نړۍ

په بلوچستان کي د ۵ وژل شویو کسانو مړي موندل شوی دي

baloch_are_bieng_abducted_in_balochistan( نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۱۲) کوټه: تیره ورځ د بلوچستان  په مختلفو سیمو کي دپنځو تنو مړي چي په مرمیو باندی ویشتل شوی دي موندل شوی دي.

خبري سرچیني وایی دغه پنځه کسه چي دري له هغوی څخه دسیاسي ګوندونو کارکنان دي  په کوټه، پنجګور او خوزدار کي موندل شوی دي.

امنیتي چارواکی وایی ددرو کسانو مړي چي بنجګور کي یوه باراني شیله کي پراته وو دسیمي دخلګو لخوا څخه لیدل شوی، چي وروسته پولیسو دمړو جسدونه په خپله ولکه کي واخیستل او یوه نژدي روغتون ته یی انتقال کړل.

دري سره وژل شوي کسان دروغتون د روغتیا پالانو لوري د اغاعابد شاه، سفیر بلوچ او عبدالستار بلوچ په نمونوسره وپیژندل شول، چي دری سره دبلوچیستان دبلوچو دزدکونکو یوه ګوند غړی وو، دوژل شویو کسانو کورنئ وایی چي دري سره وژل شوی کسان له ډیره وخته نادرکه وو،

اونور دوه وژل شوی کسان هریو صادق کریم کوټي ته څیرمه په سردار کاریز کي موندل شوی وو، نوموړی دبلوچستان ایالت اواران ولسوالي د باسیما دسیمي اوسیدونکی وو، او همدارنګه جان محمد بیا دوي ورځی مخکي دنامالومو وسلوالو له لوري تښتول شوی وو، چي تیره ورځ یی په خوزدارکي مړي موندل شوی

دیادوني وړ ده چي له تیري یوي لسیزي څخه په بلوچستان دخلګو بی درکه کیدل تښتوني او وژني رواني دي، چي حکومت او دبلوچو دازادي غوښتونکو وسلوالو له لوري یو پربل باندي دتښتونو او وژنو تورونه لګول کیږي، خوتراوسه پوری دبلوچستان حکومت پدي کي پاتي راغلي دي ترڅو په بلوچستان کي دخلګو دوژلو اوتښتولو مخه ونیسۍ.

بخت الرحمن بخت نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x