لیکنېنظــر

سولې ته کار د هر افغان مسئولیت دی!

اکمل صافی

سوله ټولو بدبختیو او ناخوالو ته د پای ټکی دی،سوله د یتیمانو د اوښکو پاکول دي، سوله د کونډو او رنډو په سر د څادر غوړول دي، سوله ټولنیز ژوند ته زمینه برابرول دي، سوله د مینې خپرول دي، سوله د مرور ورونو پخلا کول دي، سوله د وطن ابادۍ په مینه ده، سوله د نوي ژوند او د نوي فصل پېلول دي.

سوله چې د ټولو افغانانو ارمان دی او مونږ ټول ورته بی صبرانه په تمه یو، هغه شیبې ورځ تربلې د نژدې کېدو په حال دي؛ چې ځوانانو په ماشتوب کې او سپینږیرو په ځلمیتوب کې په اړه یې خبرې کولې چې سوله به یوه ورځ خامخا راځي.

خو له بده مرغه د ا.ا. ج. دولت ځینې لوړ پوړي مامورین او هغه افغانان چې کورنۍ یې د هېواد څخه باندې ژوند کوي د سولې د پروسې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې ضد نقیضې خبرې کوي تر څو د سولې پروسه د خنډ سره مخ کړي او خپل شومو موخو ته ورسیږي. که څه هم دا ولس ته جوته ده چې د داسې خلکو په زړونو کې د وطن مینه، احساس او همدردي له سره نشته. دوی یوازې په شر کې خپل خیر لټوي او په هیڅ وجه دوی نه غواړي چې خپل موقف دلاسه ورکړي، یوازینی هدف یې د مال و دولت او څوکۍ ساتل دي او د ملت په سترګو کې د خاورو شیندل دي او د ولس د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخیستل غواړي. د ملت درد او غم ورته یوه ډرامه ښکاري او دسیلبین په څیر ورته کتل غواړي او بس.

دا چې سوله د دواړو خواوو؛ د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د اسلامي اعمارت بندیانو خوشې کول شپږ زره کورنیو ته خوښي او ویاړ بښي، او همدارنګه بین الافغاني خبرو، دایمي اوربند او تلپاتې سولې ته زمینه برابروي، نو د افغانستان د ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې د متضادو ویناوو پرځای د سوله ییز ادبیاتو څخه کار واخلي تر څو بین الافغاني مذکرات ژر تر ژره پیل او په راتلونکي کې د یو متحد او ودان افغانستان شاهدان وسو.

سوله قرباني غواړي او قرباني ورکول د وطن په خاطر د زړور شخصیتونو کار دی، که د څوکۍ او موقف لپاره هلې ځلې و کړو نو باور وکړئ چې د سولې خاوندان به نشو. او که چیرې د څوکۍ فکر له ذهن څخه لیرې کړو او د افغانستان ۳۴ ملیونه وګړو د ژوند خوندیتوب او د وطن ابادۍ په هکله فکر ولرو او سولې ته د رسیدو په پار د موجوده ټولو امکاناتو څخه کار واخیستل شي نو بیدون له شکه چې سولې په خاطر به مو قرباني ورکړي وي.

د ځوان کهول څخه مې غوښتنه دا ده، چې راځئ خپل مسئولیت د یو افغان او د یو مسلمان په صفت په صادقانه ډول ادا کړو او سولې ته لاس په کار شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x