د سولې څارنظــر

بين الافغاني خبرې او يو وړانديز

د،ب،هيښ
نور د جنګ د دوام د پاره ټولې بانې مؤجه نه دي.

اشغالګر به تښتي او دا ملک به پرېږدي .

اوس د افغانانو د پاره د ازمايښت وخت دئ ، چې خپل افغانيت ، اسلاميت او د وطن او اولس سره د مينې ادعا  په عمل کې پياده  او وښييي او د زور  د حاکميت په نفي کولو سره د يوه داسې نظام د تشکيل بنسټ کيږدي ، چې بنياد يې اسلاميت ،  افغانيت او ټولنيز عدالت وي .

د اسلاميت ، افغانيت او ټولنيز عدالت په ستنو ولاړ نظام د قائمېدو د پاره  د دوحې هوکړه ليک ( چې د اشغال ختم ، د بين الافغاني مذاکرو کول ، اوربند او د راتلونکي سياسي زعامت شکل او محتوا يې  اصلي برخې دي ) يو ښه فرصت  ،چانس  او پلاتفورم دئ ، چې په صادقانه  عملي کولو به يې ان شاءالله زموږ د اولس او وطن اوږد مصيبت ختم  او د جنګ ، توطئيو ، معاملو  او سياسي ناروا بزنس  ټغر  د ابد دپاره  ټول شي .

که په غور او دقت د خپل وطن او اولس ماضي او حال مطالعه کړو  دوه هلاک کوونکي عوامل چې  :

۱-  خارجي  استبداد (اشغال ) د خپلواکۍ نشتوالی

۲-  داخلي استبداد (شر او فساد  يې ) د ازادۍ نشتوالی

وو او دي چې دلته د  اوږدې  تراژيدي او زموږ د اولس د عذاب سبب شوي دي .

د امريکايي اشغالګرو  په وتلو سره به د خارجي استبداد وجود محو شي او خپلواکي به استقرار پيدا کړي ،لاکن د داخلي استبداد وجود  او دهغی نه د زیږیدلی شر او فساد، بيا  يو د هغه ناسور زخمونو نه  دئ چې زموږ په ټول تاريخ کې يې ددې اولس دبدن نه زوې او وينې بهولې دي او د هر مصيبت سبب ګرزيدلئ دئ  .

نو د هغې  ردول ، نفي کول او له منځه وړل بايد د بين الافغاني خبرو اصل او اساس وي او په مذاکراتو کې ښکېلې خواوې يې د بيا مسلط کېدلو د مخنيوي د پاره په اخلاص، جديت ، قاطعيت  او ديني -ملي مسؤليت سره فيصله وکړي.

افغانانو د هر خارجي مرئي او ښکاره استبداد سره چې د نظامي تجاوز او اشغال په شکل  په دې وطن مسلط شوئ په ډېره مېړانه او واحد صف مبارزه کړې ده او د زياتو قربانيو او تلفاتو په بيه يې د هغوی ناولي وجود او حضور ته خاتمه ورکړې ده .

لوږه ، تنده ، ټپي توب ، اوراګي ، زندانونه ، شهادتونه او نور کړاوونه يې قبول کړي دي ، خو دبل دغلامۍ داغ يې د خپل تاريخ په ټڼډه نه دئ ايښئ .
د خپلو وينو په قېمت يې د خپلواکۍ نهال اوبه کړئ او وچېدو ته ئې نه دئ پرې ايښئ.

زموږ تېر تاريخ او د افغانانو رواني او روحي شننه دا ښکاره کوي چې افغانان د استبداد سره هېڅ جوړجاړۍ او توافق نه لري او منلو ته يی غاړه نه ايږدي ، ولو که دا ضديت يې د استبداد سره ،په ډيره لوړه ځاني او مادي بيه تماميږي .

خو د استبداد په پيژندلو کې ستونزه لري .

خارجي استبداد چې فزيکي موجوديت او حضور يې  واضح ، ښکاره او محسوس دئ ،ليدل يې اسانه دي او هیڅ فکر کولو او سوچ کولو ته ضرورت نشته . همدا وجه ده چې فوراا يې په مقابل کې مبارزه او غزا شروع شي او اولس په خپله د متجاوز او اشغالګر سره د مقاومت د جبهې صف آرایی کوي او په کم وخت کې منسجم او منظم شي,ځکه دښمن ښکاره او واضح دئ .

لاکن د داخلي استبداد پېژندل ، په نښه کول او معلومول چې خارجي وجود يې نه ښکاري او نامرئي دئ زموږ د اولس ميراثي مشکل دئ  .همدا وجه ده چې د داخلي استبداد په له منځه وړلو او محو کولو کې پاته راغلئ دئ او د خارجي استبداد نه د خلاصون او خپلواکۍ حاصلولو نه يې  ګټه نه ده پورته کړې . د خارجي استبداد نه خپلواک شوئ ،خو  د داخلي استبداد په بند کې زولانه پاته شوئ دئ. د مصيبت نه ډک ژوند يې نه دئ ختم شوئ او هغه عاميانه خبره د باران  نه د وچ پاته کیدو په امید تر ناوې لاندې درېدلئ دئ ، خو د لوندوالي نه يی نجات نه دئ پيدا کړئ .

همدغه داخلي استبداد چې کله يې د ظلم چاړه د اولس هډوکي ته رسېدلې او رسوا شوئ ،د ځان د بقا د پاره بل خارجي يرغل او اشغال ته زمينه او لاره برابره‌کړې ده او بيا دا د داخلي استبداد په ژرنده کې اوړه اوړه اولس د خپلی خپلواکۍ د حاصلولو دپاره سرښندنې او قربانۍ ته درېدلئ دئ او  له هغه وخته چې په‌ دې جغرافيه کې افغان اولس ژوند اختيار کړئ دئ ، دا سلسله روانه ده او زموږ د اولس مصيبت تسلسل او دوام پيدا کړئ دئ.

اوس پوښتنه دا را ولاړيږي چې افغانان ولې  داخلي استبداد نه شي پېژنډلائ او لکه د خارجي استبداد په شان يې بېخ نه وباسي .

ددې پوښتنې ځواب د افغان اولس په ذاتي طبيعت کې چې صداقت ، خوشباورۍ او په هر چا اعتماد کول دي دئ. افغانان ډېر پاک ،بې غرضه او ساده خلک دي . د عصر د چلبازيو ،دوکه بازيو او مغلقو تعاملاتو نه چې سياست بلل کيږي  قصداا ناخبره ساتل شوې دي . دوی  په هر شخص ،ډله او ګوند پسې چې ظاهراا غوړې ، جذابې او د دوی د ديني -کلتوري احساساتو د منعکس کولو د پاره جذباتي او کشوونکي  خبرې او اظهارات کوي ، بې له سوچ ، تفکر او غور کولو  روانيږي او قبلوي يې . ناروا کارونه او بې عدالتي يې د عقيدې ، ژبې ، قوم او کلتور دشراکت په اساس تحمل کوي  او ظالمانه واکمني يې قصدي نه ، بلکې انساني سهو قياسوي .
هېڅ داسې فکر نه کوي چې د شريکې عقيدې ، وطن او کلتور لرونکی هموطن به يې دومره ټيټ او لوېدلی وي چې خپل شخصي، کورني  او ډله ايز منافعو او مقصدونو ته به په ملي او عامه ارزښتونو او مفاداتو  ارجحيت او اوليت ورکړي .

دوی واک او واکدارانو ته د اولس د غمخورانو او خدمتګارانو په سترګه ګوري .

دیکتاتورانو دې  اولس ته داسې ذهنيت تبليغ کړئ  چې سياسي واک او اعمال  يې يوه الهي تحفه ده او الهي ورکړه او لورينه تقدس لري ، هېڅ مؤمن  پرې د اعتراض ، د حساب غوښتلو او تر پوښتنې راوستلو حق نه لري او يا نورې بانې چې سياسي واک د تاريخي جبر په مقتضا د يوې خاصې طبقي حق دئ او يا دا فرسوده استدلال چې اولس ناپوه او د پسونو په شان دئ  او پسونه يوه شپانه ته  ضرورت لري او جعلي او خود ساخته نڅبه ګان به د شپانه وظيفه په مخ وړي ، څو رمه د درنده لیوانو د خوړلو نه محفوظه وساتي . اولس  د دوی  باطني ماهيت چې استبدادي ، ضد ملي او ضد انساني دئ د خپل صادقانه باور له کبله نه شي درک کولائ او تصور کولائ  او داسې انګیري چې  د دين ، ژبې ، قوم او کلتور د حفاظت او سلامتيا د پاره استبدادګران اميل دي ، نو د ستمګرانو هر ظلم او جنايت بايد وزغمل شي .

که نه چې  اولس د استبداد ګرانو اصلي څيره چې د  دين ، ژبې ، قوم ، وطن ،ترقۍ او کلتور تر پرده لاندې ئې مخفي کړې ده  و پيژني او په شوم نيت يې پوه شي  په ډېر کم وخت کې به ئی جابرانه سلطه نسکوره او د تاريخ کندې ته وغورځوي ، خو بیچاره اولس په دې  نه دئ اګاه چې ماريې  په لستوڼي کې چيچلو ته ځای نيولئ  او دبزرګ په جامه کې پړانګ ورته په خپل غولي کی کمين نيولئ دئ او دی ( اولس ) يې د ليدلو نه عاجز دئ .

همدا وجه ده چې  اولس  د تاريخ په جريان کې د خپلې بې خبرۍ ، خوشباورۍ او ړانده  اعتماد له لاسه د دېکتاتورانو او ظالمانو له لوري غولول شوئ او دهغوی د ناوليو غرضونو قرباني ګرزيدلئ دئ .

بد بختانه چې د اولس د هوښيارولو ، بېدارولو او د استبدادګرانو د شيطاني اغراضو نه دخبرولو  وظيفه او مسؤليت چې د ټولنې د روحانيونو او منورينو مسؤليت دئ نه ده اجرا شوي او بالمقابل  ځنې  روحانيونو او منورينو هم د استبداد نه د اولس د حقوقو د دفاع او خبردارۍ په ځای په مختلفو بانو او انګیزو د استبداد دبقا او د اولس د بې خبره ساتلو جفا کړې ده .

نور بايد دا دستور او طرز العمل ختم شي او د خارجي استبداد تر څنګ داخلي استبداد ته هم د رد قاطع ځواب وويل شي . د اولس د صداقت ، باور او اخلاص نه سؤ استفاده ونه شي  او دا حقيقت ټول ومني او احترام ورته قائيل شي چې :

سياسي واک امتياز نه دئ ، بلکې يو عظيم مسؤليت دئ .

سياسي واک باداري  نه ده بلکې د اولس خادمي ده .

سياسي واک د اولس د ثروت چور کول نه دي ، بلکې د هغې ساتل دي ،.

سياسي واک په ټولنه کې د يوه شخص ، ډلې ، توکم او مذهب توپيري فوقيت نه‌دئ ، بلکي ټولنيز عدالت پياده کول دي   او دټولنې د ټولو افرادو مساويانه حقوقو لرل  او په فرصتونو کې  مشارکت دئ .

سياسي قدرت د ټولنې د ټولو افرادو د استعدادونو او مهارتونو نه د ټولني د رفاه او ترقۍ د پاره کار اخستل دي . سياسي واک د ټولنې دغړيو د پاره د وطن د ابادۍ ، علمي او تخنيکي ودې  پياوړتيا ، اختراعاتو او ابتکاراتو د پاره د سالم رقابت زمينه برابرول دي .

سياسي واک نه مطلق دئ ، نه مقدس دئ ، نه ميراثي دي او نه ابدي ، بلکې متغير ، مؤقت او مشروط ماموريت دئ چې دسياسي واک د اصلي مالک( اولس) نه تغذيه او اوبه کيږي .

راتلونکي نظام او زعامت بايد د شخص ، ډلې او ګوند د انحصار نه را وايستل شي او سياسي واک خپل اصلي مالک ته چې اولس دئ تسليم شي او دا فيصله بايد اولس وکړي چې چاته ، ترکومو شرايطو لاندې ، د څومره وخت د پاره د واک د چلولو او د قانون د عملي کولو ماموريت ورکوي .

د زور ، اسلحې ، ترور او تقلب دلارې سياسي واک ته د رسېدلو سلسله بايد ختمه شي او فقط  اهليت ، وړتيا ، سياسي تقوا او تعهد  بايد د واک د اخستلو معيار او اصل شي .

د افغان اولس افسانوي مبارزه او مقاومت چې د خپلو اصيلو او صادقو بچيانو طالبانو کرامو په رهبرۍ يې د جهان د ستر قدرت او مؤتليفينو سره د بې شميره قربانيو په ورکولو سره صورت ونيولو رنګ راووړ ، د  اشغال په ختمولو او د خپلواکۍ په حاصلولو يې ددې اولس غوښتنه پوره او ارمان يې پياده کړ. خارجي استبداد ته يې ماته ورکړه او مجبور يې کړ چې ددې وطن په ترک وهلو سره د افغان اولس  خپلواکي او حق خود اراديت په رسميت وپيژني .

د افغانستان د خپلواکۍ د حاصلولو کاميابي چې د خارجي استبداد په ختمولو ميسره شوه د داخلي استبداد په له منځه وړلو مکمله او متممه شي .

د همدې کبله  د طالبانو کرامو نه په بين الافغاني مذاکراتو کې دا هيله کيږي ،چی په کوم صداقت ، قاطعيت ، مېړانه، فدا کارۍ  او ايماندارۍ مو چې د خارجي استبداد (اشغال) نه دې اولس ته نجات ور کړ  ، په همغه ډول د داخلي استبداد د ريښی ايستلو او ورکولو د پاره هم اقدام وکړئ او د داسې نظام تهداب کيږدي چې  سياسي قدرت  د اصلي مالک (اولس ) له لوري تمثيل شي .

ترڅو دا ملک  نور د  يرغلونو ، اشغالونو ، جنګونو ، ظلمونو ، وينې تويولو او ناورينونو د تکراري مصيبت نه چې اصلي منبع او چينه يې استبداد (داخلي يا خارجي )دئ  د ابد دپاره خلاص شي او د استبداد (خارجي يا داخلي ) نه دنچات  او خپلواکۍ او ازادۍ په لرلو سره دې اولس ته د ترقۍ ، هوسايۍ او عادلانه ژوند د کولو فرصت برابر شي .

د ازاد او خپلواک افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
د،ب،هیش صاحب ته،
افرین معقول وړاندیزونه.زما هم یو وړاندیز.
طالیبان باید متروکی،کیبل،کوتک.کندوغونه استعمال نه کړی، نرمه لهجه مطابق د شریعت ولس پوه کړی،
د ګیری،بریتونو ،څڼی،بیچکی ،کنترول څخه د هم ډاډه وکړی،
جیل ته اچول.سترګی برګول ،تهدید .په لاغتو،بکسونو وهل هم ناجایز دی،
د ۱۹۹۲ کال د مجاهدینو په شان باید رویه ونه کړی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x