايراني سايټ کي يې دا هم ويلي دي چي د دغه ترخه قسط څخه پر خپل سر استفاده منع ده او بايد د طبيب په مشوره مصرف سي. په يوه بل سايټ کي وايي : په چين کي معمولاً خوږ قسط د خواصو له نظره د ترخه قسط جای نشين بولي.

د خواږه قسط جانبي عوارض:

د دې نبوي درملو د سم او پر اندازه استعمالولو څخه تر اوسه هيڅ ډول مضره او خطرناکه جانبي عارضه نه ده پېژندل سوې.

د هوږي جوشانده:

په مختلفو رسنيو کي ويل کيږي چي په چين کي يوه پوه ډاکټر د يوه سپين ږيري سړي په ملګرتيا د دوديز(سنتي) طبابت په طريقه د کرونا ناروغان درمل کړي دي. هغو ته ډېرو مراجعه کوونکو په دې ساده طريقه د درملني موفقيت تاييد کړی دی.

طريقه داده : ۸ دانې لونګ د يوې اندازې کوټل سوي (ميده سوي) هوږي سره د اوبو څښلو ۷ ګيلاسو اوبو ته واچوئ، ويې ايشوئ او جوشانده ځني جوړه کړئ، بيا دغه هوږه او لونګ وخورئ او اوبه يې څوواره وڅښئ.

دا هم د يادوني وړ ده چي د د هوږي په مناسبه کچه مصرف د بدن دفاعي ځواک ډېر پياوړی کوي. طبيان هغو کسانو ته چي زکام وي او يا د سالنډۍ ستونزه ولري د هوږي د خوړلو سپارښتنه کوي.

د روسيې د غوږ، ستوني او پزي د ناروغيو متخصص د «آرگومنتي ای فاکتي» ورځپاڼي ته ويلي دي چي په کرونا د اخته کېدو علايم د آنفلونزا د ناروغۍ سره ورته دي او په کرونا زياتره هغه کسان اخته کيږي چي د بدن دفاعي سيسټم يې ضعيف وي. پر دې بنسټ د هوږي خوړل کولای سي چي د بدن د دفاعي سيټم په پياوړي کولو سره په کرونا د اخته کېدو احتمال کم کړي.

دغه روسي ډاکټر دا هم وويل چي هوږه د Phytoncides په نامه د يوډول ترکيب درلودونکې ده چي کولای سي د وايرسونو سره مقابله وکړي. د دغه ډاکټر په نظر د بدن د دفاعي سيسټم د پیاوړتيا لپاره بايد هوږه په منظمه توګه او په ورځ کي د دوو دانو (حبو) په حدودو کي؛ يوه سهار او يوه د شپې وخوړل سي. خو د هوږي تر دغه اندازه زيات خوړل کېدای سي معدې ته تاوان ورسوي.

پر دې سربېره دا خبره هم په ځينو رسنيو کي راغلې ده چي ځيني معتبر روغتيايي مراکز کوښښ کوي چي په پيازو او هوږه کي د کرونا ضد موادو څخه واکسين جوړ کړي.

په پای کي به ياده کړو چي تر اوسه د کرونا وايرس درمل يا واکسين نه دی کشف سوی، خو په نړۍ کي تلاښونه روان دي چي د دغي خطرناکي ناروغۍ واکسين يا درمل جوړ کړي، اما ويل کيږي چي څه ډېر وخت غواړي. موږ چي د دې ناروغۍ د درملني لپاره پورتني درمل معرفي کړي دي تر اوسه چا پر کرونا ناروغۍ نه دي ازمايلي. زما په نظر ښه داده چي له کرونا ناروغۍ څخه د ژغورني يا روغېدو لپاره د ډاکټرانو د درملني او توصيو ترڅنګ له خواږه قسط څخه په پورتنيو طريقو او د ترخه قسط له غوړو څخه که په لاس درسي هم ګټه واخلئ.

نور به نو د کرونا په وړاندي تر خپله وسه د کوښښونو د پر لاره اچولو او د کورنيو او نړي والو ادارو د لارښوونو سره سم کړنه کوو او بيا به نو ځانونه پر لوی څښتن سبحانه سپارو. الله دي موږ ټولو مسلمانانو ته ښه روغتيا، سوله، آرامي، ښه اسلامي حکومت، اسلام، خپل هيواد او يوبل ته د خير رسولو او خدمت وس راپه برخه کړي.

آمين.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close