افغانستان

خلیلزاد لا هم هڅه کوي، چې غني او عبدالله په ګډ حکومت سره جوړ کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱۸ کب، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد لا هم د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په هڅو لګیا دی او ډېره تمه ده، چې ښايي نن شپه تر ناوخته يوې پایلې ته ورسيږي.

د خلیلزاد سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سياف هم د عبدالله او غني ترمنځ د جوړجاړي لپاره هلې ځلې کړي دي.

د رپوټونو له مخې زلمی خلیلزاد او په کابل کې د بهرنيو سفارتونو يو شمېر ډيپلوماټان هڅه کوي، د اشرف غني او عبدالله ترمنځ روان جنجال په ګډ حکومت حل و فصل کړي.

د عبدالله عبدالله مشر سلاکار فضل احمد معنوي ماښام ناوخته رسنيو ته وويل، چې نن هم زلمي خلیلزاد له عبدالله او غني سره ليدلي دي.

ښاغلي معنوي زياته کړې، چې ټولو بهرنيو مېلمنو ته يې بلن ليکونه استولي، په هېڅ صورت د لوړې له مراسمو نه تيږي او يوازينۍ لاره يې دا ده، چې ارګ د تحليف له مراسمو تېر شي.

د معنوي په وينا خلیلزاد نن پنځه ځله د ارګ او سپېدار ماڼۍ ترمنځ د جوړجاړي په موخه تګ راتګ وکړ، خو تر اوسه يې پایله نه ده معلومه.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند فريدون خوزون هم ويلي، خلیلزاد د ارګ او سپيدار ماڼۍ ترمنځ منځګړيتوب روان کړی، خو تر اوسه يې کومه ځانګړې پایله نه ده ورکړې.

ځينې رپوټونه دا هم وايي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سياف غوښتل، چې د روان کړکېچ د حل په موخه نن يو ځل بيا له اشرف غني سره وګوري، خو هغه وخت نه دی ورکړی او سياف په خوابدۍ بېرته خپل کور ته تللی دی.

د غني او عبدالله ترمنځ د پېښ شوي جنجال د حل لپاره دا هلې ځلې په داسې حال کې روانې دي، چې دواړو سبا ته په جلا جلا ډول د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیولی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست دواړه وايي، سبا ته يې د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو لپاره ګڼ شمېر بهرني او کورني ميلمانه راغوښتي، همدارنګه غني او عبدالله هم يوه بل ته بلن ليکونه لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x