ورزش

افغانستان ايرلينډ ته پرلپسې دويمه ماتې ورکړه او سيريز يې وګاټه

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ايرلينډ کرکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه شل اوريزو سيالۍ کې افغان لوبډلې سيال لوبډلښ ته د ۲۱ منډو په توپير ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې په دې بريا سره وکولی شول د درې سياليو لوبلړۍ تر دې مهاله په ۲-۰ وګټي، ددوی ترمنځ به دريمه سيالۍ د مارچ په لسمه نېټه د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

په ننۍ سيالۍ کې پچه افغان لوبډلې وګټله چې لومړی يې توپ وهنه پېل کړه، په لومړي سر کې حضرت الله ځاځي او رحمن الله ګربز سوکه پېل وکړ خو وروسته محمد نبي او اصغر افغان په زړه پورې چټکه ملګرتیا وکړه. اصغر افغان ۴۹ او محمد نبي ۲۷ چټکې منډې جوړې کړې.

په وروستي اور کې د نجيب ځدران او ګلبدين نائب لخوا ۲۶ منډې جوړې شوې چې په مرسته يې هدف ۱۸۵ ته لوړ شو. په ځواب کې ايرلينډ د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو يوازې ۱۶۳ منډې جوړې کړې‌.

په توپ اچونه کې د افغانستان لخوا مجيب الرحمن وځليد او په لومړي سر کې يې دوه او وروسته يې يوه مهمې ويکټې واخيستې، نوموړی په ۳ ويکټو ترلاسه کولو د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو‌.

د يادونې ده چې په لومړۍ لوبه کې هم افغان لوبډلې ايرلينډ ته (ډيک ورت سيستم) له مخې د ۱۱ منډو په توپير ماتې ورکړې وه، په دې سره افغان لوبډلې سيريز په ۲-۰ په خپل نوم کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close